میلاد لمانځل د شریعت له نظره| بشپړ تحقیق

ددې لیکني اړتیا:

دا چي د ډيره وخته څخه موږ وینو چي د میلاد لمانځونکو لخوا د میلاد پر لمانځلو نهايي زیات ټینګار کیږي، تر دې اندازې چي هر هغه څوک چي د دوی سره دا نه لمانځي یا په دې اړه ورسره هم فکره نه وي نو پر هغو د ګمراهۍ ټاپې وهي! او پر دې میلاد لمانځلو دومره ټینګار کوي چي هر کال بیلا ناغه ځانګړي کاغذونه او لیکني چاپوي، چندې ورته کوي ګواګي د ضروریاتِ دین څخه یې بولي. په دومره التزام ورته قایل سوي دي چي دا میلاد لمانځنه د اختلاف یوه لویه موضوع ګرځېدلې ده او په علماوو او عوامو کي لوی درز پیدا سوی دی. دا چي اسلامي امت د سختو کړاونو سره مخ دی، د کفري نړۍ لخوا د هر ډول حملو ښکار دی نو پر دغسي موضوعاتو چي د هغه په اصل کي اختلاف وي او په شریعت کي د هغه حکم چا ته نه وي سوی څنګه مسلمانان یو د بل سره اختلاف کوي؟ څنګه پر هغه عمل ټینګار کیږي او مقصودي او اصلي مسائلو ته ددغه مسئلې په شان توجه نه کیږي؟

نو دا چي دوی دا کار نه پرېږدي نو اهل حق هم حق لري او ورلره پکار ده چي خپل موقف ښکاره کړي او دوی ته په ښه احسن او حکیمانه طریقه سره علمي دلایل وړاندي کړي، خو په منلو کي به زور نه کوي.

هیله ده چي دا لیکنه د ټولو مسلمانانو لپاره د صحیح موقف ذریعه وګرځي او هیڅکله دا لیکنه د اختلاف او خپل منځي شخړو ذریعه نه سي. هیله ده چي مقابل طرف لکه څنګه چي خپل کاغذان، اشتهارات او تبلیغات په ډير اصرار سره وړاندي کوي دغه ډول د اسلافو دا یو څو ویناوي دي هم وزغمي. الله عزوجل دي موږ ټولو ته د صحیح عمل توفیق راکړي.

ډیرو مسلمانانو ته اوس دا نه معلومیږي چي ددې ورځي لمانځل شرعاً څنګه دي، ځکه د دوی مخي ته ډول ډول دلایل وړاندي کیږي، په دې لیکنه کي د څلورو مذاهبو د مستندو علماء کرامو اقوال او په پای کي د دیوبند د علماوو فتواوي ستاسو مخي ته ږدو، نور تاسو او ستاسو اختیار.

لومړۍ د سریزي په ډول د دیوبند د مشهور محقق عالم چي زموږ احنافو افتخار بلل کیږي، د هغه لیکنه را اخلو:

محقق علامه سرفراز خان صفدر رحمة الله علیه

د دیوبند مشهور محقق عالم او د باطلو فرقو ماتونکی علامه سرفراز خان صفدر رحمة الله علیه لیکي:

په دې کي د شک او شبهې ادنی ګنجایش لا هم نسته چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره عشق او عقیدت او مینه عیناً ایمان دی او دده مبارک د ولادت څخه نیولې بیا تر وفاته پوري د ژوند د هري شعبې صحیح حالات او واقعات او د هغه اقوال او افعال وړاندي کول د الهي رحمت د نزول سبب ګرځي.

او د هر مسلمان دا فریضه ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند حالات ځان ته معلوم کړي او هغه د لاري مشعل وګرځوي. د کال په هره میاشت کي، د میاشتي په هره اونۍ کي او د اونۍ په هره ورځ کي او د ورځي په هر ساعت او دقیقه کي کوم داسي وخت نسته چي په هغه کي د نبي علیه السلام د ژوند حالات بیانول او اورېدل ممنوع وي. دا خبره د اختلاف نقطه نه ده. لیکن دا کتل په کار دي چي ایا د ربیع الاول دولسم تاریخ مقررول او په هغه کي د میلاد محفل جوړول ، مجلس دایرول، په ډلو ډلو دباندي راوتل، یا دا ورځ مخصوص کول او فقراوو او مساکینو ته ډوډۍ په دغه ورځ ورکول وغیره، ایا د انحضرت صلی الله علیه وسلم ، صحابه کرامو رضی الله عنهم او د خیرالقرون د نیکانو څخه ثابته ده؟ که ثابته ده نو هیڅ مسلمان ته په دې کي د پس او پیش کولو حق نسته ځکه هغوی چي کوم څه فعلاً یا ترکاً کړي دي هم هغه دین دی او د هغه مخالفت بې دیني ده!

۲۳ کاله نبي کریم علیه السلام تر نبوت وروسته په قوم کي ژوندی وو او بیا ۳۰ کاله راشده خلافت (د څلورو یارانو) تیر سوی دی او بیا تر ۱۱۰ هجري پوري د صحابه کرامو رضی الله عنهم دوره وه. شاوخوا تر ۲۲۰ کالو پوري د تبع تابعینو رحمهم الله زمانه وه، په هغو کي عشق کامل وو، محبت پکښي زیات وو. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم احترام او تعظیم تر هغوی ماسیوا څوک ښه کولای سي؟ که مخالفه کسان دا همت وکړي د هغو حضراتو څخه دا (کارونه) ثابت کړي نو چشم ما روشن دل ما شاد، هیڅ مسلمان د سر د وریښته په اندازه اختلاف نه سي کولای، لیکن که مخالف کسان په خیرالقرون کي ددې ثبوت نسي وړاندي کولای او تر قیامته به یې هم وړاندي نه کړي نو بیا سوال دا دی چي د محرک د شتون باوجود او د سبب د شتون سربیره دا مبارک کار او د ثواب کار هغه وخت ولي ونه سو؟ او نن څنګه دا د ثواب کار او مبارک سو؟

بس صرف پر همدغه نقطه تمرکز او قاطع فیصله باید وسي. هغه ټوله فواید، برکات او منافع هغه وخت هم وه کوم چي نن يي اهل بدعت حضرات بیانوي … دوی چي ددې پر اثبات دور از کار، بې ګټي او لایعني دلایل پیش کړي او صفحې صفحې يې په توري کړي دي هغوی ته پکار وه چي صرف او صرف پر دغه مرکزي نقطه يې نظر راجمع کړی وای چي کوم څه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د خیرالقرون حضراتو ویلي او کړي دي، صرف هغه دین دی او بس :

بمصطفی برسان خویش راکه دین همه اوست

اګر با و نه رسیدی تمام بولهبی است

دا خبره یاد لرئ! چي د میلاد مجلس او محفل جلا شی دی او خپله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د نیکمرغه ولادت ذکر جلا شی دی. اول بدعت دی او دوهم مستحب دی، حضرت ګنګوهي رحمه الله لیکي: خپله د فخرِ عالم علیه الصلاة والسلام د ولادت یادونه مستحب ده مګر د هغو قیوداتو په وجه چي ددې سره یو ځای سوي دي دا مجلس ممنوع سو. (رشیدیه/راه سنت: ص: ۱۶۰-۱۶۱. مکتبه صفدریه)

د میلاد تاریخ

علامه محقق سرفراز خان صفدر رحمه الله وروسته لیکي:

پوره ۶ پیړۍ تیري سوي وې ددې بدعت رواج په مسلمانانو کي هیڅ نه وو، نه کوم صحابي رضی الله عنه ته په ذهن کي راغلی، نه کوم تابعي ته، نه کوم محدث ته او نه کوم فقیه ته، نه کوم بزرګ او ولي ته. دا بدعت یو اسراف کوونکي پاچا ته په ذهن کي راغلی او د هغه یو دنیا پرسته ملګری مولوي ته.

دا بدعت په ۶۰۴ هجري کي د موصل په ښار کي د مظفر الدین کوکري بن اربل په امر ایجاد سو چي یو اسراف کوونکی او د دین څخه بې پروا پاچا وو (وګوری ابن خلکان وغیره) او امام احمد بن محمد مصري مالکي رحمه الله لیکي:

هغه یو اسراف کوونکی پاچا وو، د خپلي زمانې علماوو ته به یې ویل چي تاسو پر خپل استنباط او اجتهاد عمل کوی او د بل د مذهب پیروي مه کوی. حتی چي د (دنیا پرسته) علماوو او فضلاوو یوه ډله د هغه طرف ته مایله سوه او هغوی په ربیع الاول میاشت کي میلاد منعقد کوی. په پاچاهانو کي هغه لومړنی شخص دی چي دا بدعت یې ایجاد کړی (القول المعتمد في عمل المولد)

او دې مسرف پاچا د بیت المال او د رعیت په لکونو پیسې پر دې بدعت او جشن مصرفولې او په دې ډول هغه د رعیت زړونه خپل طرف ته د مایل کولو یو دیني چال او فریب جوړ کړی وو، او د قوم او ملک بې دریغه پیسې يې په دغه ډول بربادولې. علامه ذهبي رحمه الله رانقلوي چي:

کان ینفق کل سنة علی مولد النبي صلی الله علیه وسلم نحو ثلاث مائة الف

ژباړه: هغه هر کال (د جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم) پر میلاد  ۳ لکه روپۍ لګولې.

او هغه دنیا پرست مولوي چي ددغه جشن د محبوبیت په وجه يې د پاچا لپاره د میلاد محفل پر جواز مواد برابر کړي وه ، د هغه مولوي نوم عمر بن دحیه ابوالخطاب (متوفی ۶۳۳ هـ) وو چي هغه ته ددغه کتاب په بدله کي د اربل مسرف پاچا زر دیناره انعام ورکړی وو. (دول الاسلام ۱۰۴) .

اوس نو لږ ددغه مولوي پیژندنه هم ملاحظه کړی چي هغه حضرت څنګه سړی وو؟ حافظ ابن حجر رحمه الله لیکي: (كثير الوقيعة في الأئمة وفي السلف من العلماء خبيث اللسان أحمق شديد الكبر قليل النظر في أمور الدين متهاونا). (لسان المیزان: ج۴، ص۲۹۶)

ژباړه: هغه د دین د امامانو او سلفو په شان کي ډیره زیاته ګستاخي کول، د چټلي ژبي مالک وو، ډیر احمق او متکبر وو، د دین په کارو کي ډير بې پروا او سست وو.

همدارنګه حفاظ ابن حجر رحمه الله لیکي: وقال بن النجار رأيت الناس مجتمعين على كذبه وضعفه. (لسان المیزان: ۴/۲۹۵)

ژباړه: علامه ابن نجار رح فرمايي چي ما خلګ د هغه پر درواغو او ضعف متفق ولیدل.

حضراتو! تاسو ولیدل چي د میلاد د محفل رواج کوونکي یو چم بازه او اسرف کوونکی پاچا وو، چي علماوو ته به يې امر کاوه چي د سلف الصالحینو د مذهب د پیروۍ پر ځای د خپل قیاس او اجتهاد څخه کار واخلئ. او د عوامو خلګو د ساده ګۍ او د مذهبي شوق څخه یې ناجایزه ګټه پورته کول او د خپل ملک سیاست يې وساتی او د نفس د پاره یې لاره هواره کړه. او د میلاد پر جواز باندي د کتاب لیکلو لپاره یو دنیا پرست مولوي په لاس ورغلی چي د هغه د چټلي او ناپاکه ژبي څخه سلف الصالحین لا هم نه وه خلاص او د حماقت او تکبر سربیره هغه د دین په معاملاتو کي هم ډیر بې پروا او سست وو. ددغه چالاکه پاچا او هوښیار مولوي سره هغه بې چاره پیر او صوفي هم ملګری سو چي د دین عمق او باریکیو ته نه رسیږي چي د ساده والي په وجه هر برېښېدونکی شی اوبه ورته ښکاري.

کله چي پاچا او د نفسیاتو ماهر مولوي او ساده ذهنه صوفیان دا کار دین وبولي او عوامو ته درخواست وکړي نو عوام بیچاره ګان ولي په دې کي پساو نه سي؟ حضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله څه ښه فرمايلي دي:

وهل افسد الدین الا الملوک – واحبار سوء ورهبانها

نو اوس د چا خوښه ده چي هغه د خیرالقرون اتباع کوي او که د نفس پرست پاچا او زر پرست مولوي؟ موږ خو د خیرالقرون اقتداء کوو، الله تعالی دي موږ ته ددې توفیق راکړي. او پر دې میلاد باندي د هري زمانې اهل حق او د هري طبقې علماوو ښه ټینګ تردید کړی دی. لکه حضرت مجدد الف ثاني الحنفي رحمه الله… (راه سنت: علامه سرفراز خان صفدر رحة الله علیه: ص ۱۶۰-۱۶۴)

دولسمه د څلورو مذاهبو د علماوو له نظره

د مالکي مذهب علماء:

حضرت امام مالک رحمه الله فرمايي: ما لم یکن یومئذ دینا لا یکون الیوم دینا. (الاعتصام/جواهرالفقه)

کوم شی چي هغه وخت (د نبي صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو) په وخت کي دین نه وو هغه اوس هم دین نه سي کیدلای.

او بیا فرمايي: که چا په اسلام کي یو بدعت رایج کړی او غه يې ښه کار بلی نو یقیناً دا ګمان يې وکړی چي محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت کي خیانت کړی دی (نعوذبالله ، یعني رسالت يې پوره نه دی رسولی) ځکه چي الله تعالی فرمایي: ( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) نو کوم څه چي هغه وخت دین نه وو هغه نن هم دین نه دی.

علامه ابن الحاج المالکي رحمه الله لیکي: فهو بدعة بنفس نیته فقط، لان ذلک زيادة فی الدین، وليس من عمل السلف الماضيين، واتباع السلف اولی. ( مدخل: ج۱، ص۸۵)

همدارنګه علامه تاج الدین فاکهاني مالکي رحمه الله او علامه حافظ ابوالحسن علي بن فضل مقدسي مالکي رحمه الله هم د میلاد لمانځني تردید کړی دی.

علامه احمد بن محمد مصري مالکي رحمه الله لیکي: قد اتفق علماء المذاهب الاربعة بذم هذا العمل. (القول المعتمد )

یعني د څلورو مذاهبو علماء ددغه عمل پر بدوالي متفق دي.

د شافعي مذهب علماء:

لومړۍ خو خپله علامه سیوطي رحمه الله په دې اعتراف کوي چي په دې اړه شرعي نص نسته: لیس فیه نص. (حسن المقصد في عمل المولد)

او بل ځای فرمايي: وأول من أحدث فعل ذلك صاحب اربل الملك المظفر. (الحاوي للفتاوي)

یعني دا کار د اول ځل لپاره د اربل پاچا مظفر ایجاد کړی.

معلومه سوه چي دا کار په شریعت کي نسته بلکي په ۶ هجري پیړۍ کي یوه پاچا ایجاد کړی دی.

همدارنګه علامه ابن حجر الهیتمي رحمه الله په فتاوی حدیثیه کي پر میلاد لمانځلو رد کړی دی.

امام نصیر الدین شافعي رحمه الله د یو سوال په جواب کي فرمایي: لا یفعل لانه لم ینقل من السلف الصالح وانما حدث بعد القرون الثلثة في الزمان الطالح ونحن لا نتبع الخلف فیما لا اعمل السلف لانه یکفی بهم الاتباع فای حاجة الی البتداع؟ (شرعة الالهیة)

دا لمانځنه مه کوئ ځکه د سلفو صالحینو څخه نه دی رانقل سوی بلکي د خیرالقرون وروسته په شر زمانه کي ایجاد سوی دی. او موږ د وروستنیو اتباع په هغه څه کي نه کوو چی سلفو نه وي کړی ځکه د سلفو اتباع کفایت کوي نو بیا بدعت ته څه اړتیا ده؟

د حنبلي مذهب علماء:

علامه ابن تیمیه رحمه الله لیکي (چي علامه سیوطي صاحب او ملا علي قاري صاحب یې دفاع او ستاینه کړې ده):

فإن هذا لم يفعله السلف ، مع قيام المقتضي له وعدم المانع منه لو كان خيرًا . ولو كان هذا خيرًا محضا ، أو راجحًا لكان السلف رضي الله عنهم أحق به منا ، فإنهم كانوا أشد محبة لرسول الله صلى الله عليه وسلم وتعظيمًا له منا ، وهم على الخير أحرص . وإنما كمال محبته وتعظيمه في متابعته وطاعته واتباع أمره ، وإحياء سنته باطنًا وظاهرًا. (اقتضاء صراط المستقیم)

یعني دا خلګ چي په ښه نیت سره میلاد لمانځي دا کار په دین کي یو نوی کار دی، سلف الصالحینو نه دی کړی سره ددې چي په هغه وخت کي دا تقاضا هم وه او دا ورځ د هغوی په ژوند کي راتلل او هیڅ ممانعت هم نه وو، نو که دا خیر کار وای یا راجح وای نو هغوی تر موږ ډير ددې مستحق وه چي کړی یې وای ځکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اشد محبت او تعظیم کاوه او د خیر پر کار ډير حریص وه. او د نبي علیه السلام مبحت او تعظیم د هغه په اتباع کي دی او د سنتو په ژوندي کولو کي دی.

د حنابله وو شیخ علامه شرف الدین احمد حنبلي ابن قاضي جبل رح (چي ابن جزري رحمه الله ډیره ستاینه کړې ده) هم په قول المعتمد کي پر دې باندي رد کړی دی. (تاریخ میلاد، مولوي عبدالشکور میرزا پوري)

د حنفي مذهب علماء:

د حنفي مذهب علماء ځکه په اخر کي ذکر کوو چي الحمدلله زموږ د افغانستان مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي او دا لیکنه به د دوی په اقوالو او فتواوو پای ته رسیږي:

مشهور حنفي عالم علامه ابن نجیم رحمه الله یوه قاعده بیانوي: ولان ذکر الله تعالی اذا قصد به التخصیص بوقت دون وقت او بشئ دون شئ لم یکن مشروعاً حیث لم یرد الشرع به لانه خلاف المشروع. بحر الرائق: باب العیدین/ فتاوی فریدیه: ج۱، ص۳۰۱)

او په رد المحتار کي لیکي: وبأن تخصيص الذكر بوقت لم يرد به الشرع غير مشروع .(باب العیدین)

علامه عبدالرحمن مغربي حنفي رحمه الله پخپله فتاوی کي لیکي: ان عمل المولد بدعة لم یقل به ولم یفعله رسول الله صلی الله علیه وسلم والخلفاء والائمة. (شرعة الالهیة)

د میلاد لمنځل بدعت دی، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خلفاء راشدینو او نه امامانو خپله کړی دی او نه يې حکم کړی دی.

علامه عبدالحی لکهنوي رحمه الله هم لیکي چي د التزام او منکراتو په وجه مروجه میلاد لمانځل د کراهیت څخه خالي نه دی. (مجموع الفتاوی: ج۱، ۳۴۰)

حضرت شاه عبدالعزیز محدث دهلوي رحمه الله په تحفه اثناء عشریه کي لیکي:

روز تولد و وفات هیچ نبی عید نګردانیدند.

علامه ملا علي قاري رحمه الله دا قول رانقلوي:

من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال. (مرقاة شرح مشکاة).

که څوک پر یوه مستحب کار ټینګار کوي او هغه یې کلک نیولی وي او په رخصت عمل نه کوي نو دداسي شخص څخه شیطان خپله د ګمراهۍ برخه حاصلوي.

دا چي د ټولو علماوو په اتفاق د دارالعلوم دیوبند د حنفي مذهب ستره معتمده مدرسه ده نو ځکه دا لیکنه ټوله د دوی په فتواوو پای ته رسوو.

په دې لیکنه کي د دولسمي یا میلاد په اړه د دیوبند د مشهورو محققینو ، شیخان او بزرګانو علماوو فتواوي ستاسو مخي ته ږدو.

په دغو فتواوو کي لاندي مرکزي ټکی ذکر سوی دی:

د ثواب کار:- عموماً د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند، سیرت او مناقب بیانول د نیکیو مجموعه او د ثواب کار دی.

د لاندي ټکو په وجه د دیوبند ټول علماء مروجه میلاد لمانځل بدعت بولي، هغه ټکي دا دي:

۱: دغه سیرت مبارک یا د میلاد شریف ذکر به د صحابه کرامو او اهل خیرالقرون پر طریقه وي. خو اوسنی میلاد لمانځنه د هغو د طریقې خلاف ده (ځکه هغوی هیڅکله دا ورځ نه ده لمانځلې!)

۲: په یو وخت د اوقاتو پوري به خاص نه وي، خاص ورځ او نیټه به نه ورته ټاکل کیږي. حال دا چي اوس يې خلګ صرف د ربیع الاول پر ۱۲ لمانځي.

۳: په دغه ورځ د زیادت ثواب عقیده به نه لري.

۴: د منکراتو څخه به خالي وي. لکه د درواغو روایتونه، د ښځو اختلاط وغیره

۵: په دې مجلس کي به اسراف نه کیږي لکه څراغونه لګول، تزینات کول وغیره

۶: دا مجلس به لازمي نه بولي.

۷: پر نه کوونکو به طعن او تهمت او بد نه وايي.

۸: پر میلاد التزام کول یعني بېله ناغه دغه ۱۲ تاریخ لمانځل.

او داسي نور منکرات چي په تفصیل سره په لاندي فتواوو کي یاد سوي دي.

نن سبا میلاد لمانځل په ټولنه کي د اختلاف یو لوی لامل ګرځیدلی دی. فقهاء کرام لیکي چي کله د یو  مستحب کار څخه فتنه جوړیږي باید هغه ترک سي.

یادونه: ځيني کسان دا وايي چي د دیوبند علماوو د میلاد جواز ورکړی دی، اصلاً دغه کسان د دیوبند او د نورو علماوو نیمه فتوا رانقلوي ترڅو خپله ادعا په ثابته کړي او عوام بې چاره ګان په تیر باسي، مګر که د دیوبند د علماوو فتواوي ټولي رانقل سي مسئله پکښي روښانه کیږي. باید مسلمانان وروڼه دغه نقطه په یاد ولري او د قایلینو په دې نقطه تیر نه وځي.

د دیوبند په اتفاقي عقیده کتاب (المهند) کي لیکي چي شاید کوم مجلس دي هم ددې څخه خالي نه وي، یعني د تقریباً میلاد په هر مجلس کي دغه پورته ذکر سوي منکرات موجود وي.

د همدغو وجوهاتو لکبله په لاندي ټولو فتاواوو کي بدعتِ سیئه بلل سوی دی او پریښول یې واجب بلل سوي دي. اوس تاسو خپله همدغه فتواوي په غور مطالعه کړی:

المهند علی المفند (د دیوبند د علماوو عقاید)

د دیوبند علماء کرامو د خپلي عقیدې په مشهور کتاب (المهند) کي د حرمینو (مکې معظمې او مدینې منورې) علماوو ته په جوابیه خط کي داسي ولیکل:

د سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ولادت شریف ذکر په صحیح روایاتو سره او په هغو اوقاتو کي چي د واجبو عباداتو څخه خالي وي، په هغو کیفیاتو سره وي چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم د طریقې او د خیرالقرون (درو اولینو پیړیو) د علماوو د طریقې خلاف نه وي، او په هغو مجالسو کي چي د شرعي منکراتو څخه خالي وي نو بیا د خیر او برکت سبب ګرځي. په دې شرط چي په صادق نیت او اخلاص سره وي او په دې عقیده سره وي چي دا (میلاد) د نورو حسنه اذکارو په شان یو حسن ذکر دی او په هیڅ وخت او نیټه پوري مخصوص نه دی.

نو کله چي داسي وي نو بیا زموږ په علم کي هیڅ مسلمان ددې د عدم جواز او بدعت حکم نه ور کوي. نو ددې څخه معلومه سوه چي موږ د ولادت شریف څخه منکره نه یو بلکي د هغو ناجایزو کړنو څخه منکره یو چي ددې میلاد سره ګډ سوي دي لکه په هندوستان کي د میلاد په مجلسو کي چي واهیات او د درواغو روایتونه بیانیږي، د نر او ښځي اختلاط راځي، د څراغانو په لګولو او د نورو تزیناتو اسرافونه کیږي او دا مجلس واجب ګڼي، څوک چي ګډون نه پکښي کوي پر هغه طعن او بد وايي او تکفیر یې کوي او داسي نور منکرات دي چي شاید کوم د میلاد مجلس هم ور څخه خالي نه وي… الخ (المهند علی المفند: ص۵۸- عقائد علماء اهل السنت دیوبند. مکتبة الشیخ)

د دیوبند د علماوو دا عقیده ټول اهل الاسلام خصوصاً د مکې معظمې، مدینې منورې، شام او نورو اسلامي هیوادو ټولو اکابرو علماوو تصدیق کړل او د دیوبند علماء يې پر حق وبلل او د بریلویانو څخه یې د برائت اعلان وکړی. (د تفصیل لپاره المهند علی المفند وګوری).

په دې فتوا کي تاسو دا ټکي ملاحظه کړی او بیا یې د اوس وخت  میلاد لمانځنه ورسره پرتله: په دې شرط چي په دې عقیده سره وي چي په هیڅ وخت او نیټه پوري مخصوص نه دی، پر نه کوونکو به طعن او بد نه وايي، او داسي نور منکرات دي چي شاید کوم د میلاد مجلس هم ور څخه خالي نه وي.

حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله

د دیوبند مشهور محقق، بزرګ، فقیه او د طریقت شیخ حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله په خپلو مختلفو کتابونو کي مروجه میلاد لمانځل بدعت بللی دی لکه: اصلاح الرسوم، بهشتي زیور، اشرف الجواب، خطبات او امداد الاحکام کي. په اصلاح الرسوم او اشرف الجواب کي یې په ډير ټینګار او ډیرو دلایلو سره قایلینو ته جواب ورکړی دی چي دلته به یې ستاسو حضور ته رانقل کړو:

د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د لمانځلو تردید په دلایل اربعه سره

په قرانکریم کي د میلاد تردید

حق تعالی ارشاد فرمايي: أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ. (شوری: ۲۱)

یعني ایا دوی (کفرانو) لره کوم داسي شریکان سته چي هغوی د دوی لپاره داسي دین جوړ کړی دی چي الله د هغه اجازت نه دی کړی؟

یعني بیله شرعي دلیله کوم شی مقررول مذموم او مستنکر کار دی، دا خو کبری سو او صغری دا دی چي میلادالنبي د دین کار بلل بېله دلیله ټاکل سوی دی…

دا خبره پوهول په کار ده چي ددې کار سبب او داعي د پخوا څخه موجود وو (یعني دغه ورځ په نبوي دور کي هم وه) که هغه خوشحالي وه او که د اسلام د شوکت اظهار وو دا (اسباب) قدیم دي. په دې کي چي هر سبب وي نو موږ دا وایو چي کله دا ټوله (اسباب) د نبي کریم صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او د خیرالقرون په زمانه کي موجود وه او هغوی په قران او حدیث ښه پوهیدل… نو کله چي دا خبره یقیني سوه چي هغوی په کتاب الله او سنتو تر موږ ډير پوهیدل او دغه اسباب هغه وخت هم موجود وه یعني د خوشحالۍ او د اسلام د شوکت ښکاره کولو ته هغه وخت هم اړتیا وه بلکي تر اوس وخت هغه وخت ډیر ورته ضرورت وو، مګر هغو حضراتو پر دې عمل ونه کړی نو معلومه سوه چي په کومه کلیه کي ددې داخلیدل صحیح نه دي او دا کار بلکل مستحدث او نوی دی چي هیڅ اصل يې نسته او د بدعت حقیقت همدا دی چي غیر دین، دین وبلل سي او وکړل سي او دغه (میلاد) دا خلګ دین بولي نو دا بدعت واجب الترک (پریښول يې واجب) دي دا خو د قران مجید اړوند کلام وو.

د میلاد تردید په حدیث کي

حضور صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمايي چي: مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ. (رواه مسلم)

یعني کوم شخص چي زموږ په دغه دین کي هغه شی رامنځ ته کړي چي ددغه څخه نه وي نو هغه واجب الرد دی.

کوم تقریرات چي د ایت په اړه وسول هغه دلته هم دي.

او د نوي شي څخه مراد هغه دی چي سبب یې قدیم وي او بیا هغه وخت عمل نه وي په سوی…

دوهم حدیث واوری، د مسلم روایت دی:

لاَ تَخْتَصُّوا لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ بِقِيَامٍ مِنْ بَيْنِ اللَّيَالِى وَلاَ تَخُصُّوا يَوْمَ الْجُمُعَةِ بِصِيَامٍ مِنْ بَيْنِ الأَيَّامِ  إِلاَّ أَنْ يَكُونَ فِى صَوْمٍ يَصُومُهُ أَحَدُكُمْ.

یعني په شپو کي د جمعې شپه په رڼولو سره مه خاصوئ او په ورځو کي د جمعې ورځ په روژه سره مه خاصوئ مګر که په تاسو کي یو چا په دې ورځ مخکي روژه نیولې وي.

ددې حدیث څخه دا قاعدهِ کلیه راووتل چي کوم تخصیص منقول نه وي هغه منهي عنه (منع سوی) دی… غرض ددې کلیه قاعدې دا دی چي په دین کي غیرمنقول تخصیص جایز نه دی. دا خو کبری سو، اوس نو خاص د ولادت د ورځي د لمانځلو تخصیص ته وګورئ چي د تخصیص څنګه دی؟ ښکاره خبره ده چي منقول (رانقل سوی) نه دی او نه دا تخصیص عادي دی بلکي دا د دین خبره بولي، نه کونکی په دې سره ملامتوي او بې دینه ورته وایي. که تخصیص عادي وای نو ملامتي یې نه پر ویل او نه يې بې دینه بلی. په هر حال، دا دین بولي او دا په دین کي تخصیص سو او غیرمنقول دی، دا صغری سوه نو نتیجه ښکاره ده چي دا تخصیص ناجایز دی.

پر عدم جواز باندي د اجماع ثبوت

د اجماع څخه هم ثابته ده، تقریر ددې دا دی چي دا اصولي قاعده ده چي د ټول امت لخوا د یو عمل پر پريښولو متفق کیدل نو دا ددې عمل پر عدم جواز باندي اجماع ده. فقهاوو ددغه قاعدې څخه استدلال کړی دی چي صحابه وو رضی الله عنهم هم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د کوم فعل پر همیش پریښولو باندي استدلال کوی. مثلاً فرمایل یې چي حضور صلی الله علیه وسلم د اختر لمونځ ادا کاوه مګر اذان او تکبیر پکښي نه وو، همدارنګه کوم شی چي ټوله امت ترک کړی وي هغه پریښول واجب دي، پر همدې اساس فقهاء کرامو د اختر لمونځونه بېله اذان او تکبیره بللي دي. نو که دغه قاعده مُسلمه نه وای نو د نن څخه په اخترو کي د اذان او تکبیر اضافه کول په کار دي او که دا قاعده محکمه ده نو ددغه قاعدې څخه په نورو ځایونو کي هم کار واخله.

د یوې شبهې جواب

پر دې یوه شبه کیدلای سي، چي ټول امت خو د میلاد النبي لمانځل نه دي ترک کړي، په دې وجه چي اخر موږ خو هم امتیان یو او موږ دا (میلاد) کوو نو بیا اجماع د کومه سوه؟ جواب دا دی چي د اصول الفقهي قاعده محکمه ده چي د اخرینو اختلاف د مقدمینو اتفاق نه سي پورته کولای…! غرض دا چي دا قاعده مسلمه ده چي د امت لخوا د یو عمل ترک کول ددې د عدم جواز دلیل دی، نو د الله په فضل سره د امت په اجماع سره هم ثابته سوه چي دا لمانځنه بدعت او اختراع سوی امر دی واجب الترک دی.

د میلاد لمانځلو عدم جواز په قیاس سره

پاته سو قیاس، نو د قیاس دوه ډوله دي:

یو هغه قیاس دی چي د مجتهد څخه منقول وي او یو هغه دی چي د مجتهد څخه منقول نه وي او دا قاعده ده چي د غیرمجتهد قیاس معتبر نه دی… او کوم نوي واقعات چي رامنځ ته سوي دي په هغو کي د غیرمجتهد قیاس معتبر دی، لکه څوني نوي تجارتونه او ایجادات چي په نن زمانه کي راغلي دي د ټولو حکم په قیاس سره ثابتیږي. موږ خپله (په دې مسئله کي) قیاس نه کوو ځکه موږ ته به د قیاس کولو اړتیا هغه وخت وای چي د سلفو په کلام کي ددې سره تعرض نه وای ځکه د هغوی حضراتو قیاس زموږ تر قیاس مقدم دی او د هغوی په کلام کي ددغه (میلاد) سره تعرض دی… نو د قیاس څخه هم ددغه لمانځني عدم جواز ثابت سو. (اشرف الجواب: مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله: ص ۱۳۸ /السرور. مکتبة عمر فاروق رض)

همدارنګه حکیم الامت رحمه الله په نورو کتابونو کي هم تفصیلي رد پر کړی چي ددې لیکني په پای کي به ان شاءالله راسي.

فتاوی دارالعلوم دیوبند:

وعن عبدالله بن مسعود قال : لا يجعل أحدكم للشيطان شيئا من صلاته يرى أن حقا عليه أن لا ينصرف إلا عن يمينه لقد رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم كثيرا ينصرف عن يساره. متفق علیه (مشکوة)

قال الطیبی: وفیه ان من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال فکیف من اصر علی بدعة او منکر؟ (مرقاة شرح مشکوة)

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ددغه روایت او د علامه طیبي رحمه الله د عبارت څخه معلومه سوه چي پر مندوب او مستحب کار لا ټینګار کول او په داسي لازمي شکل کول لکه واجب کول نو دا د شیطان پیروي ده نو ځکه د نن سبا د میلاد په مجلس کي چي کوم التزام، قیام ، د اړتیا څخه زیاته څراغونه ، د فاسقانو او لغړزنونو راغونډیدل، اشعار او غزل ویل، غیرصحیح روایات ویل او داسي نور، دا ټول شرعاً قبیح او منکر دي او ددغو ذکر سوو کارونو مرتکب او کوونکی د پورته واضح عبارت له مخي د لعین شیطان پيروي کوونکی دی. نو له دې کبله په داسي مجلس کي شرکت کول او چنده ورکول ښه نه دي او ددې تفصیل په مطوله فتاوی کي سته. والله تعالی اعلم. (فتاوی دارالعلوم دیوبند یا عزیزالفتاوی: مفتی اعظم مولانا عزیزالرحمن رحمه الله. ص۱۴۲، کتاب السنة والبدعة-دالارشاعت)

امداد الاحکام:                

د حنفي مذهب مشهور محقق عالم او ناقد، د مشهور کتاب (اعلاء السنن) مؤلف علامه ظفر احمد تهانوي رحمه الله لیکي:

اول خو د مولود شریف لپاره خاص مجلس جوړول بدعت دی او بیا په مسجد کي د (سپریټ په ذریعه) د ګیس رڼا لګول، جنډۍ درول دوهمه ګناه ده ځکه ګیس بد بوی کوي چي مسجد ور څخه پاک ساتل لازمي دي. او جنډۍ درول په لهو ولعب کي داخل دي، ددې څخه هم مسجد ساتل پکار دي. (امداد الاحکام: علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله زیر نګراني حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي: ج۱، ص۱۸۷. کتاب السنة والبدعة)

فتاوی محمودیه:

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک یادونه، که هغه د ولادت ذکر وي او که د عبادتو، معاملاتو، جهاد، د شپې او ورځي د حالاتو ذکر وي نو بیله شبهې د ثواب باعث دی، د خیر او برکت موجب دی مګر د میلاد مجلس پر مروجه طریقه بې اصل دی، د شریعت خلاف دی او بدعت دی. پر ډيرو قبایحو او منکراتو مشتمل دی. ابن امیر حاج رح پر مدخل کي ددې مفاسد بیان شمیرلي دي. (فتاوی محمودیه: ج۳، ص۱۶۵ باب البدعات والرسوم)

همدارنګه څو صفحې وروسته د بل سوال په جواب کي د مروجه میلاد لاندي مفاسد لیکي:

د مروجه میلاد مخصوصه طریقه په خیرالقرون کي هیچري موجود نه وه، صحابه کرامو رض، تابعینو، تبع تابعینو، ائمه مجتهدینو او حقاني علماوو رحمة الله علیم هیڅکله نه دی کړی او د کوم شرعي دلیل څخه ثابت نه دی نو ځکه بې اصل بدعت او ناجایز دی، ترک کول يې واجب دي. دا مجلس پر ډیرو مفاسدو مشتمل دي (یو څو يې دا دي) لکه:

۱- ددې مجلس جوړول او شرکت پکښي کول لازمي بلل کیږي.

۲- د مخصوصو تاریخو تعین بېله شرعي دلیل لازم بولي.

۳- په دې مجلس کي موضوعي روایات ویل کیږي. دا ډول روایات بیانول او اورېدل او هغه رښتیا بلل حرام دي: من کذب علی متعمداً فلیتبوأ مقعده من النار.

۴- د شپې تر ډیره ویښ وي چي د سهار لمونځ ور څخه قضاء کیږي.

۵- مجلس ته نژدې (همسایګان) ډیر په تنګ او په تکلیف وي.

۶- څراغان یا روښنايي، خوشبويي وغیره تر ضرورت زیات مصرفیږي چي دا اسراف دی.

د تاریخ تعین د خپله طرفه کوي چي په دغه تاریخ کي مجلس (جلسه) کول ضروري وي. (ص۱۸۵)

وغیره

غرض دا چي بې حده مفاسد او ممنوعاتو په دې مجلس کي کیږي نو ځکه ددغه مجلس جوړول او په هغه کي شرکت کول بدعت سئیه او ناجایز دی. (ج۳، ص۱۶۹)

فتوی رشیدیه:

پوښتنه: د میلاد شریف محفل، قیام، عود لګول، فرش او چوکۍ ایښول، په ټاکلي تاریخ غونډه جوړول او داسي نور په اوسني مروجه طریقه چي په اوس وخت کي کیږي ایا په دې طریقه سره د میلاد محفل جایز دی که یا؟

جواب: دا چي دا محفل د فخر عالم علیه السلام په زمانه کي ، د صحابه کرامو رضی الله عنهم ، تابعینو ، تبع تابعینو او مجتهدینو رحمة الله علیهم په زمانه کي نه دی سوی بلکي ۶۰۰ کاله وروسته یوه پاچا ایجاد کړی، اکثره د تاریخ علماوو هغه یو فاسق سړی بللی دی نو ځکه دا مجلس بدعتِ ضلاله دی! ددې پر عدم جواز د مدخل کتاب مؤلف او نورو علماوو مخکي هم لیکني کړي دي او اوس هم ډیر رسایل او فتواوي چاپ سوي دي، د نور زیات دلیل ضرورت نسته. د نه جواز د پاره همدا یو دلیل بس دی چي په قرون خیر کي هیچا نه دی کړی، که یې مفاسد ګوری نو مطولات فتواوي وګوری. فقط والله تعالی اعلم. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۴، کتاب البدعات. چاپ: دارالاشاعت )

پوښتنه: په مولوی شریف او عرس کي چي په هغه کي هیڅ د شریعت خلاف خبره نه وي… ایا ستاسو په نزد جایز دی که یا؟

جواب: د مولود مجلس جوړول که څه هم په دې کي غیرمشروع کار نه وي مګر اهتمام او تداعي (بلنه) په دې کي هم موجوده ده نو لهذا په دې زمانه کي ښه نه دی او همداسي د عرس جواب دی. ډیر شیان سته چي اول مباح وه بیا څه وخت وروسته منع کړل سول د میلاد مجلس او عرس هم داسي دی. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۵، کتاب البدعات)

مولانا ګنګوهي صاحب د میلاد د یوه سوال په جواب کي لیکلي دي چي د مشایخو په قول او فعل حجت نه راځي بلکي حجت د نبي کریم علیه السلام په فعل او قول او د مجتهدینو په اقوالو راتلای سي. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۹)

د مختلفو سوالو په جواب کي لکه: میلاد بېله قیامه کول، صحیح روایات پکښي ویل، د ورځي تخصیص نه پکښي کول وغیره ایا جایز دی؟

په جواب کي وايي چي په هر حال ناجایز دی، د مندوب امر د تداعي په وجه منع دی، مروجه میلاد پریښول پکار دی اکثره د بدعاتو او معاصیو څخه خالي نه دی، د نورو وجوهاتو په وجه ناجایز دی. (فتاوی رشیدیه: ۲۷۰-۲۷۱)

علامه انور شاه کشمیري رحمة الله علیه

د شلمي پیړۍ مشهور او مقبول محدث او د احنافو افتخار امام انور شاه کشمیري رحمة الله علیه د ترمذي شریف په شرحه کي لیکي:

المولود الذي شاع في هذا العصر وأحدثه صوفي في عهد سلطان إربل سنة ( ۶۰۰ ) ، ولم يكن له أصل من الشريعة الغراء ، ولم يكن التصنيف في هذه البدعة يليق بشأن الحفاظ والمحدثين . (العرف الشذي شرح سنن الترمذي. باب ما جاء في التكبير في العيدين)

د مولود شریف لمانځنه کوم چي په دې زمانه کي مشهوره سوې ده او یوه صوفي د سلطان اربل په زمانه کي په سنه (۶۰۰ هجري) کي ایجاد کړې ده، په روښانه شریعت کي هیڅ اصل نه لري او ددغه ډول بدعت په اړه کتاب لیکل د حفاظو او محدثینو د شانه سره نه ښايي.

فتاوی عثماني: د معاصر وخت نړیوال او منل سوی محقق حنفي عالم، علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله  لیکي:

سوال: په مسجد کي چي دا اعلان وسي چي په فلاني تاریخ د میلاد جلسه ده او بیا یو دعوت سوی عالم حاضر نسي…؟

په شریعت کي د میلاد د جشن هیڅ اصل نسته البته د آنحضرت صلی الله علیه وسلم یادونه او دده مبارک د پاک سیرت د اورېدلو او اورولو لپاره کوم مجلس د کومي خاصي ورځي یا تاریخ د قید څخه پرته جوړ سي نو بیا صحیح دی. (ج۱، ص۱۰۵. چاپ: مکتبه معارف القران)

یعني په خاص تاریخ یا ورځ پوري به یې نه مقید کوي لکه نن سبا چي يې فقط په ۱۲م تاریخ کوي.

فتاوی فریدیه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت ذکر د ثواب کار دی لیکن په دغو طریقو او قیوداتو سره کول بدعت دی.(لکه: محفلونه جوړول، تر ضرورت زیات څراغونه روښانه کول…) لعدم ثبوته فی خیرالقرون بوجه ولاشتماله علی التزام ما لا یلمز وعلی الرعایة فوق الرعایة الشریعة. قال الملا علی قاري: من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال. (مرقاة شرح مشکاة).

دا اسراف او فضول مصرفونه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت خلاف ښکارندويي ده. دا چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر در او دیوال ټوکر لا هم نه پرېښاوه نو دا ډول نمایشات به څنګه تحمُل کړي؟ ددې ډول پابندۍ او التزام ثبوت په خیرالقرون کي تر اوسه نه دی ثابت سوی. په مجموعي ډول دا په بدعتِ سئیه کي شمېرل کیږي. دا اعانت نه بلکي اضاعت دی. (ج۱: ص۳۰۵- کتاب السنة والبدعت دارالعلوم حقانیه)

احسن الفتاوي:

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سیرت او حالاتو مسلمانان خبرول د اسلام اهم ترینه فریضه ده او د ټولو اسلامي تعلیماتو خلاصه ده….نو که یو امتي دده مبارک په ولادت خوشحالي وکړي او د خپل وسع مطابق دده مبارک په محبت کي خرڅ وکړي نو ولي به اعلی مراتب حاصل نه کړي. نو که د ولادت مبارک یا معجزو یا غزواتو وغیره ذکر د وعظ او درس په شکل بېله رواجي پابندیو وکړي نو د زرګونو برکتو باعث ګرځي مګر په اوس زمانه کي د میلاد په محفل کي لاندي وجوهاتو د عدم جواز (نه جواز) سبب ګرځيدلي دي:

الف: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په اړه دا عقیده لري چي هغه مبارک د میلاد محفل ته تشریف راوړي او دا صریح کفر دی چي حرمت يې د قران د صریحو نصوصو او د فقهي د عباراتو څخه ثابت دی: من قال ارواح المشایخ حاضرة تعلم یکفر (بزازیه) ذکر الحنفیة تصریحاً بالتکفیر باعتقاد ان النبي صلی الله علیه وسلم یعلم الغیب لمعارضته قوله تعالی: قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ. (شرح فقه الاکبر)

دا مسئله د فقهي په کتابونو کي ذکر سوې ده که چا د نکاح کولو په وخت کي وویل چي زما شاهد الله او رسول دی نو دا شخص کافر کیږي ځکه چي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم عالم الغیب وبلی. (فتاوی قاضي خان، البحر الرائق وغیره)

ب: د میلاد په محفل کي د شرینۍ او داسي نورو شیانو تقسیمول ضروري بلل کیږي او خپله د میلاد محفل ته هم د واجب درجه ورکوي. کله چي خلګ یو جایز کار ضروري وګڼي نو هغه کار مکروه ګرځي: کل مباح یؤدي الیه (الی الوجوب) فمکروه. (الدرالمختار)

ج: په ټاکلي میاشت او مقرر تاریخ کي میلاد کول ضروري ګڼل کیږي حال دا چي کله شریعت کومه خاصه میاشت او ټاکلی تاریخ نه وي کړی نو د خپله ځانه په شریعت کي زیاتی کول ناجایز دی. د مسلم شریف روایت دی: لاَ تَخْتَصُّوا لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ بِقِيَامٍ مِنْ بَيْنِ اللَّيَالِى وَلاَ تَخُصُّوا يَوْمَ الْجُمُعَةِ بِصِيَامٍ مِنْ بَيْنِ الأَيَّامِ.

مطلب دا چي د پورته ذکر سوو مفاسدو څخه که خلاص وي او محفل میلاد قایم کړي نو د خیر او برکت او ثواب کار ګرځي. فقط والله تعالی اعلم (احسن الفتاوی: ج۱، ص۳۴۷- باب رد البدعات- ایچ ایم سعید)

حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمة الله علیه

د دیوبند د صدر مدرس مولانا سید حسین احمد مدني رحمة الله علیه یوه فتوی:

… چناچه ما او مولانا کفایت الله صاحب ته هم دا خطونه راغلي وه. زموږ د دواړو جوابونه تقریباً متفق وه، خلاصه دا وه چي دا کار نهایت مستحسن دی په دې شرط چي ددې لپاره کوم خاص تاریخ او میاشت تعین نه وي، کله دي په صفره کي وي، کله بیا په جماد الاولی کي ، کله په ربیع الاول کي وي او کله بیا په رجب کي وي علی هذا القیاس. همېشه دي د دولسمي او پنځلسمي تعین نه کوي. همدارنګه په کال کي دي صرف یو ځل نه کول کیږي بلکي دوهمه او دریمه میاشت وي او که تر دې ډیر امکان ولري ډیر دي وکړل سي.

همدارنګه د سیرت اړوند بیانونکی دي واقف (پوه) شخص وي چي صحیح او قوي روایتونه بیان کړي. او عوام خلګ دي د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصلي ژوند څخه خبروي. کله چي دغه ډول بیانونه پرلپسې او په زیادت سره تر عوامو خلګو ونه رسیږي نو لکه څنګه چي ښایي ګټه نلري. د اسلام د دښمنانو د زهرجنو تبلیغاتو څخه عوام خلګ په دغه ډول محفوظ کیدلای سي.

مګر افسوس چي قریشي صاحب زما عبارت (خبري) پرې پرې کړې او د خپلي مدعا موافق جملې يې واخیستې او نشر یې کړې او پاته خبري یې حذف کړې. موږ تر دې وروسته په همدغه زمانه کي په اخبارو کي خپل تراشلی عبارت بیرته چاپ کړی. مګر هغه د خپلو تبلیغاتو څخه لاس وانه خیستی او هغه اوس د کال په ربیع الاول کي ددې تحریک پیل کړی دی او د هغه په استحسان کي زما نوم شایع کوي موږ د تاریخ او میاشتي تعین او کلنۍ جلسه د شرعي او ملکي اړخه هیڅکله نه ګټور بولو او نه ضروري بلکي اوس خو دا د نصاراوو د عمل په څیر د (سالګیرې) ولادت د ورځي او د هغو د رواجو یو رسم ګرځیدونکی دی ځکه چي عیسایان د حضرت عیسی علیه السلام د ولادت ورځ لمانځي. ددې په لیدو سره خو اوس د مصر وغیره خلګ هم دا ډول تابعداري کولو ته اماده سوي دي. خلاصه دا چي د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم احوال، اخلاق او سیرت د خلګو تر غوږو رسول نه صرف دا چي ګټور دي بلکي ضروري دي.

که په پورته طریقه سره وي نو ګټور او بهترین کار دی که نه وي اجتناب ور څخه کول پکار دی. افسوس چي د سیرت غونډو او د هغو د سر خلګو دا ټول مشروطه امور ترک کړي دي. (والسلام، از دارالعلوم دیوبند ننګ اسلاف حسین احمد غفرله. جواهر الفقه: ج۱، ص۵۲۷)

کفایت المفتي

همدارنګه کفایت المفتي د مولانا کفایت الله مفتي رحمه الله هم پر میلاد لمانځلو رد کړی دی: ج۱، ص ۱۴۷

او د دیوبند مشهور مفتي مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله پر امداد المفتیین او جواهر الفقه کي رد پر کړی دی.

امام رباني مجدد الف ثاني رحمة الله علیه

مشهور ولي الله امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله په دې اړه د خپل مرشد خواجه باقي بالله رحمه الله په اړه فرمایي:

به نظر انصاف بینند که اګر فرضاً حضرتِ ایشان در این زمان دنیا زنده می بودند و این مجلس واجتماع منعقد می شد آیا باین امر راضي می شدند؟ واین اجتماع را پسندیدند یا نه؟ یقینِ فقیر آن است که هر ګز این معنی را تجویز نمی فرمودند. مقصود فقیر اعلام بود، قبول کنند یا نه کنند هیچ مضائقه نیست وګنجائشِ مشاجره نه. (دفتر اول مکتوبات: ۲۷۳/ اختلاف امت او صراطِ مستقیم)

ژباړه: د انصاف په نظر دي وګوري که فرضاً حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دغه زمانه کي په دنیا کي ژوندی وای او دغه مجلس او اجتماع منعقد سوې وای ایا په دې کار به راضي سوی وای؟ ایا دا غونډه به يې خوښه کړې وای که یا؟ ددې فقیر یقین دا دی چي هیڅکله به یې دغه نه وای تجویز کړې. ددې فقیر مقصود صرف بیانول دي، څوک يې قبلوي که يې نه قبلوي هیڅ مضایقه نسته او نه د مشاجرې ګنجایش سته.

د جواز ورکونکو دلایل:

مشهور او مستند حنفي عالم او د طریقت مشهور شیخ حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله په خپلو مختلفو کتابونو کي د مروجه میلاد لمانځني تردید په قران، حدیث، اجماع او قیاس سره کړی او د میلاد د قایلینو د دلایلو جوابونه یې په لاندي ډول ورکړي دي:

اول استدلال او د هغه جواب:

اول ایت دا دی: دوی وايي چي ددغه ایت څخه د د فرحت (خوشحالۍ) امر ثابت دی او لمانځنه هم د فرحت اظهار دی نو ځکه جایز دی. ښکاره خبره ده چي ددې ایت څخه فقط د فرحت حکم راوځي خو خبره په خاص هیئت کي ده نو ځکه دا ایت ددې موضوع سره تړاو نلري. که په دې کلیه کي دا داخلول صحیح سي نو فقهاوو چي د فقهي په کتابونو کي د کومو بدعاتو رد کړی دی هم هغه په یوه نه یوه کلیه کي داخلیدلای سي، کیدلای سي هغه هم جایز سي حال دا چي د فقهي کتابونه چي د فریقینو په نزد مسلم دي د هغو تردید په صراحت سره سوی دی. اهل زیغو ته همېشه دا دهوکه وي یا تجاهل وي چي زموږ او د اهل حق ترمنځ د قضیې موضوع یوه ده، نو پر همدې بناء پر اهل حق اعتراض کوي… موږ چي کومه خبره ناجایزه بولو هغه خاص هیئت دی او هغه فرحت چي د ایت څخه ثابتیږي (فلیفرحوا) هغه مطلق فرحت دی نو دوی داسي فکر کوي چي دا خلګ فرحت منع کوي حال دا چي دا خبره صحیح نه ده بلکي که غور وسي موږ پر دې فرحت زیات عمل کوو ځکه موجدین خو په ټول کال کي صرف یو ځل (په میلاد) خوشحاله کیږي او په منځ کي د هغوی خوشحالي قطع کیږي او موږ هر وخت په خوشحاله یو… وهذا هو الفرح المامور کما مر في تفسیر الایة نو ځکه څوک چي دغه خوشحالي (فرحت) قطع کړي هغه د ایت پرېښوونکی دی موږ خو يې هیڅکله نه قطع کوو نو موږ د الله په فضل سره پر وخت پر دغه ایت عمل کوو او د بدعاتو د منع پر دلایلو هم عمل کوو، اهل بدعت والا ته دواړه نصیب نه دي.

خلاصه دا سوه چي د مامور به خوشحالۍ درې درجې دي: افراط، تفریط او اعتدال

تفریط خو دا دی چي تحدید وکړي (حاء مهمله) چي په فلانکي وخت به دا (د میلاد) خوشحالي کوو، چي دا محضي د خشک طبیعته خلګو د خبرو څخه دی.

افراط دا دی چي فرحت ژر کوي مګر د شرعي حدودو څخه تجاوز وکړي لکه څنګه چي د اهل تجدید (جیم معجمه) طریقه مشهوره ده.

اعتدال په ادامت کي دی، نو نه موږ محدد یو نه مجدد یو بلکي قدیم یو. والحمدلله علی ذالک.

دوهم استدلال او د هغه جواب

د موجدینو دوهم استدلال ددغه حدیث څخه کیدایسي چي کله ابولهب ته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ولادت خبر ورسیدی نو په خوشحالۍ سره یې یوه مینځه ازاده کړه په دې سره دده په عذاب کي تخفیف راغلی نو معلومه سوه چي په ولادت سره خوشحالي کول جایز او د برکت موجب ده. ددې جواب ظاهر دی چي د نفسِ فرحت څخه خو موږ منکر نه یو بلکي پر دې هر وخت عمل کوونکي یو، خبره خو په دغه هیئت کذائیه کي ده.

د پنځم استدلال جواب

حضرت تهانوي رحمه الله د ډيرو شبهاتو جوابونه ورکړي دي چي دلته يې زه لنډ رانقلوم ځکه اوس مي لا لیکنه ډيره اوږده کړل.

پنځم استدلال ددغه حدیث څخه دوی کولای سي چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوشنبې په ورځ روژه ونیول، یو چا يې وجه وپوښتل نو ويې فرمایل: ذَاكَ يَوْمٌ وُلِدْتُ فِيهِ. یعني زه په دغه ورځ پیدا سوی یم…

ددې هم دوه جوابه دي:

لومړۍ: موږ دا نه تسلیمو چي د ولادت ورځ کیدل به د روژې نیولو علت وي ځکه چي په بل حدیث کي ددې علت دا رانقل سوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د پنجشنبې او دوشنبې په ورځ اعمال (الله تعالی ته) وړاندي کیږي نو زما زړه غواړي چي زما اعمال د روژې په حالت کي وړاندي سي. ددې څخه واضح معلومیږي چي د روژې نیول د اعمالو د وړاندي کیدو په وجه دي نو کله چي دا علت سو نو د ولادت ذکر فرمایل به محضي حکمت وي او د حکم د مدار علت وي نو تاسو چي نور قربات قیاس کوی نو تاسو خو حکمت اصلي علت ګڼلی دی! د علت دوه ډولونه دي: یو هغه علت چي د خپل مورد سره خاص وي او یو هغه دی چي دوهم ځای ته هم تعدیه کوي. که دا متعدي علت وي نو څه وجه ده چي په دغه ورځ تلاوت، خیرات وغیره نه دي منقول؟

او لکه څنګه چي د دوشنبې په ورځ د ولادت ورځ ده دغه ډول د ولادت په تاریخ چي ۱۲ د ربیع الاول دی هم باید روژه ونیول سي!

بل دا چي نعمتونه خو نور هم سته لکه هجرت، د مکې فتحه، معراج وغیره نو ده مبارک ددغه علتو څخه ولي کوم عبادت ونه کړی؟ نو معلومه سوه چي علت که وي نو هغه عام دی…. نو د حکمت په ډول يې د ولادت یادونه وفرمایل که نه نو د نورو نعمتونو په ورځ هم روژه نیول او لمانځنه کول پکار دي….

او بیا د حیرت ځای دا دی چي د ولادت په ورځ چي دوشنبه ده لمانځنه نه کوي خو د ولادت په تاریخ یعني د ربیع الاول پر ۱۲مه لمانځنه او اختر جوړوي. د دوشنبې په ورځ خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم عبادت هم کړی دی او د ولادت په تاریخ خو هیڅ شی ور څخه رانقل سوی نه دی! نو ددغه دلیل مقتضی خو دا وه چي په هره دوشنبه اختر او لمانځنه وکړي، غرض دا چی ددغه حدیث څخه هم د موجدینو مدعا نه ثابتیږي. (اشرف الجواب: ۱۴۳-۱۴۸)

حکیم الامت رحمه الله تر دې وروسته د هغوی عقلي دلایل هم رد کړي دي او په پای کي دا لیکنه په یوه قاعده او روایت سره ختموي او په اخر کي داسي لیکي:

غرض دا چي په نقل او عقل هر ډول سره بحمدلله ثابته سوه چي دا لمانځنه یا اختر مخترع (د ځان جوړ سوی) ناجائز او بدعت دی، پریښول يې واجب دي. خلاصه دا چي موږ ته د خوشحالۍ حکم سوی دی خو د هغه د تحدید یا تجدید حکم نه دی سوی بلکي د دایمي خوشحالۍ حکم راته سوی دی نو د همدې کبله خاصه ورځ باید دې ته مخصوصه نه سي او هر وخت پر دغه ایت عمل وسي. (اشرف الجواب ص ۱۴۹ بحواله السرورک: ۲۹)

حکیم الامت مولانا اشرف علي صاحب پخپل یوه بل کتاب (اصلاح الرسوم) کي په ډير تفصیل سره د میلاد موضوع څيړي او پنځه قاعدې بیانوي د هغو په رڼا کي مروجه میلاد لمانځنه ردوي، په لنډ ډول هغه قاعدې دلته را اخلو:

د شریعت پنځه مهمي قاعدې

کوم غیر ضروري عمل پخپله عقیده کي ضروري او مؤکد ګڼل یا په عمل کي د هغه پابندي په ټینګار سره داسي کول لکه د فرایضو او واجباتو په شان یا د هغه زیات اهتمام کوي، پريښول يې بد بولي او ددې کار پریښونکی ملامت او بد بولي، دا دواړه کاره ممنوع دي ځکه چي په دې کي شرعي حکم ماتیږي. تقیید، تعیین، تخصیص، التزام، تحدید او داسي نور ددغه قاعدې عنوانات او تغیرات دي. الله تعالی فرمايي: وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ. (الایة)

کوم شخص چي د الله تعالی د حدودو څخه تجاوز کوي نو همدا خلګ ظالمان دي.

او بیا حضرت حکیم الامت رحمه الله یو څو احادیث بیانوي مثلاً د بخاري او مسلم څخه د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه هغه روایت را اخلي چي تاسو د لمانځه څخه وروسته راسته طرف ته مخ اړول لازمي مه بولی…او بیا د مشکوة د شارح علامه قطبي رحمه الله قول را اخلي چي ددغه حدیث څخه دا مسئله راوځي چي کوم شخص پر یوه مستحب کار اصرار کوي او پر رخصت عمل نه کوي نو دداسي شخص څخه شیطان خپله د ګمراهۍ برخه حاصلوي. نو د هغه شخص په اړه څه فکر کوې چي پر کوم بدعت یا منکر عقیده یا عمل ټینګار کوي؟!

  دوهم قاعده

یو مباح کار بلکي مستحب کار لا هم یو وخت د غیر مشروع عمل د یو ځای کیدو په وجه غیر مشروع او ممنوع ګرځي. لکه دعوت ته تلل مستحب بلکي سنت کار دی خو که هلته د شریعت خلاف کار کیږي نو بیا هلته تلل ممنوع دي.

دریمه قاعده

دا چي مسلمانان د ضرر څخه ساتل فرض دي نو ځکه که د خواصو د کوم غیر ضروري فعل څخه د عوامو په عقیده کي خرابي پیدا کیدل نو هغه فعل د خواصو په حق کي هم مکروه او ممنوع کیږي. خواصو لره پکار ده چي هغه فعل ترک کړي. په دلیل کي د کعبې شریفي د ودانۍ واقعه رانقلوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم غوښتل حاطم په کعبه شریف کي داخل کي خو د قریشو د حالت د خرابیدو په وجه یې پریښوی، دا واقعه په صحیح حدیث ثابته ده.

البته که هغه کار خپله شرعاً ضروري وي نو هغه فعل به بیا نه پریښول کیږي بلکي هغه پیدا سوي مفاسد به پکښي اصلاح کیږي لکه د جنازې سره چي کومه نوحه ښځه ملګرې سي.

څلرمه قاعده

په کوم کار کي چي عارضي کراهیت وي د زمان او مکان د اختلاف او د تجربې او مشاهدې د اختلاف په وجه د مفتیانو لخوا څخه مختلف حکم ورکول کیدلای سي. یعني دا ممکنه ده چي داسي کار په یوه زمانه کي جایز کړل سي ځکه چي هغه وخت په هغه کي د کراهیت وجوهات نه وه خو په بله زمانه کي کیدلای سي هغه ناجایز کړل سي ځکه چي دا وخت په هغه کي د کراهیت اسباب پیدا سوي وي یا په یوه ځای کي اجازت ورکول سي په بل ملک کي منع کړل سي. لکه د ښځو د جماعت مسئله چي نبي کریم علیه السلام جواز ورکړی وو ځکه د فتنې احتمال نه وو خو صحابه کرامو رضی الله عنهم د حالت د بدلون په وجه منع کړی.

پنځمه قاعده

که په کوم غیر شرعي کار یو څه ګټه او مصلحتونه وي چي شرعاً د هغه حاصلول ضروري نه وي یا د هغه د حاصلولو نوري طریقې هم وي او ددغو ګټو د حاصلولو په نیت هغه (غیرشرعي) کار ترسره سي یا… عوام خلګ د هغه څخه منع نه سي نو دا هم ناجایز کار دی. په ښه نیت سره خو مباح کار عبادت ګرځي خو ګناه نه مباح کیږي که څه هم په هغه کي په زرګونو مصلحتونه او منافع وي. نه د هغه کول جایز دي، نه پر هغه سکوت کول جایز دي، او دا قاعده ډيره بدیهي ده. لکه مثلاً که یو شخص په دې نیت غصب او ظلم کوي چي دا مال جمع کوم او د محتاجو او مسکینانو مرسته کوم نو هیڅکله غصب او ظلم جایز نه سي کیدلای.

وروسته حضرت حکیم الامت رحمه الله ددغو قاعدو په رڼا کي مروجه میلاد پرتله کوي او مروجه میلاد لمانځل ناجایز بولي. حتی د هغه خلګو په اړه کوم چي په ډير احتیاط او دغو قیوداتو مراعتولو سره میلاد لمانځي فرمایي:

د میلاد د محفل تخصیص دي نه کوي… لیکن د دین د انتظام د مصلحت مقتضی همدا ده چي ددې څخه دي هم احتیاط وکړي. (اصلاح الرسوم: ۱۱۲-۱۱۸)

حکیم الامت رحمه الله د میلاد لمانځونکو د قایلینو یو څو نورو دلایلو ته داسي جواب ورکوي:

جواز ورکونکي علماء کرام

بعضي خلګ وايي چي لوی لوی علماوو لکه سیوطي، ابن حجر او ملا علي قاري رحمة الله علیهم او داسي نورو دا ثابت کړی دی. جواب دا دی چي اول خو هغه وخت هم بعضي علماوو د هغوی سره اختلاف کړی وو، پرته له دې چي د هغوی په زمانه کي یاد مفاسد پیدا سوي نه وه هغه وخت يې اثبات کړی وو، اوس مفاسد پیدا سوي دي، هغوی حضرات که په اوس زمانه کي وای او دغه مفاسد یې لیدلي وای نو خپله به یې منع کړي وای نو ځکه اوس ددې نفي کیږي لکه په څلرمه قاعده کي چي ولیکل سوه.

(حضرت مجدد الف ثاني رحمه الله فرمايي: عمل صوفیه در حل و حرمت سند نیست. (راه سنت، علامه صفدر رح)

یعني د صوفیاء کرامو قول په حل او حرمت کي حجت نه دی.)

بعضي وايي چي ډير علماء د جواز طرف داره دي. جواب دا دی چي اول خو چا د نړۍ علماء شمیرلي نه دي دوهم دا چي د کومي خرابۍ په وجه ممانعت کیږي نو ددې خرابیو جواز کومو زیاتو علماوو بلکي لږ علماوو ورکړی دی؟….

بعضي خلګ وايي چي په دې بهانه سره غریبانو ته خیر او خیرات رسیږي یا په دې سره د اسلام شوکت ډيریږي، د ناخبره خلګو غوږو ته یو څه مسائل رسیږي.

اول خو دا کار خپله مسلم نه دی ځکه اکثره ځایو کي خانانو ته برخي رسیږي او غریبانو ته ډکې ورکول لیدل کیږي…. که چیري دا ومنل هم سي نو د خیر او خیرات او د اسلام د غلبې او د احکامو د رسولو چي کله نوري مشروع طریقې سته نو شرعاً د غیرمشروع طریقو اختیارولو کله اجازت سته؟ …

نو اوس هیله ده چي د انصاف خاوندانو ته په دې مسئله کي شبه نه وي پاته او د افراط او تفریط څخه ټوله تیر سي او د امت مصلحین علماوو سره عداوت او بدګماني او د هغوی په شان کي اهانت او بدزباني ونه کړي او شپه او ورځ د نبوي سنتو د محبت او اتباع کوښښ وکړي. اللهم ارزقنا حبک وحب نبیک واتباع سنته وتوفنا علی ملته واحشرنا فی زمرته (اصلاح الرسوم: ص۱۱۹. دارالاشاعت)

د ذکر سوو علماء کرامو تر څنګ نور زیات علماء هم سته چي په دې اړه یې امت خبر کړی دی دلته د موضوع د اوږدېدو په وجه همدومره د حق پلټونکي ته کفایت کوي.

سنت دی که بدعت؟

که عوامو خلګو ته دانه معلومېدل چي دا عمل سنت دی که بدعت (د فریقینو دلایل نه ور معلومید) نو د هغوی لپاره د عمل صحیح لار صرف دا ده چي هغوی دي دا ډول مشکوک کار ته نه نژدې کیږي. د علماوو په اتفاق د هغه عمل څخه ځان ساتل د هغوی لپاره د عمل صحیح لار ده. (علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله / راه سنت د میلاد بحث)

نو د قران، حدیث، اجماع او قیاس څخه او همدارنګه د څلورو مذاهبو د معتمدو علماوو د فتواوو څخه ثابته سوه چي مروجه میلاد لمانځل په شریعت کي اصل نلري بلکي په شپږمه هجري پیړۍ کي یوه پاچا دا بدعت ایجاد کړی دی چي د میلاد قایلین علماء لا هم په دې اعتراف کوي. نو ځکه ددې پریښول لازمي دي.

او هغه ټول دلایل چي قایلین يې وایه همدغه دلایل په خیرالقرون کي صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو او ائمه اربعوو په وړاندي هم وه بلکي تر هر چا هغوی ته دا دلایل ښه معلوم وه مګر هغوی میلاد لمانځنه رایج نه کړه ځکه چي هغوی هیڅکله په دین کي نوی شی نه ایجادوی.

یو څوک دي د خپل ځان څخه دا سوال وکړي که چیري زه د خیرالقرون د خاوندانو په دول دغه میلاد ونه لمانځم نو زیان به مي څه وي؟ یقیناً پوه به سي چي زیان خو هیڅ نلري بلکي د قران او حدیث متابعت یې وکړی!

امام سفیان ثوري رحمه الله فرمايي: إن البدعة أحب إلى إبليس من المعصية لأن البدعة لا يُتاب منها والمعصية يُتاب منها.

و ابلیس ته تر ګناه بدعت ډیر محبوب دی ځکه چي خلګ عموماً د بدعت څخه توبه نه کوي (دلیل پر وايي) خو د ګناه څخه بیا توبه کوي.

امت ته الهي او نبوي حکم

الله عزوجل مسلمانانو ته حکم کوي که چیري تاسو زما د نبي سره محبت کوی نو د هغه اتباع او پیروي وکړئ بیا به زه هم ستاسو سره محبت وکړم:

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ. (آل عمران: ۳۱)

ژباړه: ورته ووایه: که چیري تاسي د الله سره محبت لری نو زما پیروي وکړئ چي الله جل جلاله له تاسي سره محبت وکړي او ستاسي ګناهونه وبخښي او الله جل جلاله بخښونکی او رحم لرونکی دی.

دا موضوع د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم په څو مبارکو ارشاداتو پای ته رسوو چي واقعاً د یوه مخلص امتي لپاره همدا حدیثونه کفایت کوي:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه ورځ صحابه کرامو ته یو ډیر بلیغ، دردونکی او ژړونکی نصیحت داسي وکړی:

فإنه من يعش منكم بعدى فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتى وسنة الخلفاء المهديين الراشدين تمسكوا بها وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور فإن كل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة. (ابوداود، ترمذي، ابن ماجه، احمد)

ژباړه: یقیناً زما وروسته چي څوک ژوند کوي هغه به ډیر زیات اختلاف وویني نو په داسي وخت کي پر تاسو لازم دی چي زما سنت (طریقې) او زما د هدایت یافته خلفاوو سنت لازم ونیسئ، هغه (خلفاء) چي هدایت کړل سوي دي، (دا سنت) ټینګ يې ونیسئ او په غاښو يې ټینګ ونیسئ او په دین کي د نوي نوي خبرو د پیدا کیدو څخه ځان وساتئ ځکه چي هره نوې خبره بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده.

بدعت کونکی د حوض کوثر څخه محروم او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ور څخه بیزاره دی:

إِنِّي فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ، مَنْ مَرَّ عَلَيَّ شَرِبَ، وَمَنْ شَرِبَ لَمْ يَظْمَأْ أَبَدًا، لَيَرِدَنَّ عَلَيَّ أَقْوَامٌ أَعْرِفُهُمْ وَيَعْرِفُونَنِي، ثُمَّ يُحَالُ بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ، فَأَقُولُ: إِنَّهُمْ مِنِّي، فَيُقَالُ: إِنَّكَ لَا تَدْرِي مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ؟ فَأَقُولُ: سُحْقًا سُحْقًا لِمَنْ غَيَّرَ بَعْدِي. (متفق علیه)

یعني زه به پر حوضِ کوثر ستاسو څخه مخکي موجود یم، هر څوک چي زما حوض ته راسي هغه به یې ضرور ور څخه وچیښي او څوک چي د حوضِ کوثر څخه اوبه وچیښي هغه به هیڅکله تږی نه سي. ما ته به په حوض کوثر کي داسي خلګ هم راسي چي زه به یې وپیژنم او هغوی به ما وپیژني مګر زما او د دوی په منځ کي به حایل جوړ کړل سي (دوی به منع کړل سي). زه به ووایم چي دا خو زما د امت خلګ دي! ما ته به وویل سي چي تاسو نه یاست خبر چي دغو خلګو ستا وروسته په دین کي نوي بدعات او رسومات رامنځ ته کړي وه. نو زه به ووایم:  چا چي زما وروسته په دین کي تبدیلي راوستل: هغه زما څخه لیري کړئ! لیري یې کړئ!

ایا داسي مسلمان به اوس هم وي چي ددې نبوي توصې څخه متاثره نه سي؟

وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب