میراث اړوند پوښتنې

پوښتنه:

فريدالله

لسلام علیکم!
محترم مولوي صاحب!
د يو پلار څخه په ژوندوني کوم جايداد او يا هم سرمايه نه ده پاتې، او بچیان يې دپلار په ژوندانه کې سره شريک دي! ګټه وټه يې سره شريکه ده، مګر يو زوی ډېرې پيسې ګټي او راوړي يي کور ته او جايداد او ډېره سرمايه يي خپله شخصا پیدا کړې ده.
آيا د پلار له مرګ وروسته به ددې زوی سرمايه هم د پلار په ميراث پورې ثابتېږي، کنه دا د دې زوی شخصي سرمايه ده او نور وروڼه يې په کې د شرکت حق نه لري؟

ځواب:

که چيرې دپلار په ژوند کې هغه دخپلو ځامنو مال تملیک کړی وي او دټولو مالونو ملکیت له پلار سره ؤ، نو بیا دا ټول وروڼه په مال کې شریک دي خو که دپلار په ژوند کې هم هر ځوی دخپل مال مالک ؤ، نو بیا دهغوی مالونه خپل دی او یو بل پکې شریک نه دي.

والله اعلم

پوښتنه:

 مجاهد آزاد:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
آیا که یو څوک مړ شي او دهغه هیڅ اولاد نه وي او پلار او مور یې هم مړه شوي وي، او یوه خور او دتره ځامن ولري، میراث یې چاته رسیږي؟
مننه

ځواب:

که دا علاتی خور (یوازې له پلار نه وي یا اعیانی دمور او پلار نه وي) نو بیا دټول مال نیمه حصه اخلي او نیمه یې دتره ځامنو له رسیږي، او که یوازې اخیافي (یعنې دمور لور یې وي) شپږمه حصه ورته رسیږي او نور مال به یې د تره ځامنو له رسیږي.

والله اعلم

پرسش:

نادیه دانش:

خواهر پدر ما فوت نموده و هیچ اولاد نه دارد، وعروسی هم نه کرده بود، از او برادر زاده وخواهر زاده مانده، میرث به اولاد برادر میرسد یا اولاد خواهر؟

جواب:

همه اموال به اولاد های برادر میرسد و به اولاد خواهر میراث نه میرسد.

والله اعلم

پوښتنه:

سعادت خان:

آیا یو شخص کولای شي چې دخپل مال نیمه برخه وقف کړي او نیمه یې ورثه وو ته پریږدي؟

ځواب:

هو! کولای شي.

پوښتنه:

محمد هاشم:

اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته
محترم مولوی صا حب
زه یوه پو ښتنه لرم هغه دا چې:
دری وروڼه دی دوه یی سکنی اوبل یی نا سقه له دوو سکنیو وروڼو ( پلار او مور یې یوه وي) یو مړ کیږی هغه بل نا سقه ورور ته چې له پلار څخه یی وی او له مور څخه یی نوی دمیرا ث برخه ورکول کیږی او که نه ( پداسې حال کې چې مور ګانې یی هم سره خویندې وی) او پلار یی هم مخکې وفات شوی وی.

ځواب:

دمیراث حقدار سکه ورور دی، او نا سکه ورور ته نه رسیږي.

والله اعلم

پوښتنه:

ډاکټر نعیم:

زما تره چې هیڅ اولاد يې نه لاره وفات شو، او دجایداد چارې یې زمونږ دتره ښځې سره وې او څه موده وروسته دتره ښځه مو هم وفات شوه ، اوس دمیراث حقدار څوک دی، تره ښځه مو وریرونه لري او مونږ مو دتره وریرونه یو؟

ځواب:

دتره مال به دې څلور ځایه شي، یوه حصه دتره دښځې ده او درې حصې د تره وریرونو (ستاسو) رسیږي، ځکه چې تره مو د تره له ښځې وړاندې وفات شوې دی، نو دتره دښځې میراث دهغې وریرو ته پاتې کیږي.

والله اعلم

پرسش:

سلیم شاه بهمن:

السلام علیکم
یک نفر در حکومت کار میکرد و اموال حکومت را از راه حرام میفروخت، ورشوت هم میگرفت، و از این طریق صاحب چندین باب خانه و زمین شد.
فعلا آن شخص فوت نموده، آیا این مال به میراث برده می شود، وبه ورثه حلال است یا خیر؟
تشکر از شما

پاسخ:

این مال از آن شخص نیست، و اول باید به صاحب اصلی آن اگر معلوم باشد، برگرداند، واگر صاحب اصلیش معلوم نه باشد، باید صدقه گردد، وبه میراث برده نه می شود.

والله اعلم

پوښتنه:

حاجي احمد شاه:

زمونږ یو خپل له ۱۲ کالو رهیسې لادرکه دی، او دهغه ډیره زمکه او په کابل کې دوې حویلۍ او څو دکانونه دي، دهغه دوه ځامن، درې لوڼه او ښځه شته او یو ورور هم لري، اوس دوی غواړي چې دهغه مال تقسیم کړي، آیا دا کار صحیح دی؟ او دوی هریو ته څومره میراث رسیږي؟
الله مو بریالي لره

ځواب:

که څه هم دا یوه اوږده مسئله ده، خو په لنډ ډول باید ووایو چې که ددې شخص په اړه هر رنګه لټون شوی وي، او دمرګ مسئله یې یقیني وي نو مال یې ښځې او اولادونو ته رسیږي او ورور یې حق نه لري.

ددې شخص مال به ۸ برخې شي، یوه برخه دښځې او دوې دوې برخې ددوه ځامنو او یوه یوه برخه دهرې لور کیږي.

والله اعلم

پوښتنه:

وفا ابراهیم خیل:

زما یو ورور دپلار له مرګه مخکې وفات شوی او مونږ درې وروڼه او یوه خور ژوندي یو، او مور مو هم حیات ده، او دوفات شوي ورور اولادونه مو هم شته. دا میراث څنګه تقسیم کړو؟

ځواب:

هغه ځوی چې دپلار نه وړاندې وفات شي هغه په میراث کې حق نه لري او دورور اولادونه مو په میراث کې حق نه لري، خو غوره داوي چې نیکه خپلو لمسیانو ته چې پلار یې مړ شوی وي، یوڅه مال دهديې په ډول ورکړي، خو په میراث کې حق نه لري.

ستا دپلار مال به اته برخې کیږي او یوه برخه به یې ښځې ته رسیږي او باقي ۷ برخې به دوې دوې برخې هر ځوی او یوه برخه لور (تاته) رسیږي.

والله اعلم

پوښتنه:

ګل محمد مظلومیار:

زما نیکه څلور کاله وړاندې وفات شو، او زمونږ پلار او یوه ترور (دپلار خور) مو ژوندي دي، او دنیکه دوه وروڼه مو هم شته، آیا دنیکه وروڼه مو په میراث کې حق لري او که نه؟

ځواب:

دنیکه وروڼه مو په میراث کې حق نه لري او دنیکه مال به دې درې برخې شي، دوې برخې دځوی (ستاسې دپلار) او یوه برخه دلور (ستاسې دعمه) کیږي.

والله اعلم

پرسش:

شهلا یوسفی:

سلام علیکم
اولا سپاس فراوان از دست اندر کاران سایت مقبول ووزین اصلاح آنلاین که درخدمت دین ووطن کار می کنند، سوال من اینست که آیا پدر می تواند یکی از فرزندانش را از ارث محروم کند؟

پاسخ:

پدر نه می تواند یکی از اولادهای خود را از میراث محروم کند.

والله اعلم

پرسش:

ننگیالی:

مامای ما وصیت نموده بود که همه اموالش به خانمش بعد از وفات او تعلق می گیرد، مامایم فرزند واولاد ندارد ویک خواهر (که من پسرش هستم) ویک برادرزاده دارد ، آیا در این دارایی شخصی مامایم به خواهر وبه برادرزاده اش حق میرسد ویا وصیتش صحیح است؟

پاسخ:

این وصیت درست نیست اگر رضایت خواهر و برادر زاده هایش نباشد، زیرا رسول الله فرموده (لاوصیة لوارث) ومال متوفی باید چهار حصه گردد، یک حصه از خانمش، دو حصه از خواهرش و یک حصه به برادر زاده ها میرسد.

والله اعلم

سرچینه: اصلاح انلاین

لېږونکی:احمد ولي ځدران

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب