مني ، مذي او ودي څه ته وايي؟

سوال:

زه د ستاسی عزتمند مقام اوستاسو قدرمنو عالمانو څخه داپوښتنه لرم (کله چې زه دخپلی ښځی سره مستی کووم مذی رانه ووځي لږ وخت بعد چې کله تشی متیازی کووم دمتیازو نه مخکی تکی زیړی دغواړیو په شان ټینګی اوبه یا همدعه دغواړیو په شان سپینی ټینګی اوبه رانه لاړی شی آیا دامذی دی او که منی؟ او پس له هغه مې متیازی وشي). اوبل دا  چې منی خړ رنګ لری او که شیدو ډوله؟

نوټ: 1:منی.  2:مذی.  3:ودی په دغو دریو واړو کی په تفصیل سره پوره ،پوره معلومات راکړه. “په درناوی”

جواب:

السلام علیکم و  رحمت الله و برکاته

لکه څرنګه   چې اسلام  ښکاره دین دی همداسی د اسلام  شریعت هم د انسانانو د ژوندانه  د ټولو برخو تنظیمولو لپاره داسی په ډاګه او ښکاره ضوابط لري. اوالله جل جلاله دې هر مسلمان ته داسی د حق د پلټلو پخه اراده او جرات  په نصیب کړي .

د خپلی میرمنی سره د ملاعبت یا مستۍ کولو نه چې کومه ماده د سړي څخه وځي هغه ته مذی وایي . او د ټولو سړیو مذی یو رنګ نه وي . د چا تک زیړ وي او د چا لږ سپینوالی لري .

او حکم یی دا دی   چې د دې نه غسل نه واجبیږی صرف اودس ا لازمېږي او د جامی په کومه حصه چې لګېدلې وي هغه حصه دې ومینځل شي .

په دی اړه به د حضرت علی رضی الله عنه د ژوند یوه واقعه درته بیان کړم چې علماؤ د هماغې واقعې څخه د دې مسلې د حکم دلیل تر لاسه کړي  کومې سره چې ته اوس مخامخ یی . حضرت علی رضی الله تعالی عنه فرمایی   چې زه یو مشکل سره مخامخ وم او هغه دا   چې مذی راڅخه وتله . خو شرمیدم   چې د نبی کریم صلی الله علیه و سلم نه پوښتنه وکړم  ځکه چې زه یی زوم  وم ( حضرت علی کرم الله وجهه د فاطمه بنت رسول الله خاوند ؤ ) . نو خپل یو ملګری می رسول الله صلی الله علیه و سلم ته ولیږه تر څو ددی حکم ورڅخه وپوښتی . رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته و فرمایل چې د مذي په وتلو غسل نه لازمېږي. تناسلی اندام دې تری نه پاک کړي او د لباس په کومه برخه چې مذی لګیدلې وي هغه برخه دې ومینځی او اودس دې وکړي .

د سوال دوهمه برخه : مني هغه مادې ته وایي چې د مکمل جنسی عمل او د جنسي عمل له امله د سړی شهوت انتها ته د رسیدو وروسته د تناسلی آلې څخه وځي . که هغه د حقیقي جماع څخه وي او که د خوب په حالت کی د احتلام څخه وي . او د هغه رنګ سپینوالی ته نژدی وي او د کوم انسان ډیره ټینګه وي او د چا لږ نرۍ وي . او حکم یی دا دی   چې غسل ترینه فرضیږي او د جامو نه هم باید لیری شي . یا په مینځلو او یا هم په موښلو . او تر څو   چې انسان تری غسل ونکړي د حنابت په حال کښی وي .

مذي هغه مادی ته وایي   چې د جماع د مقدماتو په وخت یا د خپلی میرمنی سره د ملاعبت او لوبې کولو څخه وروسته د سړي له ذکر څخه وځي . چې د ډولوونو   او حکم په باره کی یې پورته معلومات درکړل شو . او ودي دې ته وایی   چې ځينې خلک په جنسي معاملاتو کی ډیر حساس وي نو په مجرد ددی   چې د جنسي معاملې فکر هم وکړی ،  یا  د تناسلي آلې د انتصاب سره سم څو څاڅکی مذی ډوله ماده ترې خارج شي . دې ته  ودي وایی او د دی او د مذي په منځ کی ډیر معمولي فرق دی . هغه دا چې ودي په رنګ کی ډیر سپینوالی لري او د مذي په نسبت نرۍ هم وي . او حکم یی هم عینا د مذي حکم دی .

والله اعلم و  صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد و علی آله و صحبه اجمعین

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب