نبي علیه السلام مبارک ته په څېره کې څوک ورته و؟!

 

له عائشې رضی الله تعالی عنها نه روایت دی، وایې: «هيڅوک مې نه دی لیدلی، چې ورته دي وي په هیئت، سیرت او شکل کې. په یو بل روایت کې: په خبرو او کلام کې، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره، تر فاطمې رضی الله تعالی عنها، کله به چې هغه مبارکه د علیه السلام مبارک کورته راغله؛ نو هغه علیه السلام مبارک به ورته ولاړ شو، تر لاس به یې ونیوله، ښکل به یې کړه! د خپلې ناستې پرځای به یې کېنوله! او کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک د هغې کورته ورغلی؛ نو هغه مبارکه به ورته ولاړه شوه، ښکل به یې کړ! تر لاس مبارک به یې ونیول، د خپلې ناستې پر ځای به یې کېناوه.

رواه ابوداود·
ــــــــــــــــ
ملا علي قاري رحمه الله د ابن عباس – رضی الله تعالی عنه – روایت نقل کوي، وایي:

«مَنْ قَبَّلَ بَيْنَ عَيْنَيْ أُمِّهِ كَانَ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ»

ژباړه: که چا د مور د سترګو منځ ښکل کړ؛ نو دا عمل به یې د دوږخ له اوره پرده شي.

your ads

دا راز لیکي:

«فَكَأَنَّهُ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – نَزَّلَهَا مَنْزِلَةَ أُمِّهِ تَعْظِيمًا لَهَا.»

ګواګې نبي علیه السلام فاطمې مبارکې ته د مور مقام ورکړی و، د درناوي په توګه.

د حدیث شریف متن لاندې ده.

۴۶۸۹ – وَعَنْ عَائِشَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا – قَالَتْ: «مَا رَأَيْتُ أَحَدًا كَانَ أَشْبَهَ سَمْتًا وَهَدْيًا وَدَلًّا. وَفِي رِوَايَةٍ: حَدِيثًا وَكَلَامًا بِرَسُولِ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – مِنْ فَاطِمَةَ، كَانَتْ إِذَا دَخَلَتْ عَلَيْهِ، قَامَ إِلَيْهَا، فَأَخَذَ بِيَدِهَا فَقَبَّلَهَا وَأَجْلَسَهَا فِي مَجْلِسِهِ، وَكَانَ إِذَا دَخَلَ عَلَيْهَا، قَامَتْ إِلَيْهِ، فَأَخَذَتْ بِيَدِهِ فَقَبَّلَتْهُ وَأَجْلَسَتْهُ فِي مَجْلِسِهَا» . رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ.

[مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، ٢٩٦٩/٧].

ژباړه: م. حمد الله «دانشمند»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب