مړي ته ارواښاد او مرحوم ویل مناسب کار دی؟

مرحوم په عربي ژبه کې هغه چاته ويل کېږي چې رحم پرې شوي وي، همدا راز ارواښاد هغه چاته ويل کېږي چې روح یې ښاد وي يعنې خوشاله وي، دواړه اصطلاح ګانې زمونږ په ټولنه کې د مړو لپاره په کار وړل کېږي که غل وي که ډاکو وي او که ټول خلک يې چور کړي وي، حال دا چې د  مرګ نه وروسته چې څه پېښېږي هغه غيب دی زمونږ د سترګو څخه پټ دی او د بنده او الله تر منځ حساب دی، او الله تعالی مونږ ددې څخه منع کړي يو چې هغه څه ووايو چې زمونږ په علم کې نه وي (ولا تقف ما ليس لک به علم)

نو بناء يو چاته مرحوم  یا ارواښاد ويل جواز نه لري او که څوک یې دقيقا او اعتقاد سره وایي نو د علم غيب درلودلو دعوه کوي.

همدا شان هغه خلک چې مړ شي يا يې په اسلام کې شک وي يا يې ټول عمر د مسلمان وينه توی کړې وي، يا په غير استشهادي ځايونو کې ومري هغه ته د شهيد لقب ورکول د مسلمان کار ندی.

د حقيقي مسلمان عقيده دا ده چې هغه خلکو ته چې رسول صلی الله علیه وسلم د جنت زېری او شاهدي په ژوند ورکړې وي مونږ هم پرې شاهدي ورکوو. بغير له دې څخه په اشخاصو کې کوم چاته څه ثابتول د مسلمان کار ندی او نه یې حق دی.

نېک انسان ته د جنت طمعه او بدعمله انسان د جهنم وېره او په عموم کې مسلمان لپاره جنت او کافر لپاره جهنم.
الله تعالی په قران کې فرمايي – ولا تقف ماليس لک به علم – او هغه څه مه وايه چې ته یې علم نه لرې.

که چېرته د چا اراده وي د دعا په نيت یې ووایي نو درست الفاظ دې انتخاب کړي چې هغه دا دي:
– رحمه الله – او يا هم – غفرالله له –

متاسفانه بعضې خلک دا فکر کوي چې دا الفاظ به د خاصو خلکو لپاره وي خو داسی نده د هر مسلمان لپاره د رحمه الله جمله استعمالولای شو چې معنی یې ده – الله دې پرې رحم وکړي.

اصغر صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب