نسجونه (Tissues)؛ حیواني او نباتي نسجونه

نسجونه (Tissues)

د ورته حجراتو مجموعه چې یوه خاصه دنده سرته رسوي، د نسج په نامه یادېږي. هر نسج له داسې ورته حجراتو څخه جوړ شوی دی، چې خاص شکل او یو شان جسامت لري. نسجونه په دوه ډوله دي: حیواني او نباتي. لاندې هر ډول په تفصلي توګه تشرېح کوو 

حیواني نسجونه (Animal Tissues)

لکه څرنګه چې پورته ذکر شول، نسجونه د ورته حجراتو مجموعه ده، چې یوه خاصه دنده پر مخ بیايي. لاندې حیواني نسجونه د حیواناتو د بدن په جوړښت کې شامل دي او څلور ډوله دي.

  • بشروي نسجونه (Epithelial tissues)
    لکه څرنګه چې د دغه نسجونو له نامه څخه معلومېږي، دغه نسجونه د پوستکي بهرنۍ برخه او د وینې د رګونو، د هاضمې د کانال (مرۍ، معده او کولمې) او د بولي کانال داخلي برخه پوښي. د دې نسجونو د دندو مثالونه د بدن د داخلي غړو ساتنه او د ادرار او خولو په بڼه د فاضله موادو دفع ده. بشروي نسجونه له یو یا څو پوړیزو حجرو څخه جوړ شویدي.
  • عضلاتي نسجونه (Muscular tissues)
    دغه نسجونه له اوږدو استوانه یي او دوک ډوله حجرو څخه جوړ شوي او په عمومي ډول په درې بڼو موجود دي
  • ښوی عضلاتي نسجونه
  • خط لرونکي عضلاتي نسجونه
  • د زړه عضلاتي نسجونه
  1. سکلیټي عضلاتي نسجونه

د انسان سکلیټي عضلاتي نسجونه د بدن تقریبا ۴۰٪ وزن جوړوي. سکلیټي عضلاتي نسجونه د حرکت لپاره د بدن په هډوکو پورې نښتې دي او کولای شي سلګونه ډوله حرکت منځ ته راوړي. کېدای شي دا حرکتونه د یو غوسه شوي شخص په څېره کې ولیدل شي. کله چې د حرکت اراده وکړو نو له مغز څخه پیغام سکلیټي عضلو ته لېږدول کېږي او په نتیجه کې یې حرکت منځته راځي. د پلې (Tendon) رشتې سکلیټي عضلې له هډوکو سره نښلوي. سکلیټي عضلاتې نسجونه د خط لرونکو نسجونو په نامه هم یادیږي.

  1. ښوی عضلاتي نسجونه

ښوی عضلاتي نسجونه مخططې برخې نه لري. د دې عضلاتي نسجونو حجرې اوږدې او دوک ډوله دي. ارام حرکت کوي او لږه انرژي مصرفوي. د پاڼې په شکل جوړې شوې دي او د هضمي سیستم، تنفسي سیستم، د وینې د رګونو او تکثري مجراوو کې شتون لري. دا نسجونه چې کومې عضلې جوړوي هغه غیر ارادي عضلې دي. 

  1. د زړه عضلاتي نسجونه

د شمزۍ لرونکو حیواناتو زړه له دې عضلاتې نسجونو څخه جوړ شوی دی او داسې معلومېږي، چې نه ستړې کېدونکې عضلې دي. دغه عضله د ښويې او مخططې دواړو عضلو ځينې ځانګړتیاوې لري لکه جوړښت یې مخطط دی او دنده یې غیر ارادي ده. د زړه عضلې په خپلو حجرو کې دوه هستې لري.

  • نښلوونکي نسجونه

د دې نسجونو اصلي دنده د نورو نسجونو په منځ کې د اړیکو ټینګول دي. دغه نسجونه ډېر ډولونه لري. د دغه نسجونو یوه دنده له پوستکي سره د عضلې او له عضلې سره د هډوکو یا کرپندوکو د اړیکو ټینګول دي. کرپندوکي او وینه ارتباطي نسجونه دي.

عصبي نسجونه

عصبي نسجونه له ځانګړو حجراتو څخه چې نیورون ورته وایي جوړ شوي دي او د بدن بېلا بېلو برخو ته د معلوماتو د لیږد دنده په غاړه لري. عصبي انساج د انسانانو او حیواناتو د مختلفو سیستمونو په منځ کې ارتباط او همغږي منځ ته راوړي. عصبي نسجونه موږ ته د فکر او زده کړې توان راکوي.

نباتي نسجونه

څرنګه چې له نوم څخه يې معلومیږي دغه نسجونه د نباتاتو په جوړښت کې مهم رول لري. دغه نسجونه د موقعیت او دندې له پلوه په مختلفو برخو ویشل کیږي، لکه بشروي نسجونه (Epidermis)، مارسټمیټک نسجونه (Meristematic tissues) اساسي نسجونه (Ground tissues) او وعایي نسجونه (Vascular tissues)

  • بشروي نسجونه (Epidermis tissues)

بشروي نسجونه ساتونکي نسجونه دي او د نبات د اعضاوو لکه پاڼو او ساقو په بهرنۍ سطحو شتون لري او له خارجي تخریب کوونکو عواملو څخه د نبات ساتنه کوي.

  • مارسټمیټک نسجونه (Meristematic tissues)

مارسټمیټک نسجونه د نبات د ودې نسجونه دي او په دومداره توګه د وېش وړتیا لري. دغه نسجونه د نبات په هغه برخو کې شتون لري، چې وده کوي. لکه د نبات څوکه، تنه (د کمبیوم برخه) او ریشه. د دغه نسجونو حجرې داخلي خالیګاوې نه لري او یوه غټه هسته او غلیظ سایتوپلازم لري. د دغه نسجونو حجري یا ډېر کم او یا هېڅ واکیول نلري.

  • اساسي نسجونه (Ground tissues)

اساسي نسجونه له مارسټمیټک نسجونو څخه منځته راځي؛ خو حجراتو یې د وېش وړتیا له لاسه ورکړې وي او خپل ځانته یې مخصوص شکل غوره کړی دی. دغه نسجونه عبارت دي له:

  • پارنشیما (Parenchyma): د پارنشیما نسجونه د نباتاتو په داخلي اعضاوو کې پیدا کیږي او د نباتاتو له اصلي او فعالو نسجونو څخه شمېرل کېږي. هغه حجرې چې د پارانشیما نسجونه جوړوي ساده او نازک سلولوزي دیوال لري. پارنشیمایي نسجونه د نبات په ټولو برخو کې پیدا کیږي.
  • کولنشیما (Collenchyma): د دې نسجونو حجرې د پارانشیما د حجرو په شان دي. خو د حجرې دیوال يي پیړ دی، چې د نبات ځوانو او وده کوونکو برخو ته کږیدو او تاویدو ځواک ورکوي. حجروي خالیګاوې نه لري او یو څه اندازه کلوروپلاست لري. د کولنشیما نسجونه په دوه مشیمه نباتاتو کې تر بشروي نسج لاندې موقعیت لري او د یو مشیمه نباتاتو په تنه، ریښه او پاڼو کې شتون نلري. د کلوروپلاست په لرلو سره دوی د قند او نشایستې د جوړولو وړتیا لري.

سکلرنشیما (Sclerenchyma): د سکلرنشیما نسجونه ډیر سخت او کلک دي. د دې نسجونو د حجرو دیوال د وخت په تیریدو پیړېږي او حجره مري. د لوبیا د دانو پوستکي، د ناک په میوه کې کلک زړي او د غوزانو کلک پوستکي له دې انساجو څخه جوړ دي، چې د هغوی د سختوالي لامل ګرځي.

  • وعایي نسجونه (Vascular tissues)

وعایي نسجونه له زایلم او فلویم څخه عبارت دي. زایلم اوبه او معدني مواد له ريښې څخه ساقې او پاڼې ته لېږدوي، په داسې حال کې چې فلویم پخه شيره له پاڼې څخه د نبات نورو برخو ته رسوي. لاندې انځور ټول نباتي نسجونه راښيي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ.

  1. نسجونه د …………حجراتو مجموعه ده.
  2. وینه یو ……………نسج دی.
  3. ………… نسج هاضمي کانال پوښي.
  4. زایلم د ……………..انتقال په غاړه لري
  5. فلویم یو ………………. نسج دی.
  6. مارسټمیټک نسجونه د نبات د …………… نسجونه دي.

حل تمرین

ځوابونه

  1. ورته
  2. ارتباطي
  3. بشروي
  4. اوبو
  5. انتقالي
  6. ودې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب