مهاجرت؛ ډولونه او شمېرې یې

ټول کډوال یا مهاجرین له خپل ټاټوبی د بی ځایه کیدو یا مهاجرت لپاره یو ډول دلایل او شرایط نلري.
وګړی کیدای شي د سیاسی، اقتصادی او یا ټولنیزو عواملو پر اساس مهاجر شي.
همدارنګه مهاجرت کیدای شی د یوه هیواد دننه له یوی سیمې بلی ته اویا له هیواده بهر نورو هېوادونو ته ترسره شي.
– هغه مهاجرتونه چې د اقتصادی عواملو او انګیزو له امله رامنځ ته کیږي هم څو ډوله دي: ځنی کارګر مهاجر یا کارګر میلمانه دي چې د کار لپاره نورو هېوادونو ته ځي او یا د ځنو کاری قرادادونو او تړونونو پر بنسټ له حپل هېواده بل هېواد ته په بیلابیلو برخو کې د کار لپاره وربلل کیږي. دا مهاجر په اصل کې باید د کار د تړون له پای ته رسیدو وروسته بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
همدارنګه د ځنو شرکتونو خاوندان هم په نورو هېوادونو کې د خپلو شرکتونو د څانګو د فعالولو او یا د نوی شرکت دجوړولو لپاره بل هېواد ته کډوال کیږي. همداسی نور اقتصادی عوامل هم شته چې د مهاجرت سبب ګرځي.
هغه کډوال چې د اقصادي علتونو له امله خپله سیمه یا هېواد پریږدي او په خپله خوښه د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره کډه کوي، د پناه غوښتونکو مهاجرو له ډلی نه ګڼل کېږي.
– مهاجرتونه د طبیعی علتونو، زلزلو، سیلاوونو، وچکالیو او نورو عواملو له امله هم رامنځ ته کېږي.
– د ټولنیزو عوامل له امله چې کوم مهاجرتونه له یوه هېواده بل ته ترسره کېږي، زیاتره د کورنۍ سره د یو ځای کیدو ، ودونو، د کورونو د اخستلو او نورو عواملو له مخی وي.
– بل ډول مهاجرت یا کډوالي هغه ده چې د سیاسی دلایلو ، جګړو او په خپل هېواد کې د امنیت دنشتوالي له امله یو څوک د سر خوندي کولو لپاره بل هېواد ته تښتي.
هغه کس چې د نژاد، دین، مذهب، ملیت، او یا یوی ځانګړی قومي او ټولنیزی ډلی سره د تړاو پر بنست د تعقیب او تهدید له امله خپل هېواد پریږدي او بل هېواد ته پناه وروړي سیاسی مهاجر او پناه غوښتونکی دی.
ټول هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال تړون یی، چې په ۱۹۵۱ کې د دوهمې نړیوالی جګړی وروسته رامنځ ته شوی، په رسمیت پېژندلی حق نلري چې سیاسي پناه غوښتونکي په زور سره بیرته له خپل هېواده وباسي.
په ۲۰۰۹ کال کې په ټوله نړۍ کې د مهاجرت د نړیوال سازمان( UNHCR) د شمیرو له مخي ۷۹،۵ ملیونه وګړی د جګړو او تاو تریخوالی له امله تښتیدلی دي، په دی اساس د نړۍ له وګړو په هرو سلو تنو کې یو تن کډوال شویدی. په ۲۰۱۸ کال کې دا شمیر (۷۰،۸) ملیونه تنو ته رسیده.
له نیم ملیون یو څه زیاتو، ( ۵۸۶۵۳۰) تنو په دوه زره اتلسم کال کې په اروپا کې پناه غوښتی وه. له دوی څلورمه برخه یی په المان او شل سلنه یی په فرانسه کې ځای پرځای شوی وو.
په دوه زره اتلسم کال کې په نړیواله سطحه، د مهاجرینو د نړیوال سازمان سره د ثبت او راجستر د ټولو مهاجرینو، نږدی څلورمه یعنی له پنځه ملیونو زیات (۵۱۱۰۱۲۰) افغانان و.
دنوموړو مهاجرینو زیاتره په ایران او پاکستان هېوادونو کې له کړاوه ډک ژوند تیروي.
همدارنګه همدی دوه زره اتلسم کال کې نږدی دیرش زره افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړی وه.
د یادولو ده چې زموږ په هېواد کې روانه اوږده جګړه زموږ هېواد او ولس ته په سخت زیان تمامه شوي، د مرګونو او ورانیو تر څنګ مو ګڼ شمیر هېوادوال کډوال شویدی، نو هیله ده چې نور دا ناورین پای و مومي او په هېواد کې مو دایمی سوله او سرتاسری امن ټینګ شي.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲۰۲۰ – ۷- ۲۴/ هالنډ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب