مه خفه کېږه! (۴۱) – دمه!

 

دمه!

مه خفه کېږه! که ته غریب یې، نور خلک د قرضدارۍ له امله په زندانونو کې بندیان دی، که ته موټر نه لرې، نو داسې خلک هم شته چې پښې یې پرې شوی او ګرځېدای نشې، که ته له درده شکایت لری؛ نور خلک د کلونو راهیسې په روغتنونو کې په بستر پراته دی، که تا په کومه پېښه کې یو زوی له لاسه ورکړی، نورو خپل ډېر زامن په پېښو کې له لاسه ورکړی.
مه خفه کېږه! ځکه چې ته مسلمان یې، پر الله تعالی، د هغه پر رسولانو، د هغه پر کتابونه او پرښتو، د اخرت پر ورځ او دا چې خیر او شر، د هغه په قضا او قدر پورې اړه لری، ایمان لری؛ خو داسې خلک هم شته، چې له الله تعالی نه منکر دی، رسولان درواغجن بولی، په اسمانی کتابونو کې اختلاف کوی، د اخرت له ورځې منکر دی، او د قضا او قدر په اړه ملحد شوی دی.
مه خفه کېږه! که ګناه دې کړې، توبه وباسه، که بدۍ درڅخه شوی، استغفار ووایه، که غلطی دې کړې، اصلاح یې وکړه، ځکه د الله تعالی رحمت پراخه، د بښنې او رحمت دروازه یې خلاصه ده او د بندګانو توبه قبلوی.
مه خفه کېږه! ځکه چې اعصاب به دې ټکان وخوری، زړه به دې خفه ودرېږی، خوبونه به دې ګډوډ شی او د شپې خوب به درباندې حرام کړی!
شاعر ویلی:

وَلَرُبَّ نازلةٍ یضیقُ بها الفتی ♥ ذَرْعاً وعندَ اللهِ منها المخرَجُ
ضاقتْ فلمَّا استحکمتْ حلقاتُها ♥ فُرِجَتْ وکانَ یظنُّها لاتُفرجُ
” ډېر مصیبتونه داسې دی، چې انسان ورڅخه تنګ شی، حال دا چې له الله تعالی سره یې د حل لارې شته.  ”

انسان ته ستونزمن او وېروونکی معلومېږی، او فکر چې خلاصېدای تری نشې؛ خو له الله سره د هغې د لرې کولو پراخه وسایل شته دی.

your ads

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب