مڼه او ناک د فالج ناروغۍ مخنیوي کې مرسته کوي

په عام ډول میوه یو طبیعي شی دی چې د یو شمېر ګټو تر څنګ د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي، او هر وخت ډاکټر د ناروغ لپاره د یوه نه یوه رنګ میوو د خوړلو توصیه کوي.

خلک وایی؛ چې مڼه وي ډاکټر ته اړتیا نشته، دا خبر ددې ښودنه کوي چې په مڼه کې په پراخه کچه ویټامینونه او روغتیا بښوونکي مواد شتون لري، او د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي، دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري.

په هالینډ کې د یوه شوي څیړنې له مخې ویل شوي دي، چې که په منظم ډول انسان مڼه او ناک وخوري، په ده کې د فالج ناروغۍ ګواښ ۵۲ سلنه کمیږي، ددې لامل دادی چې په دې میوو کې د اکسیډنټ ضد «کوکین» ماده شتون لري (دغه ماده اکثر په خوږو میوو کې وي خو په مڼه او ناک کې زیاته موندل کیږي)، چې وینه د جام کېدو او خنډیدو څخه بچ کوي او د جریان په غوره والي کې یې مرسته کوي.

په هالینډ کې د شوې څیړنې له مخې پر شلو زرو کسانو د لسو کالو لپاره ازموینه ترسره شوه، کومو کسانو چې مڼه او ناک په منظم ډول خوړلي وو هغوی کې د فالج ناروغۍ ګواښ ۵۲ سلنه کم شوی و.

همدا دول مڼه او ناک د لوړ فشار د مخنیوي لپاره هم غوره خواړه دي، نو ځکه ویلی شو چې په دې سره د فالج مخه نېول کیږي، ځکه فالج اکثره له لوړ فشار څخه رامنځته کیږي، همدا ډول که ددې خوړو ترڅنګ سګریټ څکول هم پریښودل شي نو اغیز به یې یو پر دوه شي.

متخصصین د ورځې ۲۵۰ ګرامه «کوکین» کارولو سپارښتنه کوي، کوکین یوازې په مڼو او ناک کې نه، بلکې ددې ترڅنګ په پیاز، هوګه، سبزي، انار، شین چای او داسې نورو شیانو کې موندل کیږي، تر څو د دا ډول ناروغیو مخه ونېول شي، د ډاکټرانو له مخې په مڼه او ناک کې ددغې مادې زیاته کچه موجوده ده، ددې ګټې سمدستي د بدن برخه جوړیږي، او همدا ډول د کولیسټرولو په کمولو او هډوکو غښتلولو کې هم ښه ثابتیږي.

همدا ډول دوی زیاتوي، هر هغه څه چې د فالج په مخنیوي کې مرسته کوي، لکه ورزش کول او وزن کم ساتل، باید په روزانه ډول ترسره کړی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب