مهر او مهر مثل 

مهر څه شی دی؟

هغه رقم کوم چه سړی يي دنکاح په وخت کې فوراً ادا کوي  يا دادا کولو وعده کوي ديته په شريعت کې مهر وايي چه دوه ډوله دی مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر دی چه فوراً دنکاح په وخت کې ادا کيږي اومهر مؤجل هغه دی چه دنکاح په وخت کې فوراً نه اداکيږی بلکه داداکولو دپاره وعده کيږي .

 دمهر کمه اندازه لس درهمه ده چه 29.75 ګرامه چه په اوسنی بازارکې له 1488 افغانی سره سمون خوري . دبی بی فاطمی (رض) دمهر اندازه 500 درهمه ؤ چه له 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسنی نرخ کې له 74400 افغانی کيږی .

دمهرد ذياتی اندازي لپاره څه حد مقرر نه دي خو دمهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاونديي په آساني ادا کولې ش حضرت محمد(ص) غوره نکاح هغه نکاح بلل يي چه آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر›› (مسند احمد ). پخپله هغوی (ص) خپل مهر ډير ذيات مقررول نه دي خوښ کړي .

مهر مثل:

 په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چه يوسړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او دهغه سړی خور خپل ځان ته نکاح کوي . داډول نکاح روا ده ولي مهر نه معاف کيږي ښځي ته به مهر مثل ورکوي .

يا د چا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوي هغي ته هم مهر مثل دی . مهر مثل هغه مقدار مهر دی کوم چه په عام طور سره د دوی په کورنی اوخاندان کې مقرريږي ،دخاندان نه مراد پلارګنی ده نه مورګني مثلاً دپلار خور د تره لوڼی يا نوری په مهر مثل کې داهم ضرور دي چه کومه ښځه مثل ګرځوي دهغي دصورت اوسيرت څه ناڅه برابری شرط ده .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب