نعنا مو ستړیا له منځه وړي

نعنا هغه بوټی یا سابه دي چې د روغتیا لپاره ګټوراو د کال په هر فصل کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. نعنا چې په کلیوالي یا عامیانه ژبه ورته وېلنی هم ویل کېږي، دوه ډوله دی: یو ډول یې په طبیعي ډول د پسرلي په را رسېدو سره د ویالو او پولو پر غاړو را شین کېږي.

بل ډول هغه نعنا ده چې بزګر یې په خپلو پټو کې کري او بیا ترې په کلونو کلونو ګټه اخلي او په بازار کې یې پلوري چې نورو سبزیو او سبو ته ځانګړی رنګ ورکوي.

د تغذیې برخې یو مشهور متخصص پیام فرح وایي، نعنان انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې لهمنځه وړي، نعنا د هاضمې سیستم لپاره ګټوره ده، هغو کسانو ته یې هم د خوړو سپارښتنه کېږي چې د ستړیا د له منځه وړو او انرژۍ اخیستو لپاره شيریني خوري.

کولی شئ له شنې او تازه نعنا څخه د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم په ورځني ډول د چای پر ځای د نعنا ځانګړی چای وڅښئ.

د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد باسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، سرطان کابو کوي، وینه پاکوي او د سابندۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

نعنا په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټایمین بي ۳ او فاسفور لري، ويټامین بي ۳ د پوستکي له سلامتیا سره مرسته کوي او نه پرېږدي چې د لمر هغه مضرې وړانګې چې تر پوستکي لاندې ژینیټیکي سلولونه له منځه وړي، پوستکي ته داخلې شي، له همدې کبله په بدن کې ويټامین بي ۳ او (نیاسین) ته اړتیا لرو تر څو د بدن تر ټول پوستکي لاندې د دې ډول سلولونو ساتنه وکړي.

که څه هم چې نعنا د معدې لپاره ګټوره ده، خو روغتیا پالان وایي هغه کسان چې د معدې زخم لري، د نعنا تر خوړلو مخکې باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.

ژباړه:حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب