موبایل لرونکو ته دا ټکي ضرور دي

د موبایلونو غلا په افغانستان کې له عامو غلاوو څخه ده. کیدای شي تاسې یا مو نیږدې دوستان هم د دې غلا له قربانیانو اوسئ.
یا احتمال د دې شته، چې یوه ورځ نه یوه ورځ د دې غلا په قربانیانو کې حساب شئ.

موبایل یا ګرځنده ټلیفون په اوسني عصر کې یو له ترټولو لومړنیو انساني اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. دلیل یې واضح دی، هرڅوک غواړي له نورو سره د خپلو اړیکو د تامین لپاره دغه وسیله ولري.

دا ښه خبره ده، چې تاسې دا اوس همدا وسیله لرئ او کاروئ، خو لا ښه خبره دا ده، چې د دغې وسیلې د کارولو په سپارښتنو خبرشئ.

دا سپارښتنې هروخت؛ په ځانګړي ډول د موبایل تر ورکیدو وروسته ډېر درته په کاریږي.

دلته به هغه مهمې سپارښتنې درسره شریکې كړو، چې په پام کې نیول یې ډېر ضرور دي:

– په موبایل د خبرو پروخت که په داسې ځای کې پياده روان یاست، چې یوه طرف ته یې سړک او بل طرف ته دېوال وي، نو موبایل مو د دېوال طرفته غوږ کې ونیسئ.

– معمولاً د ښار په منځ او ګڼه ګوڼه کې موبایل مه کاروئ.

– په ښار کې د ګرځیدو پروخت د غوږۍ یا ګوشکۍ په وسیله ښه ده، چې خبرې وکړئ.

– خپل موبایل ټلیفون وړو ماشومانو ته په لاس مه ورکوئ.

ـ په ګرځنده ټلیفون کې فایلونه، اسناد، شخصي اطلاعات، محرمانه عکسونه او خصوصي فلمونه مه ساتئ.

– موبایل ټلیفون درته داسې مهم پلورنځي نه واخلئ، چې باوري وي، سریال لمبر ولري او تر ورکیدو وروسته یې په موندلو کې له دغو خصوصیاتو ګټه واخیستی شئ.

ـ که ایفون موبایل کاروئ، تر پېرلو وروسته پکې خپل ګوګل یا اپل ایډي فعاله کړئ. دا کار درسره مرسته کوي، چې که مو موبایل ورکیږي او بل څوک یې استعمالول غواړي ستاسې مواد به ټول ورڅخه ضایع او په لاس به نه ورځي.

ـ د موبایلونو د ورکیدو یو لوی تاوان ستاسې د دوستانو او نورو خلکو د اړینو ټلیفون شمېرو ورکیدل دي. له دې ستونزې د ځان ساتلو لپاره غوره ده، چې په یوه بل ټلیفون یا سیم کارت کې درسره د ټولو دوستانو ټلیفون شمېرې کاپي کړئ او د ورکیدو په صورت کې ګټه ترې واخلئ.

ـ په نوره نړۍ کې هرڅوک د یوه قانوني او ثبت شوي سیم کارت د لرلو حق لري. په افغانستان کې متاسفانه غیرقانوني سیم کارتونه خورا زیات دي او خلک یې استعمالوی شي. تاسې ته به غوره دا وي، چې خپل سیم کارت ثبت کړئ څو د موبایل تر ورکیدو وروسته هم هغه بیرته ترلاسه او استعمال کړای شئ.

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب