ناک؛ هغه مېوه چې د ډېرو ناروغیو مخه نیسي

که څه هم د مڼې په اړه ډاکټران ډېرې سپارښتنې کوي چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو له ډاکټره لرې ساتي، خو د ناک خوړل هم د یوشمېر ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټوره مېوه ده. له فایبر او پوتاشیم څخه ډکه دغه مېوه له کم کالوریو سره په بدن کې د ډول ډول اکسایډ ضد مادې رامنځته کوي. د دې خوندورې او خوږې مېوې روغتیایي ګټې په لاندې ډول دي:

۱- د بدن حجرو ساتنه کوي

۲- کلسټرول کموي

۳- د سرطان مخنیوی کوي

په ناک کې شته فایبر د هغو حجرو مخنیوی کوي چې د کولمو د سرطان لامل کېږي. د یوې څېړنې له مخې هره ورځ یو ناک خوړل په مېرمنو کې د سینو سرطان ګواښ تر ۳۴ سلنه کموي.

۴- د چاغوالي مخه نیسي

څوک چې هره ورځ ناک خوري، په دوی کې د چاغوالي کچه ۳۵ سلنه راټيټېږي. د امریکا په لوزیانې سټېټ پوهنتون کې د څېړنې له مخې ویل شوي چې ناک د فایبر او ویټامین سي ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي. همدا ډول ناک د تبې په مخنیوي کې هم ښه ثابتېږي؛ ځکه چې ناک په مزاج کې یخه مېوه ده او دا یخوالی یې د تبې په علاج کې مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب