مړی به وايي زه خپل لمونځ کوم

جابر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« إِذَا دَخَلَ الْمَيِّتُ الْقَبْرَ ، مُثِّلَتْ الشَّمْسُ عِنْدَ غُرُوبِهَا ، فَيَجْلِسُ يَمْسَحُ عَيْنَيْهِ وَيَقُولُ : دَعُونِي أُصَلِّي » (رواه ابن ماجه و صححه الالباني).

ژباړه : کله چې مړی قبر ته داخل شي (دفن شي ) نو ده ته د لمر پريوتلو مثال څرګند شي يا د لمر پريوتلو تصور وکړي ، بيا کينې او خپلې سترګې وموښي او وايي : ما پريږدئ چې لمونځ وکړم .

دا د ايمان او عمل صالح ګټه ده ، چا چې په لمانځه باندې هميشه والی کړی وي په بند قبر کې به يې حال دا وي چې هغه به کاملاً مطمئن په امن او خير وي او هيڅ ډار او غم سره به نه مخ کيږي پس د توحيد څخه وروسته تر ټولو ستر عبادت لمونځ دی …. لمونځ دی …. لمونځ دی

او مونږ به هماغه د ابراهيم عليه السلام دعا کوو :

رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء

اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوې او زما په اولاد كې هم، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې

وصلي اللهم وسلم على نبينا محمد وآله وصحبه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب