موږ ولې اسلام غوره کړی دی ؟

هر څوک چې د ځان لپاره څه خوښوي نو په هغه کې څه ځانګړتیاوې او صفات لټوي چې ده ته ښه ښکاري ، یا دا چې هغه خپله داسي شی وي چې د انسان لپاره د سرلوړي ، برلاسي ،خیر ، نیکي او عظمت سبب ګرځي .

د اسلام د دین په غوراوي او انتخاب کې خو موږ څه کوښښ ، هلې ځلې او منډې ترړې ندي کړي ، بلکي الله (ج) په خپل عظیم رحم او کرم باندي پر موږ پيرزوینه کړي او هغه یې پرته د کومو هلو ځلو را نصیب کړي .

کوم دین چې په نړۍ کې د امن ، سولې ، ډاډ ، عدل ، انصاف ، ورورولۍ ، برابرۍ ،، زړه سواندۍ ، رحم ، صله رحمۍ ، میلمه پالنې ، امانت ، صداقت ، په ژمنې وفا ، د نورو په غم غمجن کېدل ، د بل لپاره خیر غوښتل او د نورو ښو او غوره کارونو درس او سبق ورکوي .

هغه دین چې په مرګ او قبر دواړو کې د انسان د کامیابي او ډاډ زیری ورکوي .

کوم دین چې د فیصلې او پرېکړې څخه وروسته بیا په تل پاتې نعمتونه ، تل پاتي او نه ختمېدونکې ژوند ، د ځمکې څخه په څو چنده لوی پاچاهي او امپراطوري کې د اوسېدو چانس چې له هر لوري به ورته سلامونه ، افرین او شاباسې ورکول کېږي زیری او ډاډ ور کوي .

your ads

ایا داسې دین او داسې لاره چې دومره غوروالی ، ګټه ، فایده او ښه راتلونکی ولري د منلو ، قبلولو ، عملي کولو ، نافذولو او خپلولو وړ نده ؟ آیا د دې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او کوښښونه پکار ندې؟

هغه دین او تګلاره چې دومره زیاتې ګټې او امتیازات ولري ، آیا له هغه پرته بل داسي دین او تګلاره شته چې د خپلولو ، منلو او قبلولو وړ وي ؟

څرګنده خبره ده چې بل هیڅ داسې دین او هیڅ داسي تګلاره نشته .

نو راځۍ چې د اسلام له څو ځانګړتیاوو څخه خبر شو.

د اسلام ځانګړتیاوي :

۱ـ ربانیت ( الهي دین) :

د اسلام تر ټولو مهم او ځانګړی امتیاز او ښوالی دا دی چې دا دین د ټولو کائناتو د خالق ، مالک ، او مدبر له لوري رالېږل شوی دی ، پداسي حال کې چې نور ټول دینونه او ایزمونه د بشر د نیمګړي ، ناقص او کمزوري علم او پوهې پر اساس او بنسټ را منځ ته شوي دي .

۲ـ کامل والی:معلومه خبره ده یو شی هغه وخت ډیر لوړ کیفیت غوره کولای شي چې د همدغه شې جوړونکی پوره ماهر او په یاد مسلک کې تر ټولو ښه پوه وې ،نو داسلام مبارک دین تر ټولو دینونو کامل دین دی ځکه دا دین له داسي چا سره تړاو لري چې ټول صفات یې کامل او پوره دي ، د کامل علم خاوند دی ، د ټولو کائناتو خالق او مالک دی .

۳ـ شمولیت : د اسلام مبارک دین د ژوند په ټولو اړخونوکې احکام ، قوانین ، او لارښوونې لري او هیڅ اړخ ور څخه بهر ندی پاتې ، پدې دین کې د انسان فکر ، عقیده ، اخلاق او سلوک ، اقتصاد ، سایست ، معملاتو او اړیکو او د دنیا او اخرت ټولې اړتیاوې په نظر کې نيول شوي او د هري اړتیا په هکله ورته مناسب او اړینې لارښوونې شوي دي ، څرنګه چې دا یو مکمل دین او قانون دی نو د ژوند په ټولو اړخونو کې یې عملي کول اړین او ضروري دي تر څو د کامیاب ژوند څخه برخمن شو.

۴ـ عموم والی ( عمومیت) : د اسلام سپېڅلی دین د ټول انسانیت ، د ټولې نړۍ او ټولې زمانې د پیدا کوونکي دین دی نو له همدې څخه جوتیږي چې دا مبارک دین  د هر وخت ، هر چا او هر ځای لپاره دی .

۵ـ اسلام د ټولو انبیاؤ دین دی .

د ټولو انبیاؤ علیهم السلام دین یو دی دا ځکه چې دا ټول د یو الله (ج) رسولان او انبیاء دي ، او کریم رب ټول په یوه واحد دین باندي رالېږلې دي .

الله (ج) د نوح (ع) خبره داسي رانقلوي :

(وَاُمِرْتُ اَنْ اّکًوْنَ مِنَ الْمًسْلِمًیْنَ):یونس ۷۲

ژباړه : او امر کړای شوی دی ماته چې شم زه له مسلمانانو څخه .

د ابراهیم (ع) په اړه الله ج فرمایې:

( اِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ اَسْلِمْ قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِیْنَ) البقرة ۱۳۱

ژباړه :کله چې وویل هغه ته رب د هغه غاړه کېږده ! وویل هغه غاړه مي ايښې رب د عالمیانو ته .

د موسی (ع) څخه حکایت کوي چې خپل قوم ته یې فرمایل :

(و قال موسی یقوم ان کنتم ءامنتم بالله فعلیه توکلوا ان کنتم مسلمین ) یونس ۸۴

ژباړه  او وویل موسی (ع) ای ځما قومه ! که چیرې تاسې په الله ایمان راوړی وي نو خاص پر هم ده توکل وکړئ که یې تاسي مسلمانان ( حکم منونکې د الله )

۶ـ اسلام د ټولو کائناتو دین دی .

څرنګه چې مو مخکې وویل د ټولو کائناتو او انسانانو خالق او پیدا کوونکی الله متعال دی نو د ټولو پالونکی هم هماغه الله پاک دی ، د ټولو لارښوونکی او هدایت کوونکی هم هماغه الله پاک دی .

ټول کائنات په فطري ، طبیعي او تکويني لحاظ الله پاک ته تسلیم او منقاد دي د هغه د ورکړل شوي قانون تابع دي او د هغه څخه سرغړونه نکوي یعني هغوی ټول مسلمانان دي ، قرآن کریم همدې مطلب ته په څرګندو ټکو کې اشاره کړې ده :

(اّفَغَیْرَ دِیْنِ اللَّهِ یَبْغُوْنَ وَ لَهُ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمّوَاتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّ کَرْهًا وَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ) أل عمران ۸۳

ژباړه : آیا پرته د الله له دین څخه بل دین لټوي پداسې حال کې چې څه په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي هغوی ټول په خوښه او ناخوښه هغه ته تسلیم او منقاد دي .

۷ـ د اسلام مبارک دین سراسر رحمت، هدایت ، روښنایې ، نېغه لار ، دلیل او برهان دی .

د پورته خبرې د اثبات لپاره دا لاندي قرآني نصوص بسنه کوي:

( وَ نَزَّلْنَا عَلَیْکَ الْکِتَابَ تِبْیَانًالِّکُلِّ شَیْءٍ وَّ هُدً وَّ رَحْمَةً وَّ بُشْرَا لِلْمًسْلِمِیْنَ) النحل ۸۹

ژباړه : او موږ داسي پر تا نازل کړی دی چې هر څه یې پوره بیان کړي او د مسلمانانو لپاره هدایت ، رحمت او د خوښۍ زیری دی .

مأخذ : موږ ولې اسلام غوره کړی دی؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب