ناروغۍ مختلف ډولونه او درمل يي

ناروغۍ مختلف ډولونه او درمل يي

نن مو د ناروغۍ له مختلفو ډولونو او د نوموړي ناروغیو د درملنې له طریقې سره اشنا کوو. دغه لنډې طریقې د بدن نورو برخو ته له زیان رسولو پرته په طبیعي ډول ستاسې روغتیايي مشکل حلوي.

۱- خیټې اضافي وزن:

در ورځې پنځه ګیلاسه شین چای په انسان کې اضافي وزن کموي او په خاص ډول د خیټې شاوخوا اضافي وزن کمولو کې ډیر ګټور ثابتیږي.

۲- سر درد او ذهنی فشار:

د سر درد او ذهنی فشار لپاره پنځه دقیقې خپل پښې له یو دیوال سره په هوا او سر مو پر ځمکه کیږدئ. له دې عمل سره د سر په برخه کې د وینې جریان زیاتیږي او د سر درد او ذهني فشار له منځه وړلو کې مرسته کوي. خو په دي شرط چې سردردي د لوړ فشار له امله نه وي.

۳- د سر درد چټک درملنه:

د شدید سر درد او مختلف ډولونو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل د انګور جوس دی. د انګور جوس په چټک ډول د سر درد مختلف ډولونه له منځه وړي.

۴- سګریټ:

هغه کسان چې سګریټ څښي د هغوي په سږو کې زیاته اندازه نیکوتین جمع کیږي. د کیوي میوه نه یوازې له بدن څخه نیکوتین پاکوي بلکه د سګریټ په بریښودلو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

۵- خپل روغتیا حاصلول:

انسان ډیر چټک په ناروغۍ اخته کیږي خو بیرته رغیدل او خپل طبیعي حالت ته رسیدل په اونیو او میاشتو وخت نیسي. که غواړئ خپل رغیدو مرحله چټکه کړی نو د ګیلاس (Cherry) نومې میوې جوس له زیات نه زیات استعمال کړئ.

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب