مه خفه کېږه! (۴۲) ـ احساسات دې کابو کړه!

 

احساسات دې کابو کړه!

جذبات او احساسات د سترې خوښۍ او ژور مصیبت له امله بې واکه کېږی، رسول الله ﷺ ویلی: زه له دوو چغو څخه منع شوی یم، یوه چې د خوښۍ پر وخت وی او دویمه د مصیبت په وخت کې .

﴿ لِّكَيْلَا تَأْسَوْا۟ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا۟ بِمَآ ءَاتَىٰكُمْ ۗ ﴾

” ﴿دا هر څه د دې لپاره دي﴾ چې تاسې ته که هر زیان وی، چې پر هغه زړه ماتی نشئ، او څه چې الله جل جلاله تاسې ته در کوی، پر هغې ونه غوړېږئ. “

په یوه حدیث کې راځې چې:

﴿ انما الصبر عند الصدمة الاولی ﴾

ژباړه: صبر د مصیبت په اول وخت کې پکار دی.

له دې امله څوک چې د سخت غم او ډېرې خوښۍ پر مهال پر خپلو احساساتو برلاسی و ، هغه ته ثبات، نېکمرغی، راحت او پر نفس د غلبې خوښۍ ترلاسه کېږی.

الله تعالی د انسان د دغو صفاتو په اړه ویلی: کله د خوښۍ له امله بې واکه وی او کله د وېرې له امله وار خطا وی، کله چې خیر ور ورسېږی، نو بخیل شی، ښایې کوم کسان چې د لمانځه پابندی کوی، هغوی په خوښۍ او مصیبت دواړو کې منځلاری وی، کله چې اسانی ووینی، نو شکر وباسی او کله چې پرې مصیبت راشی، نو صبر کوی.

ګرم او له حده وتلی احساسات انسان له کاره غورځوی، له ناکرارۍ او سرګردانۍ سره یې مخ کوی، او شپې پرې په ویښه تېروی، کله چې انسان په قهر وی، لکه اور داسې تک سور شی، لکه د لېونی یې له خولې لاړې روانې وی، چغې وهی او له حدودو اوړی؛ خو کله چې خوشحاله وی، بیا ترې ځان هم هېر وی، له چا سره ملګرتیا پرېږدی او له چا سره خپلوی، د چا احسان هېروی او د چا ښېګڼې، که څوک یې خوښ وی، د نړۍ ټولې ښېګڼې او فضیلتونه ورته په هماغه یو کس کې ښکاری او په ستاینه کې یې له حده زیاته مبالغه کوی، چې په دې ډول په خوښۍ کې هم له پولو اوړی، په حدیث کې راغلی:

” له خپل ملګری سره تر یوې معلومې اندازې مینه وکړه، کېدای شی سبا ورځ دې دښمن شې، او له خپل دښمن نه هم تر یوې معلومې اندازې کرکه لره، کېدای شی سبا ورځ ستا ملګری او خواخوږی شی. “

په بل حدیث کې راځی: ” پروردګاره! زه له تا څخه په غضب او رضا دواړو کې د منځلارۍ غوښتنه کوم. “

مومن ته پکار ده، چې خپل جذبات په خپل واک کې وساتی، کله چې د شیانو ارزښت او مقام وپېژنی، ګواکې حق یې وپېژانده، د هدایت لاره یې ومونده او حقیقت یې درک کړ.

الله تعالی وایې:

﴿ لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ﴾

” موږ خپل پیغمبران له روښانه څرګندو نښانو او هدایاتو سره ولېږل او له هغه سره مو کتاب او تله نازل کړل، چې خلک پر عدل ولاړ وی. “

د اسلام مقدس دین په اخلاقو او سلوکو کې یو میزان لری، چې لاره یې نېغه، شریعت یې مناسب او ملت یې سپېڅلی دی، لکه څرنګه چې ویلی یې دی:

﴿ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً ﴾

” او په همدې ډول موږ تاسې منځلاری امت ګرځولی یاست. “

له دې امله په احکامو، ویناوو، افعالو او اخلاقو کې صداقت او منځلارۍ مطلوب شی دی، ځکه چې د اسلام سپېڅلی دین پر عدل او صداقت ولاړ دی.

الله تعالی وایې:

﴿ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقاً وَعَدْلاً﴾

” ستا د پروردګار وینا د ریښتینولۍ او عدالت په اعتبار کامله ده. “

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب