ناوړه دودونه یادیږي خو ورکیږي نه!

په دې پرمختللي نړۍ کې  ممکن ډیرې پټې کړنې او ترخه حقیقتونه  راښکاره شوي وي له ډیرو حقیقتونو پرده پورته شوي وي،  ډیرو ناوړه دودونو بدلون کړی وي،  خو لا هم د پښتنو په اکثریت سیمو کې ښځې د ناوړه دودونو قرباني کیږي .

هغه پیښې یا کړه وړه چې د ناوړه دودونو له امله رامنځ ته کیږي ډیری یې قصدآ د رسنیو یا خبریالانو له لوري نه ریپوټ کیږي، ممکن ژورنالیزم هم پر یوه خوا روان وي ډیر شمیررسنۍ  یوازې امنیتي پیښې ریپوټ کوي خو پر نورو موضوعاتو ریپوټونه راته بې اهمیته ښکاري یایې د نشرولو وړ نه بولو، غواړم دلته هغه ترخه واقعیتونه یاد کړم چې ډیر کم یا د شوي دي یا هیڅ له دې ډول ټولنیزو وحشتونو څخه څوک خبر نلري .

په کلیو او بانډو کې لا هم د ناوړه دودونو تور سیوری خور دی او هره ورځ داسې پیښې او وحشتونه کیږي چې اوریدل یې د توان څخه لرې خبره ده، پخوا به دا کار ډیر کیده که کوم شی به په کور کې ورک شو نو خواښي به په ننګور باندې الزام لګوه ، د ننګور د خلاصون یوازینی لار دا وه چې په ایشیدلو اوبو کې لاس کیږدي قسم وخوري که لاس یې وسوځیده شیان به ننګور غلا کړي وي که ونه سوځیده ننګور یې پاکه ده دا بد دود په غرنیو سیمو کې اوس هم شته .

که د کوم هلک کومه جینۍ خوښه شوه پلار یې ورته ورنکړه د هلک کورنۍ پاڅیږي د کور مخې ته یې د ټوپک ډزونه کوي خلک خبروي چې د پلاني لور زما شوه بل څوک باید جرګه ورونه لیږي که یې ورولیږله د دښمنی څښتن به شي چې کله یې ډزونه ورباندې وکړل په جینۍ باندې د غږ وهلي جینۍ نوم پریوزي یا به سرسپینوي یا به یې همغه هلک ته ورکوي بدبختانه دا دود اوس هم شته دی .

ممکن ډیر شمیر لوستونکي له دې څخه خبر ولري چې که د کومې ښځې نارینه اولاد نه کیده په بیلابیلو ډولونو زورول کیږي او پیغورونه ورکول کیږي خو په دې ټول پوهیږو چې پیدایښت او مرګ د لوی خدای ج له لوري دي .

زموږ په ټولنه کې ښځو ته په کم نظر کتل کورنی تاوتریخوالی خو عادي خبره ده او په اکثریت کورونو کې د معمول په څیر ترسره کیږي،ډیر شمیر خلک په دې ویاړي چې که څوک خپله میرمن وهي غیرتي سړی بلل کیږي خو که له خپلې میرمنې سره په مینه او انسانیت رویه کوي  بیا یې په بیلا بیلو نومونو یادوي او بیغرته یې بولي .

که د کومې جینۍ د واده په ورځ کومه بده پیښه وشي یا ترافیکي پیښه  وشي هغې ناوي ته ویل کیږي کمبخته یې ستا په واده کې پیښه وشوه تر پایه یې ورته یادوي همدا ډول ډیری خلک دوه یا درې وادونه کوي کله چې دوهم واده وکړي لومړی واده ته بیا د میرمنې په نظر نه ګوري او بد چلند ورسره کوي.

ښځو ته په کورکې په کټ کناستل یا د نارینه وو سره یو ځای په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړل غټ شرم  ګڼل کیږي، په بدو کې د نجونو ورکړه له پخوا راهیسې یو بد دود دی چې اوس په کمیدو دی ډیر شمیر خلک په خپلې خور، لور د هلک کورنۍ لپاره زیاته اندازه ولور وټاکي چې وروسته له واده بیا جنۍ په دې اړه سپکیږي او تهدید کیږي چې موږ د سپیره او خوار کړو ستا د واده لپاره مو په پور پیسې واخیستې خو د جنۍ مور او پلار دې ستونزې ته پام نه کوي او لا هم د خپلې لور په واده باندې زیاته اندازه ولور اخلي ځینې یې د لورپه واده مصرفوي او ځینې پیسې یې خپل جیب ته اچوي.

ډیر شمیر خلک لوڼې په بدل کې سره واده کړي کوم وخت چې د کورنیو ترمنځ عادي ستونزه رامنځ ته شي  بیا هر یو کور واده شوي جنۍ یو بل ته سره نه ورپریږدي او ډیر کله داسې هم کیږي چې تر عمره یې د پلار کورته نه ورپریږدي.

امکان د ولري زموږ ددې بدو دودونو بنسټیزه ستونزه د اسلام په اړه نه معلومات لرل وي او یا هم تر اسلامي روایاتو دودونو ته ډیر لومړیتوب ورکول وي بدختانه موږ دین رواجي کړی دی زما په نظر ددې ډول ستونزو د له منځه وړلو لپاره سواد او ذهنیت جوړونه تر ټولو مهم کار دی مدني بنسټونه او په دې برخه کې مسوولې ادارې بدختانه ورځ اړوي او تنخوا اخلي .

طیب بریال|تاند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب