مولټيپل میولوما ناروغي (Multiple myeloma)

اپیدیمیولوژي (Epidemiology)

په اروپا او امریکاکې دمولټیپل میولوما ناروغۍ  Multiple Myeloma دپېښېدلوفریکونسي دنورو ټولو خبیثو نیوپلازما malignant neoplasm ناروغیوپه پرتله یوپه سلمه  1% برخه جوړوي . همدارنګه  دهیماتولوژي ټولوخبیثولمفوسایتونو B-cells   ناروغیودډلې څخه لږڅه په سلوکې پینځه لس 15% دمولټیپل میولوماناروغۍ تشکیلوي . په صنعتي هیوادونوکې دسل زره  100 000وګړو څخه لږڅه څلورتنه 4 په یوه کال کې دمولټیپل میولوما په ناروغۍ اخته کیږي . نوموړې ناروغۍ په اصل  کې دلوړعمرناروغۍ ده . په دې مانا چې هغه کسان چې دمولټیپل میولوما په ناروغۍ اخته کیږي عمريې دشپیتونه تراویاکالوپه منځ کې وي .نارینه دښځوپه پرتله یونیم ځل واره  ډیرناروغ کیږی . افریقايي امریکایان ترټولوډیر اوداسیايي هیوادووګړي ترټولوډیرپه نوموړې ناروغۍ اخته کیږي.

لامل موندنه (Etiology)

داسې اټکل کیږی چې دمولټیپل میولوماناروغۍ لامل یوفکټور نه وي بلکې دډیروفکټورونودګډې اغیزې په پایله کې منځ ته راځي. دکارپوهانوله خوا په دې اړوندجېنیتیک فکټورونه اوهمدارنګه دچاپیریال ناوړه اغیزې دمنلووړاصلي لاملونه په ګوته کیږي .دبیلګې په توګه دنوموړې ناروغۍ دمنځ ته راتلو په اړوند د خطر فکټورونه  لکه  رادیواکتیووړانګې ، دکروموزومو په برخوکې ځایزبدلون Translokation ،  همدارنګه په سرطاني جین  Onkogene  کې بدلون  Mutation  ګڼل کیږی . دمولټیپل میولوما د سلو څخه په  دیرشو ناروغانوکې کیدای شی چې   دکروموزوموبدلون دسیتوګېنیتیک کړنلارې پربنسټ وپیژندل شي . دیوې بلې  پیاوړې کړنلارې په مرسته چې لنډیزیې په iFiSH   اود  Hybridisierung   Interphase-Fluoreszenz in-situ په نامه سره یادیږي کیدای شي چې په ټولوناروغانوکې دکروموزموغیرنارمل موتیشن تشخیص شي  .  دیادولووړده چې دمولټیپل میولوماناروغۍ په هغومسلکي کسانوکې ډیره لیدل کیږی چې  په زراعت  ، ځنګلونواودڅرمنوتولید په برخه کې  کارکوی .

ترمینولوژي (Terminology):

دپلازماحجرومونوکلونل ناروغۍ دخبیثوالي درجه بندی  په خپل وارسره په دریوپړواونوکې ترسره کیږي . په لومړي پړاوکې هغه ناروغي ده چې دخبیثوالي کچه يې ترټولولږده اود مونوکلونال ګاموپاتي (monoclonal gammopathy of unknown significance) په نامه سره یادیږي . په بله وینا نوموړې ناروغۍ چې لنډیزيې په MGUS   سره کیږي هغه مرحله تشکیلوي چې  دمولټیپل میولوما ناروغۍ نښې لانه لیدل کیږي   . په دویم پړاوکې یوه بله ناروغې شتون لري چې د  (smoldering Myeloma) په نامه سره یادیږي اودخبیثوالې درجه یې د مونوکلونال ګاموپاتي په پرتله لږڅه ډیره ده . په وروستي اودریم  پړاوکې دمولټیپل میولوما ناروغۍ  منځ ته راځي چې دخبیثوالي کچه يې ترټولوډیره ده اودپلازماحجرو‍سرطان ناروغۍ ورته ویل کیږي .

your ads

دپلازماحجرودناروغیوپه ډله کې اړینه ده چې د مولټيپل میولوما MM ناروغۍ  دنوروناروغیولکه ځانګړی پلازموسیتوم  solitary plasmocytom   او امیلوئیدوزیس    AL- amyloidosis څخه توپير وشي . که څه هم امویلوډوزیس په اصل کې یوه خبیثه ناروغي نه ده خودرغیدنې احتمالي تګ لوری  یې ډیرخراب دی .

دمولټیپل میولوما خبیثه ناروغۍکیدای شي  چې دهډوکوپه ماغزوکېMedullary اویادهډوکوپه نسجونوکې اویادهډوکودماغزوڅخه بهر extramedullaryپه ځانګړي ډول solitary اویا په څوځایونو multifocal کې منځ ته راشي  .

دبیلګې په توګه لکه دمولټیپل میولوما MM عمده ناروغۍ  ، مولټي فوکل میولوما Multifocal Myeloma  ، دهډوکودماغزوڅخه دباندې ځانګړی میولوما Solitary extramedullary MM ، دهډوکوپه ماغزوکې ځانګړی میولوما    solitary myeloma (plasmocytom) اوسارکوما توسیس میولوما sarcomatosis Myeloma په نامه سره یادیږي .

زارکوم Sarcom دیوناني ژبې څخه اخیستل شوی  ویی دی او دشلې غوښې ماناورکوي .  سارکوما توسیس میولوما دپستونسجونو soft tissues ،هډوکو، Cartilago ،عظلاتواودوازدوحجرو یوخبیث ډوله توموردی. نوموړی تومورډیروختي دوینې په رګونوکې میتاستازکوي .

۱-شکل : دملټیپل میولوما خبیثو ناروغیو ویشتوب اوپه سلوکې د هغوی فریکوینسي او دروغتیاپه تړاواحتمالي سرلیک (Prognosis) ښوول شوی دی . دبیلګې په ډول دنوموړي شکل په لاندې ښۍ برخه کې   دمیولوما یوې حجرې  (Myeloma cell) بڼه ښوول شوې ده چې ورڅخه په کیڼ اړخ کې نومول شوې هراړخیزې  ناروغۍ منځ ته راځي :

دامیلوئیدوزیس(AL-Amyloidosis)   ناروغۍ چې احتمالي سرلیک (Prognosis) یې دیارلس میاشتې دی .
دسپینوکرویاتوپلازما حجروسرطاني ناروغۍ (Plasma cell Leukemia) چې  احتمالي سرلیک یې شپږمیاشتې دی .
دهډوکوماغزودننه دمولټيپل میولوما ناروغۍ (Multiple myoloma) چې فریکونسي یې په سلوکې اتیا 80% او احتمالي سرلیک يې یودیرش میاشتې دی .
دهډوکوماغزودننه مولټيفوکال ناروغۍ (Multifocally)  چې فریکونسي یې په سلوکې لس 10% او احتمالي سرلیک يې اوه څلویښت  میاشتې دی .
د هډوکوماغزونه بهر ناروغۍ (Solitary Extra medullary) چې فریکونسي یې په سلوکې څلور 4% او احتمالي سرلیک يې اوه څلویښت  میاشتې دی .
دهډوکوماغزودننه ځانګړې میولوما ناروغۍ    (Solitary   medullary) چې فریکونسي یې  په سلوکې درې 3% او احتمالي سرلیک يې یوسلولس  میاشتې دی .
په هډوکوکې ستریدونکې زارکوما میولوما Sarcoma Multiple Myeloma   چې فریکونسي یې  په سلوکې درې 3% او احتمالي سرلیک يې اته   میاشتې دی .

امیلوئیدوزیس(AL-Amyloidosis)

امیلوئیدوزیس  یوه داسې ناروغي ده چې پروتین ډوله امیلوید مواد amyloid دبدن په پستونسجونواوغړوکۍ کلک نښلی اوپه پایله کې دهمغه غړي دالتهاب لامل ګرځي اویاداچې دنده یې  نیمګړې کوي . که څه هم وروستی ناروغۍ  یانې امیلویدوزیس خبیث خواص نه لري اوشه ډوله پړسوب ورته ویلای شو Benign tumor  خودرغیدلواحتمالي تګ لوری یې دومره ښه نه دی .  امیلوئیدوزیس دپلازما ناروغوحجرو یوډول ناروغي ده چې دبدن په مختلفوغړواوپستونسجونوکې دحجرې نه بهر په لوړه کچه امیلوئید amyloid  موادراټولیږي . امیلوئیدیوډول غیرنارمل اوسخت منحل کیدونکي رشتوي  ګلوکوپروتېین   Glycoproteincomplex   کیمیاوي کمپلکس دی چې دفیبریلونویادپولي پېپتیدي زنځیرونودشبکې څخه جوړشوي دي .  یوه غوره بیلګه یې  دایمونوګلوبولین لامبدا λ اوکاپا κ سپکې ځنځیری برخې تشکیلوي  . نوموړي غیرنارمل نه منحل کیدونکي رشتوي پروتېینونه چې په  غړوکې راغونډشوي وي  د  امیلوئید   په  نامه سره یادیږي .په پایله کې یوخوا په نوموړۍ ناروغۍ اخته غړی پړسیږي اوبلخوادهمغه غړي دنده یاداچې بیخي په ټپه دروي اویا نیمګړې کولای شي . ډیرځله دا سې هم پېښیږي چې   نوموړي پروتېین په متیازوکې وپيژندل شي چې د مونوکلونل  ایمونوګلوبولین لامبدا λ اوکاپا κ  سپکې ځنځیری برخې جوړوي اودبینس جون Bence-Jones    پروتېینو په  نامه یاديږی .

دپام وړ : په دی ځای کې داي A توری  دامیلوئید Amyloid اوداېل L توری دLight chains    د ایمونوګلوبولین سپک ځنځیري ټوټولپاره لنډیزلیکل شوی دی .  داي اېل امیلوئیدوز                                (AL-Amyloidosis) ناروغۍ پخوادلومړنۍ  امیلوئیدوز په نامه سره یادیده.  هغه کسان چې  دامیلوئیدوزیس په ناروغۍ اخته وی  دهغوی دسلوڅخه داتیاو 80%  په  متیازواوسیرو م کې مونوکلونل پروتین پيژندل کیږي . دنوموړې ناروغۍ یوه ناوړه ځانګړتیاداده چې دبیوپسې په ترځ کې ورڅخه ډیره وینه بهیږی  . دامیلوئیدوزیس ناروغانو داوږدې مودې ر غونې په تړاو ځینې کیمیاوي دواګانې لکه میلفالان Melphalan اویا پریدنیزون Prednison کارول ډیره ګټوره نتیجه ورکړیده . په تیره بیا دلوړې کچې کیمیاوي درملنې په کارولوسره دامیلوئیدوزیس ناروغۍ کلینیکي نښې په بشپړه توګه دمنځه تلای شي remission اویا په بله ژبه ناروغ بیرته صحت مومي .

دامیلوئیدوزناروغۍ یوډیربنسټیز لامل دلمفاوي سیسم سرطان منځ ته راتلل دي . خوپه لوړه کچه په پلازموسیتوم  او موربوس والډسټروم Morbus Waldenström ناروغانوکې  لیدل کیږي . دبدن هرغړۍ کیدای شي چې امیلوئیدوز(AL-Amyloidosis)   په ناروغۍ اخته شي  خوبیا په همغه یوه غړی کې پاتې کیږي .  نوموړې ناروغۍ دنوروغړوپه پرتله تر ټولوزیاته  په پښتورګو،ینه  اوزړه کې منځ ته راځی . دبیلګې په توګه  که چیرته دبدن تنې څخه په لیرې عصبي سیستم کې په لوړه کچه غیرنارمل    غیرمنحل رشتوي پروتېینونه راغونډشي نودهمغه ځای حس دمنځه ځي . دبیلګې په توګه لکه د شکرناروغۍ له کبله دپښودتلۍ برخې څخه دحس ورکیدل Polyneuropathy .

ځانګړی پلازموسیتوم   solitary Plasmocytom  : دمولټیپل میولوما دمخکني پړاو  ناروغي ته ویل کیږی چې لا هرې خواته نه وي خوره شوې اوپه یوه محدودځای کې کلون clone شوې یانې په جېنېتک تړاونیمګړې پلازماحجرې تولیدکوي . دغه ناروغي دځانګړي میولوما solitary Myeloma  په نامه هم یادیږی .

  مولټيپل میولوما (Multiple myeloma) :

دمولټیپل میولوما  ناروغۍ MM دطب کارپوهانوله خوا دنا هاجکین لمفوم Non-Hodgkin-Lymphom ناروغۍ دډلې څخه شمیرل کیږي . نوموړې ناروغۍ دنا هاجکین لمفوم دیوې  ټیټې درجې خبیثې ناروغۍ په توګه پيژندل شوې ده.  دمولټیپل میولوما    ناروغۍ MM دهډوکوپه ماغزوکې د خبیثولمفوسایتونو B-cells  څخه منځ ته راځي . دغه لمفوسایتونه په پایله کې د  پلازما په حجروکې موتیشن  Mutation   منځ ته راولي اودنیمګړېوپلازما حجرو کولوني تولید کوي.   په ۲- شکل کې دملټیپل میولوما یوه ناروغ د هډوکودماغزویوه هیستولوژیکی نمونه ښوول شوې ده  .

۲-شکل : دهډوکودماغزوپه یوه هیستولوژي نمونه کې دعادي شمیرنه زیاتې دمولټیپل میولوماناروغۍ پلازمانیمګړی حجرې ښوول شوې دي . دپلازما په حجروکې داسې موتیشن Mutation   لیدل کیږي چې  حجرې يې غټې او بیضوي بڼه لري ، سایتوپلازمایې پلنه  او هسته یې دمرکزنه وتلې په یوه څنډه کې پرته ده . دمولټیپل میولوما موتیشن شوې حجرې کیدای شي چې یوه اویاډیرې هستې ولري .

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران

اخذلیک:

http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma.1
http://myeloma.org/.2
http://www.myelomaonline.org.uk.3
http://www.myeloma-euronet.org/.4
.http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .5
http://www.multiplemyeloma.org/ .6
http://www.krebshilfe.de/blaue-ratgeber.html.7

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب