مور

لاس دې پورته کړه دعا راکړه اې مورې
ژوندکې ستړې يمه ساه راکړه اې مورې
دغمونه ستړې زړه مې ارام غواړي
يتيم مخ ته مې خندا را کړه ای مورې

قدرمنو لوستونکو:-موراوپلار زمونږپه ژوندکې  هغه مهم شخصيتونه دي چې د نړۍ په هرهيواد کې اودژوندپه هرډګرکې شتون يې ډير اهميت ،عزت، اوقدر لري  سره لدې چې زمونږ په مقدس دين کې والدينو ته دخدمت اواحترام  کولو خاص سپارښتنه شوې  دی خو دمور حق  تر پلار هم مقدم ګڼل شوې ده چې دا نظر دنړۍ په هرهيواد کې  موجود ده مورته په درنه سترګه کتل کيږي دمور دکاليزې او دمور دنړيوالې ورځې په وياړ ځانګړي پروګرامونه ،دعوتونه،کنسرتونه نيول کيږي

مور هغه ګل بوټۍ ده چې د ژوند په هره برخه کې خپل دمينې څانګې غزوي
مور هغه ګل ونه ده چې خپل هره څانګه کې ګلونه زيږوي
يوه مورهغه وخت دخوشحالې احساس کوي کله چې د اميدونو څانګو کې دخپل ارمانونو غوټۍ په غوړيدو وويني
يوه ګل بوټۍ هغه وخت دخلکو توجو ځانته جبلوي  کله چې دڅانګوګلغوټۍ يي  په غوړيدو شي
ديوې مورمخ کې هغه وخت دخوشحالې واقعی څيره ليدل کيږي کله چې دخپل اولاد دبرې زيرې واوري
يوه مورهغه وخت کې ډير دخوشحالې احساس کوي چې خداې ورته نيک عمل  اولادونه ورکړي وي او دخپل اولاد دښه ابتکار خبرواوري
يوه مورهغه وخت کې ډير دخوشحالې احساس کوي چې  خپل اولاد کې دځوانی علامې وويني دا ګلبوټۍ هغه وخت زر وچيږي چې د ارمان دڅانګو نه يې  ګل  ورژيږي  نو مورهغه ګل بوټۍده چې تل پالنې ته ضرورت لري دا ګل بوټۍ د خداې تل تازه لري چې دارمان ګلونه يې تل په غوړيدو وې
موردهغه ګلونو غونچه ده چې په هرځل ليدو يې دانسان زړه کې داميدونو هنداره دورايه پړکونه
دمورزړه دمينې اومحبت هغه هنداره ده چې په دونيا کې يي سارې نه لري
مورهغه موجود ده چې دهغې په رضايت کې دجنت مقام ته ځان رسول دی
مور هغه فرشته ده چې دسکون زانګو په خپل غيږه کې لري
مورهغه ارمان دی چې دژوند په هره مرحله کې ورته اړتيا ليدله کيږي
دمورمينه هغه ونه ده ده چې دعمر په تيريدو سره هغه بيابيا ځوانيږي
مورهغه هيله ده چې که څوک يې دلاسه ورکړي نو بيا يې لاسته راوړلې نه شي
موراوپلارهغه دګلانوغونچي دي که ورژيږي بيا يې څوک ټوله ولاې نه شي  رژيدلي ګلان تل خاوري ګيږي خو دښايست توصيف يې په ژبو کې نغمې جوړوي سندرې پينځوي او باربار دمينې خوږو لمحو ته يې وربولي او ځان ورته يادوي  نو راځې چې دګلونودغونچې خدمت وکړوداګلان تازه وساتو او جنت پلورې لاره ومومو

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب