نشايسته

د پولي سکرايد له ډلې څخه ده. د نشايستې هر ماليکول د ځلوکوز د څو ماليکولونو له يوځايوالي څخه، چې يوه اندازه اوبه له لاسه ورکوي، حاصلېږي.

نو ويلی شو چې نشايسته د ځلوکوز د زېرمې سرچينه او په پایکې د انرژۍ د زېرمې سرچينه ده. په حجره کې د نشايستې ماليکولونه د کروي شکله دانو په منځ کې واقع وي چې د اميلوپلاستيد (Amiloplastide) يا د نشايستې د دانو په نامه يادیږي.

هر يوه دانه د يو غشاء په واسطه احاطه شوې ده چې د خوړو د پخېدو په وخت کې ذکر شوی پوښ چوي او له هغې څخه د نشايستې ماليکولونه راوځي. د خوړو پخول د نشايستې د ماليکولونو د هضم د عمل د اسانيدو لامل کېږي. نشايسته له أيوډين سره تعامل کوي او ابي رنګ اخلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب