نشه یي توکې د اسلام له نظره

په اسلام كې د ټولو نېشه يي توكو پر خلاف د جهاد اعلان

د نېشه يي توكو كارول تقريبا د نړۍ په ډېرو دينونو كې بدګڼل شوي دي، خو اسلام هغه يوازنى مذهب دى چې د شك او تذبذب ټول اړخونه يې بيخي له منځه وړي دي او په دي برخه كې يې په وروستۍ كچې يوه غوڅه پرېكړه نافذه كړي ده او پر هغو ټولو خلكو يې چې د نېشه يي توكو كارول د لوى خداى (ج) لعنت ويلى دى نه يوازې پر هغوخلكو يې لعنت ويلى دى. چې دغه توكي كاروي بلكې د دغو توكو پر پلورونكو، رانيوونكو، جوړوونكو، كه يې هغوى د خپل ځان لپاره جوړوي او يا هم د نورو لپاره او د دغو نېشه يي توكو پر وړونكو او همدارنګه پر هغه چا چې د ده لپاره وړل كېږي، په ټولو يې لعنت ويلى دى. كه چېرې دغه مسئله تر څېړنې لاندې ونيول شي نو په ډېره ښه توګه به ورته څرګنده شي چې د اسلام سپيڅلي دين په دې هكله څومره سخت قانون وضعه كړى دى. پر دغو ټولو ياد شوو خلكو يې د خداى (ج) لعنت ويلى دى او له دغو خلكو سره يې په پوره توګه كركه او نفرت ښكاره كړى دى، اسلام د نېشه يي توكو د حراموالي اعلان په داسې جامعيت سره كړى دى، چې هېڅوك د دغو توكو د كارولو په هكله هېڅ تصور هم نه شي كولاى. د لوى څښتن وروستي استازې محمد رسول لله (ص) لومړى ټول نېشه يي توكي تر يوه نامه او يوې قاعدې لاندې راولي او بيا يې د حراموالي حكم كوي: ((كل مسكر خمر وكل خمر حراما)) ژباړه: هر نېشه راوستونكى شى شراب دي او هر نېشه راوستونكى شى حرام دى.

ومو ليدل چې جناب محمد رسول لله (ص) ټول نېشه راوستونكي توكي په يوه نامه ونومول يعنې هر نېشه راوستونكى شى كه هغه چرس، هيرويين، ترياك او يا هم شراب وي كه هغه تر ځمكې راوتلي وي او يا هم تر دې وروسته راوځي ټول يې حرام وبلل يعنې په اسلام كې د ټولو حكم د شرابو دى او ټول حرام دي.

ښه نو دا چې د اسلام له نظره ټول نېشه يي توكي شراب ونومول شول يعنې د ټولو نوم يې شراب كېښود نو اوس دې خبرې ته راشئ چې جناب محمد رسول لله (ص) د شرابو د حراموالي حكم په كومو سختو الفاظو سره كوي: قال قال رسول لله ص: ((لمن الله خمر و شاربها و ساقيها و بايعها و مبتعها و عاصرها و معتصرها و حاملها والمحمولت اليه: ابو داؤد كتاب الشربۀ صفحه ۵۱۷

ژباړه: رسول لله فرمايلي دي، چې خداى (ج) پر خمرو او ټولو نېشه يي توكو لعنت ويلى، همدارنګه يې پر كاروونكي، پلورونكي، رانيوونكي، جوړوونكي او لېږدوونكي هم لعنت ويلى.

د دې خبرې يادونه اړينه ګڼم، چې د لوى څښتن په سپېڅلي كتاب كې چې د شرابو حرمت په هكله كوم ايتونه نازل شوي دي په هغه كې د خمر لفظ كارول شوى دى.

your ads

نو له دې امله د خمر د حقيقت ټاكل مانا دا چې د خمر د حقيقت معلومول ډېر اړين كار دى، ځكه چې د يوه مهذب قانون تر ټولو مهمه او لويه دنده دا ده، چې له كومو توكو څخه چې دوى خلك منعه كوي تر هر څه مخكې بايد دغه كار منطقي حقيقت يعنې خلكو ته هغه كار ښه تشرېح كړي. دا چې په عربو كې به شراب له بېلابېلو توكو څخه جوړېدل او په بېلابېلو نومونو به يادېدل او همدارنګه يې اغېزې هم له يو او بل سره توپير درلود. او اسلامي قانون دا غوښتنه درلوده، چې هر ډول نېشه يي توكي بايد بند كړل شي، هغه كه په هر ترتيب جوړ شوي وي او كه له هر شي څه جوړ شوي وي او چې په هر نوم باندې جوړ شوي وي. ټول بايد بند كړل شي نو له دې امله د دې قانون په تشرېح او ښه څرګندتيا كې د انسانيت د مكتب ستر حاكم جناب محمد رسول لله (ص) داسې وايي:

ان من العنب خمرا و ان من التمر خمرا و ان من العسل خمرا و ان من البر خمر و ان من الشعير خمرا = اوبوداؤ د كتاب الشربت صفحه: ۵۱۷

ژباړه: د انګورو خرما، غنمو، اوربشو، جوارو او د هر شي له نښتېږلو څخه شراب جوړېږي او زه تاسې د هر نېشه راوستونكي شي څخه منع كوم يعنې نېشه يي توكي چې له هر شي څخه جوړ شي، هغه ټول شراب بلل كېږي، او ټول منع او يو ډول حرام دي.

ومو ليدل چې جناب رسول لله (ص) دا خبره ښكاره كړه چې له ډېرو توكو څخه شراب يعنې نېشه يي توكي جوړېږي خو له هر شي څخه چې نېشه يي توكي جوړ شي، هغه حرام دي. ځكه چې جناب رسول لله (ص) په ډېره څرګنده توګه خلك پوه كړل:

په بل ځاى كې رسول اكرم (ص) وايي: ((اني انهاكم عن كل مسكر= ابوداؤد كتاب الاشس بته صفحه. ۵۱۸))

ژباړه: ((زه تاسې له هر راز نېشه راوستونكو توكو څخه منع كوم، هغه كه په هر نامه سره وي او كه په هر ترتيب جوړ شوي وي او كه هغه له هر شي څخه جوړ شوي وي، ټول حرام دي.))

 خو داچې لوى خداي (ج) د اسلام سپيڅلى دين د يوه عالمګير او نړيوال دين په توګه رالېږلى دى، نو دې خبرې امكان درلود چې د نړۍ په نورو برخو كې او يا هم د زمانې په تېرېدلو سره دې نېشه يي توكي له نورو توكو څخه هم جوړ شي يعنې په نوې بڼه او نوو نومونو دې راووزي او ځيني خلك دې دا وګڼي چې دغه توكي په پورتني حديث يعنې په قانون كې شامل نه دي نو له دې كبله جناب محمد رسول لله (ص) د نېشه يي توكو داسې بشپړ او پوره تعريف وكړ، چې هر ډول نېشه راوستونكي توكي په كې شامل شول هغه (ص) فرمايي:

كل مسكر خمر وكل مسكر حرام. ژباړه: هر نېشه راوستونكى شى شراب دي او هر نېشه راوستونكى شى حرام دى او همدارنګه د ابوداؤد حديث دى: صلاته اربعين صباحا صفحه: ۵۱۸ ابوداؤد.

ژباړه: جناب رسول لله (ص) فرمايلي دي، چې هر نېشه راوستونكى شى شراب بلل كېږي او نېشه راوستونكى شى حرام دى او څوك چې يو نېشه راوستونكى شى وكاروي تر څلوېښتو ورځو پورې يې لمونځ ناقص دى، د ابوداود حشي ليكلي چې په بعضورواياتوكي لم تقبل له صلوته اى لم يكن له ثواب وان برى الذمت وسقط القضآ باالااركانه مع الشرايط: الفاظ راغلي دي.حاشيه ابوداؤد صفحه ۵۱۸

په ځينو روايتونو كې راغلي دي چې څلوېښت ورځې يې لمونځ نه قبلېږي د لمانځه ثواب يې له منځه ځي كه څه هم د ده له ذمي څخه د لمانځه ادآ ساقطېږي او بيا قضانه پرې لازمېږي، كه چېرې له خپلو شرايطو او اركانو سره يې سم هم ادا كړي.

قوله اربعين صباح ان المرادصلوت الصبح وهي افضل الصلات ويتحمل ان يرادبه اليوم اي صلات اربعين يوما=حاشيه ابوداؤد صفحه ۵۱۸:

يعنې دا قول چې (اربعين صباحا) له دې څخه مراد د سهار لمونځ دى ځكه چې دا تر ټولو افضل لمونځ دى او دا احتمال هم لري چې له (صباحا) څخه موخه ورځ وي يعنې دا د څلوېښتو ورځو د لمونځونو ثواب يې له منځه ځي.

خو په دې صورت كې هم د حيله ګرو خلكو لپاره د حيلې جوړولو ته لږ موكه لا په لاس ورتله چې هغه هم جناب رسول لله (ص) په پوره توګه له منځه يوړل په دې معنى چې د شرابو د حراموالي اصلي لامل چې له دې تعريف څخه يي استنباط كېده هغه نېشه وه ليكن دې خبرې امكان درلود، چې حيله ګر خلك دې لږ اندازه نېشه يي توكي وكاروي او دى وايي چې دومره لږ اندازه نېشه يي توكي كارول نېشه نه راولي خو د انسانيت ستر رهبر جناب محمد رسول الله (ص) دغه پلمه او حيله هم منع كړه او داسې يې وفرمايل: ((مااسكركثيره فقليله حرام)) = ابوداؤد صفحه ۵۱۸

كه تاسې فكر كړى وي ځيني دا ډول توكي هم شته چې نېشه نه راولي خو د سر خوږېدل هم په اعصابو كې د (خدر) يعنې بې حسي كيفيت پيداكوي چې داحالت د نېشې لومړنى پيليزه ده، لكه بنګ (چرس) او داسې نور ډېر توكي چې د تمدن په دې زمانه كې ډېرو حيله پلټونكو كسانو دا ډول مفرحات كاروي، له دې كبله حضرت محمد (ص) دا توكي هم د اسلام په پاك قانون كې د حراموالي توكو په ډله كې راوستل او له دې ټولو توكو څخه يې خلك په كلكه سره منع كړل او داسې يې وفرمايل: ((نهي رسول الله عن كل مسكر و مفتر)) =ابوداؤد كتاب السربته صفحه ۵۱۹

ژباړه: حضرت محمد (ص) د هر نېشه راوستونكي او نېشه يي توكو ممانعت كړى دى يعني دغه توكي يې منع كړي دي، خو له دې تفصيل څخه وروسته هم دې خبرې امكان درلود، چې خلك دا ډول نېشه راوستونكي توكي كاروي چې په عربو كې عرف او اصطلاح كې پر هغو د خمر اطلاق نه كېږي، لكه په عربو كې چې يو ډول مصنوعي توكي دي، چې دوى هغې توكو ته واوي) وايي، جناب محمد رسول لله (ص) له هغو ټولو توكو څخه هم پرده پورته كړې او دا ټول توكي يې په خمرياتو كې داخل كړي او داسې يې فرمايلي: ((يقول لبشر بن ناس من امتي الخمر يسمونهابغيراسمها)) = ابوداؤد صفحه ۵۱۹

ژباړه: جناب رسول لله (ص) وويل، چې زما په امت كې به ضرور ځيني خلك د نوم له بدلولو څخه وروسته شراب كاروي.

وروڼو په اسلام كې له نېشه توكو څخه دومره كركه او نفرت ښودل شوى دى، چې حتى د جهاد اعلان ورسره شوى دى په ابوداؤد شريف كې راغلي دي، چې يو وخت يو صحابي جناب رسول لله (ص) ته عرض وكړ. چې موږ په يو ساړه ملك كې استوګنه لرو او سخت كارونه كوو. نو موږ د دې لپاره له غنمو څخه نښتېږل شوې اوبه چښو چې دغه شى په موږ كې د زيار او زحمت او هم له سړې هوا سره د مقابلې طاقت راپيداكړى. جناب رسو ل لله (ص) ورڅخه وپوښتل، چې آيا دغه شى چې تاسې يې خورۍ نېشه راوستونكي دي كه نه هغه ورته وويل هو نېشه هم راولي:

جناب محمد رسول لله (ص) ورته وويل، چې داسې ده نو له هغه شي څخه لاس واخلئ هغه صحابي ورته وويل، چې ګمان نه كوم چې خلك به يې پرېږدي. جناب محمدرسول لله (ص) ورته وفرمايل، كوم چا كه پرې نه ښودل جهاد ورسره اعلان كړى د دې حديث عربي الفاظ په لاندې ډول دي: ((عن ديلم الحميري قال سالت النبي صلي الله عليه وسلم فقلت يارسول لله انا ريارض باردت نعالج فيها عملا شديلا و انا نتخذ شرابا من هذا لقمح نتقوي به علي اعمالنا وعلي برد يلادنا قال هل يسكر قلت نعم قال فاجتنبوت فقلت قال الناس غير تاكيه قال فان لم يتحركوه فقاتلوهم)) ابوداؤد كتاب السربته صفحه ۵۱۸

وروڼو اوس تاسې فكر وكړئ صحيح قانون دې ته ويل كېږي، چې په منع شوو توكو كې يې داسې اصول وضع كړي دي، چې هېڅ راز پلمه او حيله يې نه ده په كې پرې اېښې په رښتيا چې الهي قانون دى.

د نشه لرونكو توكو بيان

عن جابر [رض] ان رجلا قدم من اليمن فسال النبي صلي الله عليه وسلم عن شراب يشربونه بارضيهم من الذرت يقال له المزر فقال النبي صلي الله عليه وسلم و مسكر هو قال نعم قال كلا مسكرحراما ان علي الله عهدا لمن يشرب المسكر ان يسقيه طينت الخبال قال يا رسول لله وما طينته الخبال قال عرقواهل النار: رواه مسلم

ژباړه: د حضرت جابر [رض] څخه روايت دى، چې د يمن يو سړى ورته راغلل او د رسول لله ص څخه يې له جوارو څخه د ايستل شوو شرابو په هكله پوښتنه وكړه، چې په يمن كې يې څښي او دوى ميزر ورته وايي، نبي كريم (ص) وفرمايل چي نېشه راولي او كه نه؟ هغه ورته څرګنده كړه، هو (نېشه راولي) ويې فرمايل هر هغه شى چې نېشه راولي او دود ولري حرام دى، چې د الله تعالى دا ژمنه ده چې كوم سړى نېشه يې توكي كاروي نو په ده به په دوزخ كې طينت الخبال وڅښي صحابه كرامو عرض وكړ چې د خداى (ج) رسوله طينت الخبال څه شى دى. هغه ورته وفرمايل د دوزخيانو خولې، وينې او زوې چې د دوزخيانو له زخمونو څخه بهېږي. رواه مسلم

 بل ځاى رسول الله (ص) فرمايي، عن ابن عمر [رض] قال رسو ل لله ص: كل مسكرخمروكل مسكرحراما، الحديث رواه مسلم

ژباړه: د حضرت ابن عمر [رض] څخه روايت دى چې رسول لله (ص) وفرمايل، چې هر شى چې نېشه راولي هغه شراب دي او هر نېشه راوستونكى شى حرام دى الحديث لمسلم

 عن عايشته [رض] عن رسو ل لله (ص) قال ما اسكر منه الفرق فملاالكف منه حراما، راوه احمد والترمذي و ابوداؤد ژباړه: د حضرت عايشه [رض] څخه روايت د، چې رسول لله (ص) وفرمايل، د كوم شي چې يو فرق نېشه راولي، د هغې يو ورغوى هم حرام دى) د فرق نه مطلب يو ورغوى دى. احمد، ترمذي ابوداؤد.

 بل ځل محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي، عن ام السلمت [رض]قالت نهي رسو ل لله ص عن كل مسكرومفتر، رواه ابوداؤد

ژباړه : د حضرت ام سلمه [رض] څخه روايت دى، چې رسو ل لله (ص) له هر نېشه لرونكى او مبتر يعنې مستوونكى څيز څخه د منع امر كړى: ابوداؤد

تشرېح: په حقيقت كې نن خلك په ډېرو ډولو ګناهونو اخته دي خو داسې به څوك به هم نه وي چې ګناه ته روا ووايي خو افسوس چې ځېنې پوهان خلك ځينو نېشه لرونكو څيزونو ته حلال وايي د بېلګې په توګه: ډېر پوهان خلك د كوكنارو كښت او سوداګرۍ ته حلال وايي او دا وايي، چې دا پيداواررد ځمكې دي خوراك يې حرام دى، خو كښت او سوداګري يې روا ده، موږ په دې خبره حيران يو چې په دوى د كومې خبرې زور دى ځكه چې حرامو ته حلال ويل كفر دى. پاتې شوه دا خبره چې دا په څه دليل حرام دي. د دې دليل دا څلورم ذكر شوى حديث تر ټولو نه معتبر دليل دى او څلور واړه احاديث له ضعف څخه خالي دي، اسناد يې قوي دي معتبرو كتابونو را اخيستي دي روايت يې قوي دى. او په دې خبره كې ښه څرګندتيا ده چې فرمايلي يې دي، چې يو شى چې سړى يې ډېر وخوري يا يې وڅښي يعنې چې څلور سېره (خورده) وخوري او يا يې وڅښي او سړى پرې لږ نېشه شي د هغې يو كف يعنې تلى هم حرام دى. او همدارنګه د كوكنارو سبزي كه څوك پاخه كړي نو هم نېشه لري كه يوه توله ترياك وخوري د هغه به څه حال وي. نو د دې د جواز لپاره عقلي دليلونه پيداكول د الله د پيغمبر (ص) مقابله كول دي، چې هېڅ څوك يې نه شي كولاى. هم دغه پوهان چې د ترياكو كرلو ته اجازه وركوي، دا دليل وايي چې دا د ځمكې پيدا وار دي نو بيا دا پوښتنه پيداكېږي، چې چرس هم د ځمكې كښت دى. دا بيا ولې حرام دي. دوى وايي چې چرس پليت دي، يا هم وايي چې چرس او شراب سړى ډېر نېشه كوي او ترياك يې لږ نېشه كوي، نو دا خبره په حديث كې پرېكړه شوله. يعنې چې يو شى ډېر وخوري او لږ نېشه وركړي هغه لږ هم حرام دي يا دوى دا دليل وايي، چې افيم په دوايانو كې كارول كېږي، نو د الله (ج) پيغمبر (ص) دا حديث چې په هېڅ يوحرام شي كې ا لله (ج) شفا نه ده اچولې يا دا دليل وايي چې سوداګري يې روا ده خو خوراك يې ناروا دى. دا بې بنسټه خبرې دي، ځكه چې په هكله يې د دواړو جهانو د سردار (ص) ډېر ارشادات موجود دي، لكه يوه بېلګه يې دا ده چې د شرابو څښونكى، جوړوونكى، پلورونكى يعنې لس كسان په شرابو كې له يو بل سره په مرسته كولو كې برابر شريك دي. بل ځاي فرمايي، چې د سود د پيسو اخيستونكى، وركوونكى، ليكونكى او شاهدي وركوونكى برابر شريك دي.

نو له دې امله افيم خوړونكى، پلورونكى، كرونكى، او جوړوونكى يو ډول شريك دي.

د حضرت عبدالله بن عمر [رض] څخه روايت دى، چې رسو ل الله (ص) فرمايي چې كوم كس شراب وخوري نو څلوېښت ورځې الله د ده لمونځ نه قبلوي او كه توبه وباسي نو الله تعالى يې توبه قبلوي لوى څښتن (ج) د ده توبه تر درې ځلو پورې قبلوي په څلورم ځل يې نه توبه قبلېږي او نه هم لمونځ او الله تعالى به په دوزخ كې په ده باندې د ده د سرغړونې له امله د هغه نهر څخه چې د دوزخيانو له زخمونو څخه په كې وينې او زوې ټولې شوې وي وڅښي، ترمذي نسايي ابن ماجه.

له حضرت عمر [رض] څخه روايت دى، چې رسو ل الله (ص) وفرمايل، چې په دريو كسانو الله تعالى جنت حرام كړى دى

هغه چې همېشه شراب خوري
هغه چې د مور او پلار له امر څخه سرغړونه كوي
هغه چې په خپل اهل، اولاد او كورنۍ ناپاك كارونه كوي، يعني خپله خور، ښځه او يا لور
په زنا اخته كوي او پيسي پري اخلي، احمد او نسايي

د نشه يي توكو ګناه

ياايهاالذين امنو انماالخمر والميسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلكم تفلحون ط انمايريد الشيطان ان يوقع بينكم العداوته والبعضا ُ في الخمروالميسرويعدكم عن ذكرالله وعن الصلاة فهل انتم منتهون ط سورة لمائده ايات ۸۹ او۹۰

ژباړه: اې مومنانو پرته له شكه چې شراب او قېمار د باطلو معبودانو نښې دي، پال او غېشي ناولي دي د شيطان عمل دى. له دې كارونو څخه ځان وساتۍ چې كاميابي در په برخه شي، په دغه ايت كريمه كې د نېشه يي توكو او شرابو په اړه لس كرته منعه راغلې.

شراب او نېشه يي توكي د جواري او قېمارو په ډول ناروا عمل دى
د بت پرستۍ په شان عمل دى
پليت دي
عمل يې شيطاني عمل دى
د ځان ترې ساتلو امر يې راغلى
دا چې خلاصي په ځان ساتنه كې ده
موجب د دښمني د بغض او كيني دى
د خداى (ج) د يادولو مخنيوى كوي
د لمانځه د اداء كولو مخنيوى كوي
د منعې په اړه يې څرګند امر راغلى
له حضرت عايشې (رض) څخه روايت دى چې رسول لله (ص) فرمايلي دي، كوم شى چې نېشه راولي د هغې يوه توله كه لږ وي او كه ډېر وي (حرام) دي. يعنې پيغمبر (عليه سلام) فرمايي، چې الله (ج) پاك دى او د پاكو توكو زكوة او صدقه قبلوي نه د حرامو توكو لكه ترياك، چرس، شراب، هيرويين، د غلا پيسې، داسې نور يوه ډله دا دليل وايي، چې ترياك حكيمان او ډاكتران يې په درملو كې كاروي ليكن د دواړو جهان سردار فرمايي، چې الله (ج) په حرامو توكو كې شفا نه ده اېښې نو ترياك، چرس، شراب يي ترې بيل نه كړل، يوه ډله بيا داسې دليل وايي، چې د اوربشو او انګورو څخه شراب جوړېږي او(كركيله) يې روا ده نو دغه رنګه افين او ترياك هم د ځمكې كركيله ده. خو دوى بايد په دې پوه شي چې اوربشې رزق دى، چې د دواړو جهانو سردار او اصحابو كرامو يې ډوډى خوړله خو ترياك، چرس، پوډر او شراب كه څوك و نه لري هم څوك له لوږې نه مري. پاتې شوه د انګورو خبره چې دهغه د مېوې له غوره نعمتونو څخه ده، او الله (ج) يې په اړه فرمايي، چې نه مې دي پيداكړي انګور ستاسو لپاره دا يو خوندور او مزه دار شى دى.

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) څخه روايت دي، چې رسول الله (ص) فرمايي دا هېڅكله نه شي كېداى چې سړى د حرام مال كښت كوي او يا يې سوداګري كوي.

د حرام مال ګټه كوي د دغه حرام مال صدقه وركوي، يا حج يا عمره پرې كوي، دا به هېڅكله قبول نه شي د دې حديث لاندې دا خلك راځي د بېلګې په توګه، د غلا رزق، افين يعنې ترياك، پوډر، چرس، د شرابو پلورل، رشوت، سود، د پيماني كم وركول، او داسې نور، د حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى، چې جناب رسو ل الله فرمايي، يو داسې وخت به راشي چې سړي ته څه مال پيداكېږي، دا پروا به نه كوي، چې هغه حلال دى او كه حرام. جناب رسول الله (ص) فرمايي چې د نېشه يي توكو ټول ډولونه د بدبختۍ كيلي ده، او د ټولو ګناهونو دروازه پرانيستل دي، بده ګناه ده، د كبيره ګناهونو له ډلې څخه دي، د ټولو وحشيانه اعمالو مور ده.

جناب رسول اكرم (ص) فرمايي هر هغه غوښې چې په حرام مال سره وده وكړي هعه د دوزخ د اور مستحق دى. نول له دې امله د دې دومره دليلونو په رڼا كې دا خبره په ډاګه شوه چې د افينو يعنې ترياكو، چرسو، شرابو، پوډرو، كرل، سوداګري او خوراك يې حرام دى او په دې برخه كې چې څوك له هر څه سره مينه لري هغه ټول حرام دي.

د نشه يي توكو كاركوونكي د بې ګناه انسانانو وژونكي

كه د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونكو او احكامو ته ځير شو، دا به روښانه شي، چې د نېشه يي توكو پر ضد مبارزه كې د ټولو اديانو او نظامونو په سر كې ځاى لري، دا ځكه چې نوموړى دين هر هغه چا ته چې د نېشه يي توكو په كارولو او دودولو كې لاس لري، د نورو اسماني اديانو په پرتله درنې سزاګاني ټاكلې دي. اسلام د هر هغه استعال په اړه چې د انسان په جسمي، اقتصادي، او ټولنيزو اخلاقو باندې ناوړه اغېزه لري حرام يې بولي او دې كار ته په لاس اچولو سره په خپله خوښه ځان د هلاكت كندې ته غورځوي. پاك خداى (ج) د قرآن عظيم الشان د بقرې سورت په ۱۹۵ ايت كې داسې فرمايي، ((ولاتلقوبايدكم الي التهلكةُ))

ژباړه: د هلاكت كندې ته په خپل لاس ځانونه مه اچوى. پاك خداى (ج) فرمايي د الاعراف سورت په ۱۵۷ نمبر ايت كې لوى څښتن (ج) فرمايي، ((و يحل لهم الطيبات و يحرم عليهم الخبائث))

ژباړه: روا شوي دي د دوى لپاره پاك څيزونه او حرام شوي دي پر دوى باندې ناپاك څيزونه نو نېشه يي توكي چې د كارولو له كبله انساني ټولنه د بېلابېلو جسماني، اقتصادي او ټولنيزو اخلاقي ستونزو ښكار كېږي خبايث او ناپاكي و نه ګڼو نو څه شى به خبايث او ناپاكي بولو؟

ځينې علماء كرام هغه كسان چې د نېشه يي توكو كار كوي د قران كريم د دغه حكم لاندي وړګڼي.

الله (ج) فرمايي: ((انما جزالذين يحاربون الله ورسوله و يسمعون فى الارض فساد ان يقتلو و يصلبو او يقطع ايديهم و ارجلهم من خلاف او ينفو من الارض ذالك لهم خزيي فى الدنيا و لهم فى الاخرة غذاب عظيم. سورة المايده ۳۳ ايت.

ژباړه: په تحقيق سره د هغو كسانو چې خداى (ج) او د هغه له پيغمبر (ص) سره جګړه كوي او د ځمكې پر سر د فساد په خپرولو كې هڅه كوي سزا يي وژل، په دار ځړول، د مخالف لاس او پښې پرېكول يا غوڅول، چې پښه يعنې ښى لاس يا ښۍ پښه يا چپ لاس او شړل تبعيد دا د دوى لپاره د شرم ځاى دى او په اخرت كې به لويه سزا وركول كېږي، د حضرت ام السلمه (رض) څخه په يوه حديث كې راغلي دي، چې نبي (عليه السلام) د هر هغه شي كارول منعه كړي، چې په جسم كې د سستي او بېهوښۍ د را منځ ته كېدو لامل ګرځي، د اسلام ستر لارښود جناب رسو ل الله (ص) فرمايي، ((كل مسكر خمر و كل خمر حرام.)) مسلم.

ژباړه: هر نېشه راوستونكى شى شراب دي او هر ډول شراب حرام دي. د دې مبارك حديث شريف په رڼا كې د نېشه يي توكو حراموالى د قياس له مخې چې د حنفي مذهب د قران عظيم الشان نبوي حديثو او د امت له قياس څخه وروسته څلورم اصل شمېرل كېږي، ښه پېژندلاي شو، ځكه چې هر كله د يو شي د روا والي او حرام والي په اړه كوم نص (شرعي دليل) موجود نه وي په دغه وخت كې قياس ته رجوع كوي يوه ضروري او حتمي خبره ده، لكه څنګه چې د شرابو څښلو د حراموالي له امله د نشې راوستل دي، نو د هر هغه شي كارول، چې په انسانانو باندې د نېشې راوستلو لامل ګرځي هم حرام بلل كېږي، ځكه د حرموالي لامل يې مشترك دى چې هغه هم دغه د نېشې راوستل دي. جناب رسول الله (ص) فرمايي (ما اسكر كثير فقليله حرام)

ژباړه: د هر هغه څيز چې زياته اندازه يې د نشې لامل ګرځي د هغه د لږ اندازې كارول هم حرام دي، دا مبارك حديث هغه نظر ردوي چې د نېشه يي توكو ډېره اندازه كارول حرام دي او لږ اندازه يې حرام نه بولي.

د څلورو مذهبونو فقهاؤ د طبعي او مصنوعي د نېشه يي توكو كښت، توليد، پلورل، رانيول، په اجماع سره حرام ګڼلي دي. د نېشه يي توكو كاركوونكي هم د دغه ناوړه بوټو په قاچاق او توليد سره، د ځمكي پر مخ فساد خپروي، دوى د خپلو مادي ګټو لپاره د انسانانو په سرونو لوبې كوي، دوى د نېشه يي توكو له لارې بې ګناه انسانان د تباهۍ كندې ته اچوي او حتى زياتره په نېشه يي توكو اخته كسان په خورا ناشوني مرګ سره مري. نو د نېشه يي توكو قاچاق وړونكو سزا هم بايد د هغه چا له سزاسره برابره وي، كوم چې د وسلې د كارولو په وسيلې سره بې ګناه انسانان وژني.

د نصوارو سګرېټو او چلم بيان

د لوى څښتن نازولي استازي محمد (ص) فرمايلي، ولاتسرفو انه لايحب المصرفين، د الانعام سورت ۱۴۱ ايت

ژباړه: اسراف مه كوئ په تحقيق سره خداى (ج) اسراف كونكى نه خوښوي، ګرانو وروڼو دا ايت ډېرې ژباړې لري:

 لومړى: د عمر اسراف چې بې ځايه وي، ناروا وي، عمر بايد په عبادت كې تېر شي د څو توكو په اړه الله (ج) د آخرت په ورځ لومړى پوښتنه كوي د عمر، مال، قوت، مال چې بايدد الله (ج) په لاره كې ولګول شي. خو ځينې كسان مال بې ځايه لګوي د بېلګې په توګه: خامكي غاړې او پټوګان جوړوي، چې دا يو ډول اسراف بلل كېږي، ډېرى كسان بيا په سېګرېټ او چلم خپل مال مصرفوي او يا يې پر نسوارو وركوي. په تحميدي ابوشكو اسلمي كې راغلي دي: ((اياك والهشيش اياك ولهشيش.)) چې مراد ترې نسوار دي د نسوار سېګرېټو او چلم ديني او طبي نقصانونه دي.

د اسلام مقدس دين په خوړلو او څښلو كې اسراف حرام بللى، بلكې د قرآن مجيد ښكاره ايت شريف دى چې الله پاك (ج) داسې فرمايلي دي: ((و كلو وشربو ولا تسرفو، د الاعراف سورت ۳۱۰ ايت.

ژباړه: وخورى وڅښى او اسراف مه كوى.

اوس نو بايد وويل شي، چې نسوار سيګرېټ او چلم چې نه خوراك بلل كېږي او هم څښاك، بلكې يو اسرافي كار دى د اسلام مقدس دين اسراف كول او دود كشول حرام بللي دي.

(كل دخان حرام) نو دا يو اضافه اسراف او بې ځايه پيسې لګول دي، چې پر نسوارو او تمباكو باندې ځي، او يا پر چلم وركول كېږي.

ګرانو وروڼو تاسې كه له هغو سوداګرو څخه چې سيګرېټ راوړي او يا هم د نصوارو له جوړوونكو څخه پوښتنه وكړئ، چې ولې د تمباكو په ځاى غنم نه كري او ولې د سيګرېټو په ځاى خوراكي توكي نه واردوي. چې د تمباكو كرل هم حرام او هم بې ځايه لګښت دى. الله (ج) فرمايلي دي چې: انه لايحب المسرفين، يعنې الله (ج) اسراف كوونكي بندګان نه خوښوي.

دا خو معلومه خبره ده، چې دود كشول حرام دي او ناروا دي، كه هغه چلم وي او كه پياده چلم وي يو خو ګناه ده بل هم د بدن لپاره ډېر تاوان لري. ځكه چې ډاكټران نظر وركوي چې د سرطان ناروغي له نسوارو، سيګرېټو او چلم څخه پيداكېږي. نو تاسې ته په كار دي چې له دې بې ځايه او ناروا اعمالو څخه لاس واخلئ، چې هم الله (ج) او د هغه ګران پيغمبر در څخه راضي شي. او هم د دنيا له تاوان څخه خلاص شى.

د چلم او نصوارو او هر ډول دود په اړه په جواهرالقرآن تفسير كې راغلي دي، چې دود څكول، نسوار كول او نېشه يي توكي كارول ډېر طبي كمښتونه او تاوانونه لري.

او بل دا چې د پزْ او سترګو تر منځ نازك رګونه دي او سوري دي چې په ځينو كې د تنفس او ساه كښلو جريان دوام لري دا سوري او رګونه د دود په ذريعه بندېږي د چلم، سيګرېټ او نسوارو له امله معده كمزورې كېږي، اشتها كمېږي او د زړه حركت يې له نورمال حالت څخه اوړې او يا هم ډېرېږي، دماغ يې كمزورى كېږي، د هډوكو ماغزه يې كمېږي، د جماع ځواك يې كمېږي، هېره ورته پيداكېږي، اراده يې كمزورې كېږي د جنون او لېونتوب له خطر سره مخ كېږي د سترګو ليد يې تياره كېږي، د بدن وزن يې ډېرېږي او د سا له بندوالي او لنډوالي سره مخ كېږي.

 ګرانو وروڼو څرنګه چې په چلم او نسوارو كې دومره ضررونه موجود دي، نو بايد هر سړى د زړه له اخلاصه ترې توبه وكاږي څه به وشي چې چلم مات كړي او د نسوارو دبلي وغورځوي.

نصوار كړل، سګرېټ او چلم څكول دا په خپله د خپل ځان وژل دي. ځان مرګى څه سزا لري؟ د حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى، چې رسو ل الله (ص) وفرمايل څوك چې خپل ځان له غره څخه وغورځوي او ځان وژنه وكړي، نو هغه به همېشه په دوزخ كې غورځول كېږيو همدارنګه به د يوه غره له سره غورځول كېږي او كوم كس چې زهر وڅكي ځان مړ كړي نو زهر به د ده په لاس كې وي او د دوزخ له اور څخه به يې همېشه څښي او هېڅكله به ترېنه ونه وزي. كوم كس ځان د اوسپنې په څه وسله و وژني نو دغه وسله به د اور د دوزخ نه د ده په لاس كې وي او په خپله خېټه كې به يې منډي او همېشه به په دوزخ كې وي، هېڅكله به ترې ونه وزي، بخاري مسلم

نو الله تعالى فرمايلي چې زمابنده زما پرېكړې ته انتظار ونه كړ او د خپل ځان په اړه يې بيړه وكړه نو له دې امله مې په ده باندې جنت حرام كړ او همېشه به په عذاب كې وي، بخاري مسلم.

د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) تعالى عنه روايت دى، چې رسول الله (ص) فرمايلي دي، چې د قيامت په ورځ به لومړى د وينې پرېكړه كېږي يعنې چې يو چا خپل مسلمان ورور مړ كړى وي. الله (ج) فرمايي، چې زما بنده د خپل ځان په اړه په خپله تصميم ونيو زما د پرېكړې انتظار يې ونه كړ، يعنې تلوار يې وكړ خپل ځان يې خپله قتل كړ، نو له همدې امله ما پر نوموړي باندې جنت حرام كړى دى: بخاري، مسلم

مطلب دا چې خپل ځان يې خپله وژلى او دا كار يې حلال شمېرلى. نو حرامو ته حلال ويل كفر دى او په كافر باندې جنت حرام دى.


ټولوونكى

د ارزګان ولايت د CNAT د دفتر د عامه پوهاوي مسوول

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب