نانو تکنالوژي

ټول شیان داتومونو نه جوړ شوي دي او دا چي دا اتومونه په څه ډول سره یو څای شوي او تنظیم شوي دي  . د مثال په ډول الماس د کاربن نه جوړ شوی او ذغال هم دکاربن نه جوړشوی او یوازې توپیر یې په جوړښت کې دی په کاربن کې اتومونه یوډول او په الماس کې بل ډول تنظیم شوي دي .

که د شګو اتومونه سره د سره ترتیب شي نو دکمپیوتر چیپس به ترې جوړ شي او که د هایدروجن او کاربن اوهوا اتومونه دسره ترتیب شي نو پټاتې به ترې جوړې شي . تر اوسه د تولید سویه دمالیکول په سطحه ده او که د وضاحت د پاره داسې مثال راوړم چي خښتې کولای شو په داسې ډول سره کیږدو چې یو دیوال یو کور او یا کوټه ترې جوړه شي .

په راتلونکي وخت کي به دا کار امکان ولري چي اتومونه په خپله خوښه سره منظم کړو چي هم ارزانه او اسانه وي ددې کار دپاره راتلونکې پیړۍ تخمین شوې ده یعنې اټکل کیږی چی په راتلونکې پیړۍ کې به انسانان وکولای شي چی اتومونه سره دسره تنظیم کړی .

دیادولو وړ ده چي د نانو تکنالوژي په باره کې چي په راتلونکي نسلو کې به ډیر اهمیت ولري خبرې وکړو اوس په ډیرو موضوعاتو څېړنه کیږي چي ابعاد یې د ۱۰۰۰ نانو موترو  په اندازه دي او دا لا نور هم وړوکي کیږي  او سنۍ لیتو ګرافي لا نور هم انکشاف کوي اما عنعنوي لیتو ګرافي نور دې مسایلو ته جواب نه شي ویلی چي د مایکرون نه وړه وي  . په وروستیو ۵۰ کلو کې نانو تکنو لوژی ډیر انکشاف کړی او دا به لا نور هم انکشاف وکړي او داسې فکر کیږی چي د مالیکول په اندازه چیپس به جوړ شي او د نانو تکنالوژی په تخنیکو به سره تړلي وي او ډیر ارزان او اسانه به جوړیږي او هر لوجیک عنصر به د مالیکول په اندازه وړوکی  اودقت به یې د اوسنیو کمپیوترونه زیات وي .

د نانو تکنالوژي اوسنی تعریف که ښه واضح نه وي نو یو څه نور اصطلا حات به ښایي دا موضوع رو ښانه کړي  لکه مالیکولر تکنالوژي او یا مالیکولر نانو تکنالوژي چي په موادو د مالیکول په سویه وڅیړل شي او مونږ کولای شو چي هر څه یې ونوموو خو دا لاندې مطلب  ترې مراد دی .

your ads

هر اتوم په خپل معین او معلوم ځای کې کیښودل شي .

مونږ کولای شو چي هر ساختمان ترې جوړ کړو .

قیمت یې د خامو موادو دبیې نه ډیریږي .

دوه نورترمونه چې مهم دي او هغه دادی

Positional assembly

Massive parallelism

او دا دا معنی لري چي اوله اصطلاح  نه مقصد دادی چي هر اتوم په خپل ځای کي کیښودل شي او ددویمې اصطلاح مطلب دادی چي ارزانه تمام شي .

اوله اصطلاح  د مالیکولي روبوت نه  خبرې کوی  .

فایمن په ۱۹۵۹کې ویلې وو چي د اتومو نه دجوړیدو په کارکې د فزیک له مخې کومه مانع نه شته  . د  وړو اجزاونه  چي د مالیکول په اندازه وي سره یو ځای کیږي او لږ څه لوی او بیا لږنور لوی روبوت ترې جوړیدای شي .

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب