موسيقي

«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ، وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ، يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ- يَعنِی فَقِيْر- يَأْتِيهِمْ لِحَاجَةٍ، فَيَقُولُونَ: ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا، فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ، إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ». (بخارى: 5590)

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي ، او همدارنګه داسې کسان به پيدا شي چې دوی به په لوړو غرو کې ژوند کوي ، او دماښام پر وخت چې کله شپون د هغوی رمه کورونو ته راولي ، که مسکين هغوی ته ورشي او له هغوی نه څه وغواړي نو دوی به ورته وايي سبا ته راشه: مګر الله تعالی به د شپي پر وخت هغوی هلاک کړي او غر به ور باندې وغرځوي .

او يوبله ډله به مسخر کړي دقيامته تر ورځې چې دهغوی چهرې به د شادی او خنزير په مثل شي .

نن عصر کې مونږ او تاسې وينو چې ځنې شهوت پرسته سره له دې چې په اصلی حقيقت ښه پوهيږي خو بيا هم د شريعت په حرامو او حلالو کې دخپل شهواني خيال له مخې فيصلې کوي .

نن عصر کې مو وليدل چې اظهر د لويې علمې اجتماع څخه يو پرفيسور صاحب د اسلام دوښمنو سره يو ځای سنکر نيسی او د حجاب له منځه وړلو کوښښ کوي .

your ads

په ټولنه کې بې حيایو ته لاره هواروي او زنا ته لارې برابروی .

زنا خو يواځې د پرديو تر منځ جماع نده بلکه د سترګو زنا (بې ستري ، بې حجابي اونور ) د خبرو زنا (د بيګانوو سره خبرې تليفونې اوتې بوتې ) او داسې نور .

نن عصر کې ځنې تش په نوم شهوت پرسته ننی فاحشه او بې شرمه موسيقي چې زمونږ ځوان نسل يې د اخلاقي زوال سره مخ کړی روا بولې په انترنيت کې يې کتابونه خپريږي او دبازار کتابخانې له کتابونو ډکې دی دا چې د ټولنی اکثره خلک د دين په زده کړه کې ضعيف دي هغوی باور ورباندې کوي او په پوره اطمنان او خوند سره موسيقي اوري او هيڅ ګناه يې نه بولې چې بلاخره دا موسيقي د سکس تر سرحده پورې ورسيږي .

کومو کسانو چې دده کتاب لوستی وي او دده دغه دشريعت خلاف شهواني خيالونه يې تر نظر تير کړي وي ددی ټولو ګناه به د همدې کس پر غاړه وي .

نن د ابريشمو ترکيبي رختونه وينو چې په ځنو لونګيو او پټوګانو کې کډ شوی دي او څنې خلک يې په افتخار سره استعمالوي او په ټولنه کې خلکو ته ځان مالدار ښکاره کوي .

ګرانه ! که خبر نه وي خبر شه ابرشمي جامی د نر لپاره حرامې دی داسې مه کوه .

نن عصر کې وينو چې يو کس خپل مال او دولت نشي ځايولای خو د مظلوم او مسکين کومک ته يې ملا ماته وي .

نن عصر کې وينو چې شرابو ته يې نور عنوانونه ورکړي دی .

قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:

((يَشْرَبُ نَاسٌ مِنْ أُمَّتِي الْخَمْرَ، بِاسْمٍ يُسَمُّونَهَا إِيَّاهُ)). (ابن ماجه 3385 )

زما دامت يوه ډله به شراب څکی حال دا چه پر بل نامه به يی بولی .

په آخر کې مو بايد دې ته پام وي چې دا ډول کسان چې غواړي مردار حلال کړي عادی خلک نه دی نو ځکه سخت خطرناک دي دوی د ديني عالم ،پوهان او پرفيسور تر عنوان لاندې کسان دي نو ځکه هغه کسان چې علمي سطحه يې ښکته وي ډير ژر ورباندې تيروزي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب