موږ او عيدمېلاد النبي صلی الله عليه وسلم

دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم ويناده :

(( فان کل بدعة ضلالة وکل ضلالة فی النار))

ژباړه : هربدعت ګمراهي ده اودهرې ګمراهۍ پايله اوردی .

اوس مهال په ټوله اسلامي نړۍ کي په بېلابېلونومونوداسي بدعات رامنځ ته شوي چي پايله يې بالکل څرګندشرک ته وزي چي په دې ستروبدعاتوکي پرقبرونوکلنۍ ميلې،عيدميلادالنبي او… په ټولنه کي که هر رښتنی مسلمان ددې بدعاتوپرضدپورته کېږي نوپه ډېربدډول دبدعتيانوله لوري ګواښل کېږي اوان پردې لاره دشهادت جام څښي خوبياهم الحمدلله تراوسه حقپال مسلمانان نه دي ورک شوي بلکه لاهم ژوندي دي اوپه دين کي يې لادهربدعت پرضدخپله سپېڅلې مبارزه روانه ساتلې ده .

له دې ستروبدعاتوڅخه يوهم عيدمېلادالنبي دی چي خلک ورته په ډېردرنښت قائل دي اوپه دې ورځ کي له دې يوه بدعت پرته په لسګونونوربدعتونه هم کوي چي پايله يې ټوله (فی النار) ده،دوئ داسي فکرکوي چي دايوسپېڅلی اوپاک کاردی،پردې باورلري چي ددې ورځې په لمانځلوموږپه الهي دربارکي سترې مرتبې ترلاسه کولای شوخوخبرنه دي چي په الهي دربارکي نه بلکه په دوزخ کي خپلې مرتبې لوړوي پردې حقيقت دپوهېدلولپاره لومړی دعيدمېلادالنبي (صلی الله عليه وسلم) تاريخ ته نغوته کوم چي کله اوڅرنګه يې لمانځل پيل شول وروسته به يې ان شاء الله شرعي حيثيت هم وڅېړو.

اياپوهېږئ چي داکارکله،چيري،چااوولي پيل کړ؟ :-

څرګنده ده چي درسول الله صلی الله عليه وسلم،صحابه کرامورضی الله عنهم،تابعينو،تبع تابعينو،دامت دامامانواوعلماء کراموله لوري په قرآن اوسنت کي هيڅ داسي مفهوم نه موندل کېږي چي پربنايې دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم لمانځلوته لاره هواره شي نوپه بدعتوالي کي خويې هيڅ شک پاتي نه شوخوبياهم راځئ چي لږدتاريخ کتابونه وپلټو.

دامام المقدسي دکتاب (الباعت علی البدع والحوادث) محقق بشيرمحمدعيون ليکي :

(( دمېلادلمانځلوبدعت لومړی فاطميانوپيل کړهغوخلکودټول کال عيدونه لمانځل عيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم،دعلی،فاطمې،حسن،حسين رضی الله عنهم اجمعين اودوخت دخليفه مېلادي عيدونه لمانځل، له دې سره سره يې درجب دشپې نصف،دشعبان لومړۍ اووروستۍ شپه،دروژې لومړۍ،منځنۍ اودقرآن کريم دختمولوشپه،دخليج دفتحې،نوروز،غطاس اوغديرورځې لمانځلې . بيايوفاطمي وزيرافضل دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم،دعلي،فاطمې اودوخت دخليفه عيدونه بندکړل خوبيادالمامون البطائحي په زمانه کي دابدعات دويم ځل پيل شول تردې چي دصلاح الدين ايوبي (رحمة الله عليه) خلافت رامنځ ته شواو هغه ددې ټولوعيدونو،مېلادونو،شپواوورځولمانځل په کلي ډول بندکړل خوبيرته دصلاح الدين ايوبي دخورخاونددابدعات په ۶۵۰ هجري کي پيل کړل .))
له دې تاريخي اسنادوداڅرک لګېږي چي په اسلامي امت کي دابدعت په فاطمي،عبيدي،المعزلدين الله معدبن المنصوراسماعيل په زمانه کي پيل شوچي دحکومت دوره يې له ۴۳۱ هجري پېلېږي .

(تاريخ الخلفاء ۱ / ۵۲۴ فصل الدولة الخبيثية العبيدية،مؤلف امام عبدالرحمن السيوطي،مطبوعة مبطح السعادة،مصر)
ځيني مؤرخين بياپه دې انددي چي دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم دلمانځلوبدعت دفاطميانوپه دور کي نه بلکه داربل دپاچاالکوکبري له زمانې پېلېږي .
که لومړۍ خبره قوي وي که دويمه په دواړوکي دايقيني ده چي تر۴۳۱ هجري پوري په اسلامي امت کي دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم دلمانځلوبدعت نه وورائج شوی .
موږپوهېږوديوې ځانګړې پېښي په ورځ مېله ياجشن جوړول ديهودانو،نصاراوواونوروکافروقومونوکار دی مسلمانانوته صرف په دووورځوکي خوشالي کول روادي لکه دانس بن مالک رضی الله عنه په حديث کي چي راځي : (( دجاهليت په زمانه کي دخوښۍ لپاره دوې ورځې ټاکل شوې وې کله چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی ويې ويل ” کان لکم يومان تلعبونَ فيهماوقدابدلکم الله بهماخيراًمنهمايوم الفطرِويومَ الاضحی” يعني ستاسودخوښۍ لپاره دوې  ورځې وې اوالله جل جلاله هغه په دوونېکوورځوبدلې  کړې اودادخيرورځې دفطراواضحی ورځې دي .

(سنن النسائي حديث ۱۵۵۶/ کتاب صلاة العيدين ، السلسلة الاحاديث الصحيحة حديث ۱۰۲۱)
تر۴۳۱ هجري پوري مسلمانانوله دووعيدينوپرته هیڅ ورځ نه لمانځله اوترحديث وړاندي له تاريخي لاسوندونوهم داپه ډاګه څرګندېږي چي په مسلمانانوکي داکارديهودانودروحاني مقلدينوفاطميانوله امله رواج شوی بدعت دی،داهماغه فاطميان دي چي ترټولولومړی يې ابوبکر ،عمراوعثمان رضی الله عنهم ته ښکنځل وکړل،دمسجدونوپردروازويې پردوئ درودلعنت الفاظ وليکل،ځانونوته يې سجدې پيل  کړې اوځيني نورمشرکانه کارونه يې کول چي کله پرمصرصلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه واکمن شونودوئ يې له عيسايانوسره داړيکوپه تورله مصره وويستل چي له هغه وروسته دايران اوهندوستان په ساحلي سيموکي خپاره شول اونن په نړۍ کي داخلک داسماعيليانوپه نوم پېژندل کېږي چي په کفرکي يې هيڅ شک نه شته .
بيرته دخپلې موضوع لورته راځوتردې ځايه زموږدخبرولنډيزداووچي داسلام په لومړنيوپېړيوکي ددې ورځې لمانځل بالکل نه وو.

دپام وړټکی :-

څوک چي  وايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم دربيع الاول پردوولسمه پيداشوی دی نوداخبره محدثين اومحققين په کلکه ردوي،امام الباني رحمه الله دامام ابن کثيردکتاب سيرت نبوي تخريج اوتحقيق کړی چي په پايله کي يې (صحيح سيرت نبويه) تيارکړی دی اوپکي ليکي :
” دولادت دتاريخ په اړه چي کوم روايتونه نقل شوي دي ټول دحديث پوهنې پرمعيارداغداره دي پرته له هغه چي امام مالک په صحيح سندسره نقل کړي دي داروايت وايي : ” دولادت تاريخ دربيع الاول اتمه ده .”

الامام المحدث عبدالرحمن السهيلي (وفات ۵۸۱ هجري) په (الروض الأنف / مطبوعه داراحياالتراث الاسلامي،بېروت،لبنان) کي ليکي : ” دربيع الاول ددوولسم روايت مدارپرزيادبن عبدالله البکايي راڅرخي چي ضعيف دی” لکه امام محمدبن احمدبن عثمان شمس الدين الذهبي په ” من متکلم فيه” کي شمېرلی دی .

بله په زړه پوري خبره داده چي امام محمدبن محمدابن خلکان (وفات ۶۸۱ هجري) په (وفيات الأعيان / ترجمه ۵۴۷،جز ۴ ، ص ۱۱۸ ، مطبوعه دارالثقافه،بيروت،لبنان) کي دمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم دبنسټ اېښودوونکي مظفرالدين الکوکبري ابوسعيدپه اړه کړې چي :
” يوکال به ديې دربيع الاول اتمه اوبل کال به يې دربيع الاول دوولسمه لمانځله ځکه دادوه مختلف روايتونه دي .”

دمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم له لمانځوونکوزه پوښتم چي هغوئ پرکوم بنسټ دربيع الاول دوولسم تاريخ صحيح بولي؟.
امام السهيلي په الروض الأنف کي ليکي : ” دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دوفات دتاريخ په اړه صحيح قول دربيع الاول دوولسمه ده .”
زه دمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم له لمانځوونکوپوښتم چي دنياته درسول الله صلی الله عليه وسلم راتګ دزياتې خوښۍ ځای دی که له دنيادده صلی الله عليه وسلم تګ دزيات غم اوويرځای دی؟؟؟!!!.

دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم شرعي حيثيت :-
دقرآن کريم اونبوي سنتو،دصحابه کرامورضی الله عنهم دډلې له افعالو،تابعينو،تبع تابعينو،دامامانو رحمة الله عليهم له افعالواواقوالواودتاريخ په رڼاکي بالکل داخبره جوتېږي چي دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم له لمانځوونکوسره هيڅ داسي دليل نه شته چي په وسيله يې هغوئ خپل دې کارته يوشرعي حيثيت ثابت کړي .

په ټول امت کي درې نيم سوه کاله ددې کارهيڅ څرک نه لګېدی خوبياچي هم دوئ په کوموخلکودليل نيسي هغوئ بالکل له اهل سنت والجماعت څخه وتلي دي دافاطميان دي چي اوس داسماعيليانوپه نوم سره پېژندل کېږي .
نودرسول الله صلی الله عليه وسلم دپيدايښت ورځ لمانځل په څرګنده په دين کي يونوی کاردی چي درسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو،دصحابه کرامورضی الله عنهم په سنتوکي پرې هيڅ دليل نه شته بلکه داپه کلي ډول دسنتوخلاف کاردی .

(( فان من يعيش منکم فسيری اختلافاًکثيراً،فعليکم بسنتی وسنة الخلفاء الراشدين المهديين،عضوا عليهابالنواجذ،واياکم ومحدثات الامور،فان کل بدعة ضلالة،وکل ضلالة فی النار.))
ژباړه : په تاسوکي چي کوم څوک ژوندي پاتي شي هغوئ به دزيات اختلاف شاهدان وي،پرتاسوزمااودراشده خلفاووتګلاره لازمه ده هغه دژاموپه غاښوټينګه ونيسئ له نويوکارونوځان وساتئ ځکه په دين کي هرنوی کاريابدعت ضلالت دی اوهرضلالت په اورکي دی .

(صحيح ابن حبان / کتاب الرقاق ، صحيح ابن خزيمه / حديث ۱۷۸۵ / کتاب الجمعه / باب ۵۱ ، سنن ابن ماجه / حديث ۴۲ / باب ۶ ، مستدرک الحاکم حديث ۳۲۹ ، ۳۳۱ ، اسناده صحيح / احکام الجنائز / مايحرم عندالقبور/۱۲)

رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : (( من عمِل عمَلاليسَ عليه امرُنافهورد))
ژباړه : که چاداسي کاروکړچي موږپرې امرنه ووکړی هغه رددی .

(صحيح البخاري / کتاب بدء الوحي / باب ۲۰ ، صحيح مسلم / حديث ۱۷۱۸)
يعني هرهغه کارچي درسول الله صلی الله عليه وسلم له کړنوسره سمون نه خوري (په دين کي) هغه رددی اودعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم لمانځونکي په لاس کي هيڅ قراني،نبوي،دصحابي قولي اوفعلي دليل نه لري اوبالاخره داهل سنت والجماعت هیڅ امام هم دعيدمېلادالنبي صلی الله عليه وسلم دلمانځلوامرنه دی کړی .

ژباړه : محمدوصيل پېروز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب