مڼې ځانګړتیاوې

نقل دي وائي چي دجنوبي امريکا دبوليوين په خلکو کي دپخوا څخه داسي رواج وو چي ښځي اوميړه دواړوبه دواده څخه مخکي دڅلورو هفتو په موده کي  ډيري مڼي خوړلي داددي دپاره چي ددوي په کور کي لومړي ځل  هلک يعني نارينه اولاد پيداشي ٠
مڼه ډير ښايسته رنګ اوپه زړه پوري خوندلري مڼي ډير انواع لري اوهريو ځانته مخصوص رنګ او لذت لري  ٠
دمڼي په کيمياوي ترکيب کي ډير مغذي غذائي مواد شته چي دبدن داړتيا وړ موادتامينوي 
 دمڼي دکاربو هايډريټ غذائي موادوکي کلو کوز اولولوز چي دخوړلو څخه وروسته ډيرژر هضيږي اوجذبيږي اودا مواد دبدن ستړيا رفع کوي اودبدن حجرات فعال ساتي ٠
په مڼه کي په وسطي ډول ډير منرالونه معدني مواد موجود دي  لکه فوسفور،کلسيم،مګنيزيوم ،پوتاسيم  او اوسپنه چي هر يو ددوي دبدن دپاره ضرور اوحياتي وظيفي لري لکه په بدن کي وينه زياتوي  اوحجرات فعال  ژوندي اوسلامت ساتي ٠
دمڼي په ترکيب کي سنيريک اسيد موجوددي چي دغذا په هضم کي مرسته کوي  اوزهر داره مواد دبده څخه رفع کوي ٠
مڼه دځيګر ، نقرس  روماتيزم اوډيابيټ بيمارانو دپاره ډيره ګټوره ميوه ده په مڼه کي دپوتاسيم  موجوديت  دپختورګو فعاليت قدرت زياتوي او فايده رسوي٠
په مڼه کي دسلولوز برخه نسبت  نوروميوونه کمه ده لدي کبله په بدن کي په اساني سره هضميږي  اوجذبيږي٠
په مڼه کي ډير انواع دويټا مينونو موجوددي لکه ويټامين PP،B2،B1،A او ويټامين c اوداسي نور چي پخپل وار بدن ته ګټه رسوي ٠ 
 
ماخذ    خواړه اوروغتيا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب