نصرانيت څه ته وايي؟

د نصرانيت اصلي شکل د نورو اسماني دينونو په څېر دی

لکه د حضرت نوح، ابراهيم او موسی عليهم السلام .

پاته دي نه وي چي ټول الهي دينونه په اساسي عقيدو کي سره متفق دي.

لکه دا چي الله پاک يو دی،شريک نه لري، نه ده څوک زېږېدلی او نه دی له چا زېږېدلی دی، همدا راز پر ملائکو، د آخرت پر ورځ، د خير او شر په تقدير ايمان، پر پيغمبرانو عليهم السلام ايمان.

هيڅ يو داسي پيغمبر نه دی راغلی چي هغه دي په دغو عقيدو کي له نورو سره مخالفت کړی وي.

د دوی ترمنځ اختلاف د عبادتونو په ډولونو او طريقو کي راغلی دی.

همدا راز د حرامو او مباحاتو په قسمونو او سببونو کي او دې ته ورته ځيني داسي نوري مسئلې چي ځينو پيغمبرانو ته په يوه او ځينو ته په بله توگه ورکول شوې دي.

نو نصرانيت هم په اصل کي د الله له لوري راغلی دين دی چي خلگ يې پر يوه الله د ايمان په لور دعوتول چي هغه نه شريک لري،نه له ده څوک زېږېدلی او نه هم دی له چا زېږېدلی دی.

همدا راز يې په دې ټينگارکاوو چي الله پاک د خپلو بندگانو د هدايت لپاره پيغمبران رالېږي څو خلگو ته د الله پاک پيغام ورسوي څو د دوی لپاره عذر پاته نه شي او دا پيغمبران د الله پاک په بندگانو کي غوره کسان دي چي الله پاک ددې کار لپاره خوښ کړي دي.

کله چي دا معلومه شوه چي نصرانيت يا عيسائيت د الله پاک له لوري راغلی دين دی نو اوس پوښتنه داده چي آيا دا نصرانيت په خپله اصلي بڼه څنگه چي راغلی وو پاته دی او که څنگه؟که نه وي نوڅنگه دين دی؟

د دې سوال د جواب لپاره که د اوسني وخت د نصرانيانو عقيدو ته پام وشي او بيا هغه د انجيل د عباراتو سره پرتله کړل شي چي آيا دا خبري اړخ سره لگوي اوکه نه؟

آو ايا د دوی عقائد د حضرت عيسی عليه السلام د ويناگانو سره موافق دي او که مخالف؟

او آيا د حضرت عيسی عليه السلام او د انجيل ويناوي او لارښووني د کليسا له خوا ورکول شوي انځورته ورته دي اوکه نه؟

نو واضحه به شي چي دا يو بل دين دی چي جوړونکی يې پولس دی او دا هغه اصلي الهي دين نه دی چي حضرت عيسی عليه السلام دالله پاک له لوري د انسانانو د هدايت لپاره راوړی وو.
د حضرت مسيح عليه السلام په هکله د کليسا د منونکو عقيدې د کليسا منونکي چي ځانونه د حضرت عيسی عليه السلام تابعدار بولي د دوی عقېدې داسي دي:

د حضرت عيسی عليه السلام اسمان ته ترپورته کېدلو وروسته په نصاراوو کي درې ډلي پيدا شوې او د حضرت عيسی عليه السلام په هکله يې دده د تعليماتو په خلاف نوې خبري رامنځ ته کړلې.
په نصاراوو کي په اصل کي درې ډلي وې:

يوه نسطوريه:

چي عيسی عليه السلام ته يې د خدای زوی ويل.

دوهمه يعقوبيه:

چي خپله عيسی عليه السلام يې د خدای سره متحد او يوبلی.

دريمه ملکائيه:

چي عيسی عليه السلام يې له دروڅخه يوبلی(تفسيرمعارف القرآن ص۸۴ ج:۳)

له دغونويورامنځته شويو درو ډلو څخه پرته يوه بله ډله هم وه چي د حضرت عيسی عليه السلام په هکله يې صحيح عقيده لرله.

حضرت مولانامحمدادريس کاندهلوي رحمه الله ددغودروډلوتفصيلي حالت بيان کړی او ليکي چي:دقرآن کريم دنازلېدوپه وخت کي دعيسايانودرې قسمه عقايدوې

۱:دنصاراوويوې ډلي حضرت عيسی عليه السلام ته خدای ويل،ددوی عقيده داوه چي خدای تعالی ددنيادگناه دبخښلولپاره
دحضرت مريم له نس څخه دحضرت عيسی عليه السلام په څېره کي دنياته راغی،

الله رب العزت د دغي عقېدې په هکله فرمايي:
( لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ) المائدة :۷۲)
{هغه کسان په يقيني توګه کافر شول چي هغوی ويلي وو:چي الله همدا مسيح بن مريم دی}

همداراز ددوی ددغي بې ځايه خبري په ردکي الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام خبره په خپل مقدس کتاب کي رانقل کړې چي هغه خپل قوم ته دتوحيددعوت ورکړی وو.
يعني ستاسودغه خبره دحضرت عيسی عليه السلام دخبري سره بالکل متضاداوټکر ده. (چي تفصيل يې مخکي تېرشو)

۲:دنصاراوودوهمه ډله دتثليث قائله وه اودايې ويل چي په خدای تعالی،عيسی اوروح القدس په دغودريوکي خدايي دائره ده،يعني په دوی کي هريوخدای دی اوددريومجموعه يوخدای دی.
يعني خدای تعالی دنصاراووپه عقيده دخدايي د درباريوفرددی.

ددغي ډلي عقيده داوه چي چي خدايي په دريوبرخوکي ووېشل شوه،يوالله شو،يوروح القدس شو اويومسيح.
دادواړه عقيدې ښکاره کفردي.

په عيسايانوکي يوه دريمه ډله بله هم وه چي چي دتثليث خوقائله وه مگردروح القدس پرځای يې حضرت مريم(عليهاالسلام)خدای منله،يعني دحضرت مسيح(عليه السلام)سره يې دده
دمورمريمي(عليهاالسلام)هم عبادت کاوو،اوله هغوی څخه يې خپل حاجتونه غوښتل.

خدای تعالی وفرمايل: د اټول کفر دي اول قول هم کفر دی او دوهم هم کفر دی.

الله جل جلاله په دغو آياتونو کي د نصاراوو د دواړو ډلو د عقائدو ابطال وکړ،چي د اتحاد(يووالي)قائل وو او چي د تثليث قائل وو،او لومړی يې الزامي دليل پېش کړ چي ستاسو دغه خبره د حضرت مسيح د وينا اولارښووني په ښکاره مخالفه ده،له دې وروسته يې مَالمَسيحُ ابنُ مريم الارسول الخ.څخه يې تحقيقي دليل بيان کړاوددې فاسدي عقيدې پرابطال يې عقلي اونقلي دلائل بيان کړل لکه څنگه چي
فرمايي:بېشکه کافرشول هغه خلگ چاچي داوويل چي خدای(بعينه)دغه مسيح دی،چي دمريم زوی دی،(اومجسم شوی دنياته دمسيح په څېره کي راغلی دی،داعقيده ديعقوبيې اوملکانيې فرقووه،چي
دنصاراوودوه ډلي وې،ددوی عقيده داوه چي مريم(علیه السلام)الله زېږولی دی(العياذباالله)

او الله تعالی د عيسی په ذات کي حلول کړی دی(يعني پکي ننوتی دی)اودده سره يوشوی دی، په داسي حال کي چي داخبره بالکل بې معنی اوسراسردعقل مخالفه ده،ځّکه چي دقديم اوازلي دحادث(نوي پيدا)سره يوکېدل اوگډېدل عقلاًناشونی دی.

دعقل له بداهت څخه داخبره ثابته ده چي ددوومختلفوحقيقتوپه خپل منځ کي سره يوکېدل يقينًاناشونی دی.

لکه څنگه چي دحرکت اوسکون،رڼااوتياره،وجوداوعدم يووالی عقلاًناشوني دي همدارازبلکي تردې زيات دواجب اوممکن،دحادث اوقديم يووالی اوگډون ناممکن اوناشوني دي .

که باالفرض والتقديردحادث اودقديم اتحادممکن شي نوبيادمحال(ناشوني)اوواجب،(دچاوجودچي ضروري وي) دممکن (دشوني) اوممتنع(دچاموجودېدل چي منع وي)

اتحادهم عقلًابايدممکن شي،دکوم چي له مجنون اولېوني پرته بل څوک قائل کېدای نشي.

معلومه شوه چي دخدايي حقيقت اودانساني حقيقت سره يوځای کېدل اويوکېدل محال دي.

که دنصرانيت هوښياران دادعوه وکړي چي دامحال نه بلکي ممکن دي نوبيادي نصاراداووايي چي دخدای تعالی دفرعون دجسم اودنمروددجسم سره اودرامچندراوکرشن سره يوکېدل په کوم دليل سره
محال دي؟

دنصاراووپه نزدچي کله په يوه انساني جسم کي دخدای تعالی حلول(داخلېدل)اونازلېدل ممکن دي

نودنمرود،فرعون،رامچندراوکرشن په جسم کي دخدای تعالی حلول اونزول په کوم دليل سره محال دي؟

نصارادي ددې خبري ځواب راکړي.

اوکه بالفرض دنصاراووپه نزددمريمي(عليهاالسلام)دزوی خدای کېدل شونی وي نودکوسليا دزوی يعني درامچندراودنوکي دزوی يعني دکهنياخدای کېدل ولي ناشوني دي؟

اوبشن،مهاديواوبرهماکوم چي هندوان په دې توگه خدايان مني څنگه چي نصاری حضرت عيسی عليه السلام خدای مني،نوودي وايي چي داولي خدای نشي کېدای؟
(تفسيرمعارف القرآن للکاندهلوي ص:۵۵۹، ۵۶۰ج۲)

دوی ځيني نوري ناوړه عقيدې هم لري خوله دغوعقېدويې هم دنصرانيت په هکله دراپيداکېدونکوسوالونوځواب جوتېږي اوهغه داچي په يقيني توگه نصرانيت په خپل اصلي شکل نه دی پاته بلکي دابل دين دی چي دحضرت عيسی عليه السلام سره يې هيڅ ډول تعلق نشته اوهغه ترې بري دی.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب