موږ ولې الله جل جلاله نشو ليدلای؟

د الله تعالی د شتون په اړه د یو غیر مسلم پوښتنه:
د قرآن د شپږم سورت د ۱۰۳ آیت معنی څه ده؟ که تاسې مسلمانان په الله ايمان لرﺉ نو ولې یې ليدلای نشئ؟

ځواب:

له پوښتنې څخه دې ډیره مننه
له ډیر پخوا راهيسې ډيری خلک دا پوښتنه کوي چې، “موږ الله ولې نشو ليدلای؟” د انساني ژوند له پيل راهيسې د الله په اړه پلټنه دوام لري. انسانان همېشه په دې لټه کې دي چې هغه پياوړی ذات پيدا کړي چې دوی یې پیدا کړي او دا ټول کائنات یې منځته راوړی دی. دوی تل د هغه لوی قدرت پسې ګرځي چې د کائناتو چارې په ډیر ښه ډول پرمخ بيايي.
زړونو د هغه (الله جل جلاله) شتون منلي خو بيا هم حواس یې د موندلو توان نلري. دا ځکه چې حواس الله تعالی پيدا کړي دي او ورته یې خپل ځانګړی انساني بريد ټاکلی دی چې له دغه بريده وړاندې نشي تللی.
که يو بائسېکل روان وي نو څوک دا نشي ویلې چې په ارابه کې به یې څو سيخان وي. د کوټې له داخل څخه څوک دا نشي ویلی چې د کوټې شا ته به څه وي. د کائناتو قوانين پر انسان اغېز لري خو پر الله یې نلري، چا چې دا کائنات پيدا کړي او قوانين یې ورته جوړ کړي.
څرنګه چې الله ته ځای، لوری او جسم ندی ثابت، نو یو انسان نشي کولای د خپلو سترګو په مرسته یې وګوري. د انسان سترګه شيان له يو ځانګړي لوري څخه ګوري او د ځانګړو خواصو په مرسته یې پېژني لکه اندازه، شکل او رنګ.
څرنګه چې الله له دې ټولو محدوديتونو څخه پورته دی نو انساني سترګې نشي کولای ویې ګوري. برسيره پردې مونږ نشو کولای د الله په اړه د کميت، اندازې، لوري او يا رنګ فکر وکړو ځکه هغه د دې ټولو شيانو خالق دی دا يو هم په هغه نه تطبیقيړي. همدا د هغه آیت معنی ده چې تا ورته اشاره کړې.
“ نظرونه نشي کولای چې الله تعالی احاطه کړي او الله په نظرونو باندې احاطه کوونکی دی. هغه نهایت لطيف او خبردار دی.”
ځينې خلکو ته به دا ډیره عجيبه ښکاري خو همدا حقيقت دی. ډیړی داسې شيان شته چې په حواسو نه معلوميږي خو بيا هم موږ یې په شتون باور لرو.

که یو څوک له موږ وپوښتي چې عقل لرې او که نه، موږ به وايو: “هو لرو یې”. خو که هغه د دې په اړه کوم فزیکي دليل وغواړي نو ډيره ستونزمنه به وي چې هغه قانع کړو او عقل ورته ورښکاره کړو، ځکه چې عقل داسې يو شی دی چې ليدل کیدای نشي. بيا نو څنګه مونږ د خپل عقل په شتون باور لرو؟ په خپل ژوند کې د هغې د اغیزو ليدلو له لارې، یا د یو کس د خوښې او ناخوښې څخه کولای شو د هغه په اړه اوایو چې عقل یې سم کار کوي او که نه.
په همدې ډول موږ د الله په شتون ايمان لرو، سره لدې چې موږ یې ليدلای نشو. موږ د هغه په بې کچه توان او قدرت باور لرو ځکه چې موږ یې اغيزې کتلای شو.

مونږ الله په خپلو سترګو ليدلای نشو ځکه چې موږ خپل بريد لرو او انسانان يو خو موږ کولای شو د هغه قدرت په هر نوي زيږيدلي کوچني کې وګورو. موږ د هغه لويي په غرونو، اسمانونو او پراخه ځمکه کې کتلای شو. او موږ کولای شو د هغه ښایست د دې ښکلي کائنات په هر ګوټ کې وګورو.
مسلمانان د الله د ښکلا ګواهي په دې شکل ورکوي چې کله وايي: “ماشاالله” (د الله قدرت څومره په زړه پورې دی). موږ د هغه د عظمت ګواهي داسې ورکوو چې کله وايو: “سبحان الله” (ټوله پاکي الله لره ده). پدې شکل موږ د هغه له شتون څخه بې خبره نه يو او موږ په دې کائنات کې د یوازېتوب احساس نه کوو.
قرآن چې مسلمانان یې د الله کلام ګڼي، موږ ته لارښونه کوي ترڅو زموږ ګردچاپېره په هر شي کې الله وګورو او د هغه د شتون او قدرت احساس وکړو. قرآن موږ ته وايي چې په دې اړه ژور فکر وکړو چې موږ څنګه پيدا شوي يو، له څه شي څخه پيدا شوي يو او زموږ بدنونو ته څرنګه داسې شکل ورکړ شوی دی.
قرآن موږ ته دعوت راکوي چې په بوټو، غرونو، اسمانونو، سيندونو او بحرونو، ډنډونو، صحراګانو، شنو سيمو او زرخيزه ځمکو باندې نظر واچوو. په دې هرڅه کې موږ ته د الله وجود ښکاري او د هغه لويي موږ ته دومرو روښانه کيږي چې زموږ ايمان پرې نور هم پياوړی کيږي.
د یو ښوونکي په اړه یو ډیره مشهور کيسه ده چې غوښتل یې د خپلو شاګردانو ايمان وازمايي. هغه ټولو شاګردانو ته یوه یوه مڼه ورکړه او ورته ویې ویل، “هر یو له تاسې په داسې یو ځای کې پټ شئ چې هیڅوک مو ونه ګوري او بيا دا مڼه وخورئ.” یو څو دقيقې وروسته ټول شاګردان بيرته راغلل چې هر یو یې خپله مڼه خوړلې وه، خو یو شاګرد یې تر ټولو وروسته راغی چې مڼه یې اوس هم په لاس کې وه.  ښوونکي ترې وپوښتل، “ ولې دې مڼه نه ده خوړلې؟” شاګرد ځواب ورکړ: “تا له موږ وغوښتل چې په داسې یو ځای کې ځان پټ کړو چې هيڅوک مو ونه ويني. ما هڅه وکړه چې داسې ځای پيدا کړم خو ونه توانيدم. یو څوک داسې دی چې هر وخت ما ويني او ما ونه شو کړای ځان ترې پټ کړم.”
کله چې ښوونکي ترې په حيرانتيا پوښتنه وکړه چې دا څوک دی، شاګرد وویل، “ الله دی، هغه تل ما سره وو، زه له هغه ځان نه شم پټولای او د هغه له علم څخه هیچرې نشم تللای.” پدې وخت کې ښوونکي خپل دغه شاګرد په غیږ کې ونیو او ویې ویل، “ هم ته زما رښتونی شاګرد یې.”
هيله ده چې پوښتنه دې ځواب شوې وي.

your ads

سرچينه: آن اسلام ويب پاڼه
ژباړه: مطیع الله امانزی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب