غم؛ نه شرعاً مطلوب دی او نه اصلاً هدف دی! – مه خفه کېږه

الیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

غم ؛ نه شرعاً مطلوب دی او نه اصلاً هدف دی!

الله تعالی له غم او خفګان څخه منع کړې ده:

【وَلَاتَهِنُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا】

your ads

” سستی مه کوئ، او مه اندېښمن کېږئ. ”

او ویلی یې دی:

【وَلَاتَحْزَنْ عَلَیْهِمْ】

” د دوی پر حال مه زورېږه. ”

او 【لَاتَحْزَنْ اِنَّ اللهَ مَعَنَا】

” مه خفه کېږه، الله تعالی له موږ سره دی. ”

همدارنګه الله تعالی بل ځای کې ویلی:

【فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 】

” نو پر هغو به نه څه وېره او نه غم وی. ”

خفګان څه شی دی؟ خفګان د طلب جذبه راټیټوی، روح او همت له منځه وړی، د ژوند حرارت کموی، او یوه داسې ناروغی ده، چې ژوند له پښو غورځوی، نو بیا ولې خفګان کوې؟ خفګان ښه نښه نه ده، او نه د زړه لپاره څه مصلحت دی، شیطان تر ټولو زیات په دې خوښېږی، چې بنده نا ارامه او خفه وی، چې مخه یې ونیسی او له نېغې لارې یې واړوی، الله تعالی یې په اړه وایې:

【 إِنَّمَا ٱلنَّجْوَىٰ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ لِيَحْزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا】

” په غوږ کښې (په بده وينا) پسېدل، خو يو شيطاني كار دى، دا كار د دې لپاره کیږي، چي مؤمنان پرې و ځوریږي. ”

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې له ګونګسی څخه منع فرمایلې ده، ځکه چې له امله یې خلک نا ارامه کېږی.

مومن مسلمان ته پکار نه ده، چې خفګان وکړی، ځکه ناکراری او خفګان پر روح اغیزه کوی، مسلمان باید له خفګان نه لرې واوسې، او ځان دې ترې وساتی، له خفګان سره دې مبارزه وکړی او له شرعی لارو دې ورته ماتې ورکړی.

غم او خفګان نه مطلوب دی، نه مقصود او نه څه ګټه لری، رسول الله ﷺ ترې په دې ټکو پناه غوښتې ده:

(( اللهمَّ اني أعوذُبک من الهمِّ والحزنِ.))

” پروردګاره! له ناکرارۍ او خفګانه تاته پناه در وړم. ”

د خفګان او ناکرارۍ ترمنځ توپیر دا دی، چې د راتلونکې په اړه اندېښنې کول انسان له ناکرارۍ سره مخکوی، او تېر یادونه رایادول انسان له خفګان سره مخکوی، غم او ناکراری د انسان روحیه کمزورې کوی، او د پرمختګ مخه یې نیسې، د ژوند خوند خرابوی، بې همتۍ او ملامتیا را پیدا کوی، غمجن کس ته چې هر څومره ښایسته څیز چې په نظر ورشی، بد ورته ښکاری، د ژوند ټولې خوښۍ او نېکبختۍ په دردونو، حسرتونو او پښېمانیو بدلوی.

هو ! له انسانی فطرت سره سم که انسان په حزن او خفګان کې راګېر شی، نو باید چې په دعاګانو او شرعی وسایلو یې له لومې څخه د وتلو هڅه وکړی، په خفګان کې د اخته کېدو له امله بنده ته اجر رسېږی، ځکه چې دا د فطرت برخه ده او دلیل پرې د جنتیانو دا وینا ده، چې کله دوی جنت ته ننوځی، نو وبه وایې:

(( الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِیْ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ))

” شکر دی د هغه الله ، چې له موږ نه یې غم ایسته کړ. ”

له دې نه معلومېږی، چې هغوی ته په دنیا کې خامخا غم او خفګان رسېدلی وو، لکه څرنګه چې انسان له داسې مصیبتونو او ستونزو سره مخ کېږی، چې واک پرې نه لری.

ښایې دلته یوه پوښتنه راپېدا کېږی، چې په قرانی آیتونو او حدیثونو کې خو د خفګان ستاینه شوې، لکه الله تعالی چې وایې:

(( وَلَا عَلَی الَّذِینَ اِذَا مَآ أَتَوْکَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَآ أَحْمِلُکُمْ عَلَیْهِ تَوَلَّوْا وَّأَعْیُنُهُمْ تَفِیضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَناً أَلَّا یَجِدُړاْ مَا یُنْفِقُونَ < ۹۲ > ))

” په همدې ډول پر هغو خلکو هم د کومې نیوکې ځای نشته، چې هغوی په خپله راغلی، او تا څخه یې غوښتنه کړې وه، چې زموږ لپاره دې سورلۍ برابرې کړای شی او کله چې تا وویل : زه ستاسې لپاره سورلۍ نشم برابرولی، نو هغوی مجبور شول بېرته لاړل او حال دا وو، چې د هغو له سترګو اوښکې بهېدلې او هغوی په دې خبره ډېر ځورېدل، چې هغوی په خپل لګښت سره په جهاد کې د ګډون کولو وس نه لری. ”

خو دا خفګان د ستاینې او له خفګانه د دفاع دلیل نه دی، بلکې د خفګان دغه کیفیت د مومنانو د قوی ایمان نښه او پر منافقانو اعتراض دی، چې هغوی د مومنانو له جهاد نه په راستنېدو ولې خجله نه شول!؟

پر همدې بنسټ د تائید وړ او غوره خفګان هماغه دی، چې د الهی او حکمی اطاعت د پاتې کېدو او یا په معصیت (ګناه) کې د راګېرېدو له امله منځ ته راشې، ځکه په دغه حالت کې د بنده پر خپلې ګناه او تېروتنې خفګان دا دلالت کوی، چې هغه لا ژوندی دی او ده ته لا د هدایت وړانګې ور رسېدای شی.

د رسول الله ﷺ وینا ده، چې:

(( ما یصیبُ المومن من همِّ ولا نصب ولا حزن ، الَّا کفر اللهُ به من خطایاه. ))

” هېڅ کوم مسلمان ته څه غم، اندېښنه او ناکراری نه رسېږی، خو دا چې الله تعالی به یې د ده د ګناهونو کفاره کړی. ”

دا حدیث په دې دلالت کوی، چې غم او اندېښنه د الله تعالی له لورې مصیبت دی؛ خو که بنده پرې صبر وکړی، نو بدۍ او ګناهونه یې پرې وینځل کېږی، او ددې خبرې دلیل نه دی، چې خفګان ګوندې یو لوړ مقام دی او باید ترلاسه شې، له دې امله مسلمان باید د خفګان غوښتنه ونه کړی، نه یې باید عبادت وبولی او نه یې په اړه داسې فکر وکړی، ګوندې رسول الله ﷺ دې لور ته امر یا هڅونه کړی ده، او یا یې ورته ښه ویلی دی، او یا یې عبادت ګڼلی، که داسې وای، نو رسول اللهﷺ به خپل ټول ژوند په غمونو او اندېښنو کې تیر کړی وای، بلکې د رسول الله ﷺ سینه ډېره پراخه، تل یې پر شونډو موسکا خوره، خوښ او نېکمرغه وه.

پاتې شو د هند بن ابی هاله هغه حدیث، چې د رسول الله ﷺ په اړه یې ویلی چې: هغه به تل غمجن او اندېښمن و، نو هغه بېخی ثابت نه دی، او نه یې په سند کې څوک پېژندل کېږی.

دا د رسول الله ﷺ د صفتونو خلاف ده، بیا نو دا څنګه کېدای شې، چې رسول الله ﷺ دې متواصل الحزن ( تل غمجن ) وی، په داسې حال کې چې الله تعالی پر دنیا او د دنیا پر اسبابو له غم او خفګان څخه خوندې ساتلې وو، او پر کفارو یې له خفه کېدو څخه منع کړی وو، او د هغه مخکینی او وروستنې ګناهونه یې وربښلې وو، نو بیا دا څرنګه امکان لری، چې هغه دې غم او خفګان کړی وی؟ غم او ناکرارۍ به له کومې لارې د رسول الله ﷺ زړه ته ورښکته شوې وه، دا په داسې حال کې چې د رسول الله ﷺ زړه به تل د الله تعالی په ذکر اباد، له استقامته او الهی لارښوونو ډک وو، رسول الله ﷺ پر الهی وعدو باوری او پر حکمونو او چارو یې راضې وو، د اسلام ستر پیغمبر ﷺ به تل خوښ او پر شونډو به یې موسکا خوره وه، لکه څرنګه چې د هغه په صفاتو کې راځې:

( الضحوک القّتَال ) ” زړه راښکونکې خندا ” به یې هم کوله.

څوک چې په غور سره د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ سیرت مطالعه کړی؛ پوه به شې، چې هغه د باطل د را پرزولو، د غمونو، اندېښنو او بې ګټې فکرونو د له منځه وړلو لپاره راغلې وو.

رسول الله ﷺ ددې لپاره راغلې وو، چې انسانې نفسونه له شکونو، شرک، حیرانتیاوو او ناکراریو څخه ازاد او له مصیبتونو او تباهیو څخه یې وساتې، له دې امله هغه پر بشریت ستر احسان کړی.

په یوه حدیث کې راځې:

(( ان الله یحبُّ کلَّ قلب حزین ))

” الله تعالی هر غمجن زړه خوښوی. ”

خو د دغه حدیث سند او راوی معلوم نه دی، دغه راز په څرګنده له شریعت سره خلاف هم دی، خو که بیا یې هم صحیح ومنو، نو مانا یې دا ده، چې خفګان یو مصیبت دی، چې الله تعالی یې له لارې خپل بندګان ازمایې او که بنده پرې صبر وکړی، نو الله تعالی ته به خوښ او محبوب وی؛ خو څوک چې د خفګان ملاتړ کوی او وایې، چې دا یو شرعی کار دی، نو دوی تېروتلې دی، ځکه چې په شریعت کې له خفګان نه منع راغلې ده، الله تعالی خپل نبی رحمت او کتاب رالېږلی، موږ باید پرې خوښ اوسو او د الله تعالی شکر پر ځای کړو.

په یوه بل روایت کې دی، چې:

(( اذا أحبَّ اللهُ عبداً نَصَبَ فی قلْبِهِ نائحةً، و اذا أبغض عبداً جعلَ فی قلبه مِزْماراً. ))

” کله چې الله تعالی کوم بنده خوښ کړی، نو زړه ته یې ژړا اچوی، او کله یې چې بد وګڼې، په زړه کې یې شیطانی ساز او سرود ته ځای ور کړی. ”

دا یو اسرائیلی روایت دی او ویل شوی، چې په تورات کې راغلی دی، ښایې د مانا له مخې صحیح دی، ځکه چې مومن پر خپلو ګناهونو خفه کېږی، او فاجر په لهو او لعب خوشحالېږی، او د ژوند په مستیو کې بدمسته اوسېږی.

کله چې له نېک انسان څخه ګناه ترسره شی، نو زړه یې مات شی، له انسانه ځینې وختونه غلطۍ کېږی؛ خو ګناهګار او بد خلک د دنیا په ګټو، شهوتونو، خوندونو او غرضونو پسې غمجن کېږی، او له همدې امله تل لالهانده او خوار وی.

د یعقوب علیه السلام په اړه قرآن کریم کې راغلی:

( وَابْیَضَّتْ عَیْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ کَظِیمٌ )

” هغه په زړه غمونه زغمل او د سترګو تور یې سپین شوی وو. ”

دا خبر د یعقوب علیه السلام د هغه حالت په اړه دی، چې د زوی په له لاسه ور کولو ورسره مخ شوی وو، او د یو څیز په اړه خبر د هغه پر ښه ګڼلو او امر دلیل نه دی.

موږ ته دا امر شوی، چې له خفګان څخه الله تعالی ته پناه یوسو، ځکه چې خفګان د هغه تورې شپې په څېر دی، چې د مخکې تګ مخه نیسې، د سلوک پېژندونکې په دې خبره اتفاق لری، چې د دنیا حزن نه دی ستایل شوی ( غیر محدود دی ) ؛ خو عثمان الجبری ویلی:

” حزن د مومن لپاره فضیلت او د ایمان د لا پیاوړتیا لامل دی ؛ خو چې د ګناه له کبله نه وی. ”

د عثمان الجبری د وینا موخه دا ده، چې خفګان د الله تعالی له لوری امتحان او بلا ده، او دا د ناروغۍ په څېر دی؛ خو د ژوند له موخو څخه نشې ګڼل کېدای.

پر همدې بنسټ باید هڅه وکړی، چې خوښې ترلاسه او زړه پراخه کړې، او له الله تعالی څخه د غوره ژوند، پاک او صفا زړه غوښتنه وکړې، ځکه چې بالاخره نعمتونه به ختم شی، ځینې خلکو ویلې چې په دنیا کې څوک جنت ته داخل نشې، ( دنعمتونو د شکر ایستلو له املو )، هغه به په اخرت کې هم له جنت څخه بې برخې وی.

یوازې له الله تعالی څخه غواړو، چې زړونه مو د یقین له نوره ډک او نېغې لارې ته مو هدایت کړی، دنیوی ژوند مو له تنګۍ او سختۍ نه په امن کړی.

رحمت الله مومن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب