نهه سوالونه او د هغو ځوابونه

پوښتنې:
بدعت او مباح څه ته وایی؟

د ذکر یا لمونځ او یا بل عبادت په وختکی سترګی پټول څنګه کار دی؟

د موراوپلارحقوق پراولاد باندی او داولاد حقوق پرموراوپلار باندی څه دی؟

د فرض لمانځه وروسته دکلمی شریف او یا هم بل ذکر په زوره ویل څرنګه کار دی ایاداسی کول په یو طریقت پورې تعلق لري؟
دبعضوسورتوویل ( قل هوالله احد،مزمل….نور) په مسلسل ډول ایا دایو  درس دی اودمولویانو څخه یې اجازه اخیستل ضروري دي؟
دالله پاک کتابونه او صحفی څو دي او په کومو پیغمبرانو نازل شویدي؟
دروژې دتراویحو کول سنت طریقه څه ده؟ اوزموږپیغمبر(ص) به څرنګه اداکولې اوپه خپل ژوند کې څووخته يې په جماعت کړیدي،اوڅووخته یې قضاکړیدي او زمونږ لپاره یې قضاکول څه تاوان لري ،که دتراويحو په اړه پوره معلومات راکړﺉ؟
دطریقت او دتصوف په اړه که معلومات راکړﺉ .،او هم داراته وښایاست چې څوطریقې موجودې دي او کومه یوه افضله ده او که په یوه طریقه کې یو څوک وي دهغه ذکر محدود دی؟ او دبلی طریقی ذکر نه شي کولای  که ددې په اړه پوره معلومات راکړﺉ مهرباني به مو وي او یا که هم يو لینک راته وښایاست چې په هغه کې دا معلومات وي؟؟
څرنګه پوهیدلای شو چی موږ دالله پاک نیک او هغه ته نږدی بندګان يو او هغه راضي او زموږ سره مل دی، او یا هم  څرنګه کولای شو دالله (ج)نیک بندګان واوسو؟؟؟
دغه زماهغه پوښتنې وې چی ما درلودې نو هیله ده که تکلیف نه وي ددغو جواب په مکمل ډول راولیږﺉ نو مهرباني به مو وي او زیات به درڅخه خوشحاله شم
الله پاک دې موږ ټولوته دنیکو اعمالو توفیق راکړي او الله پاک دې نور هم توان اوطاقت راکړي ترڅو داسلام مبارک دین ددنیا هر ګوټ ته ورسوو
امین
نوټ:په جواب کی دراوي نوم،دمفتی نوم،دسورت یاایت شمیره اویا که په یوه کتاب پوری اړه ولری نو دکتاب نوم ،صحفه او ټوک بایدذکر شوی وي.

ځوابونه

قدرمنه وروره!
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
ستاسې د پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول دي:
١-  بدعت په لغت کې د نوي څيز په معنى دى چې مخکې يې مثال نه وي، لکه الله تعالى چې فرمايي “بديع السموات و الارض ” يعنې الله تعالى ځمکه او اسمانونو په داسې شکل  پيدا کړل چې مخکې د دې مثال نه وو. او د شریعت په اصطلاح کې په شريعت هر هغه نوي کار ته بدعت ويل کېږي چې په قرآن کريم کې نه وي، رسول الله صلى الله عليه وسلم نه وي کړي او نه يې ويلي وي او همدارنگه صحابه کرامو نه کړي وي او نه يې ويلي وي.
مباح: په لغت کې روا ته وايي او په اصطلاح هر هغه کار چې کول او نه کول يې جواز  ولري، په کولو يې ثواب نه وي او په نه کولو يې ګناه نه وي لکه د لباس مختلف اقسام البته چې د ستر عورت مسئله پکې مراعات شوې وي او داسې نور.
٢-  د لمانځه په وخت کې سترګې پټول مکروه دي او سم کار نه دى، او د ذکر په وخت  کې باک نلري او نور عبادات خپل تفصيلات لري.

٣-  د مور او پلار حقوق پر اولاد او د اولاد حقوق پر مور او پلار په دې اړه په پښتو  او فارسي کې مفصل کتابونه ليکل شوي دي هغو ته مراجعه وکړئ

٤-  د فرض لمانځه څخه وروسته مسنونه اذکار راغلي دي چې د هغو ويل اجر او ثواب  لري: لکه الله اکبر ويل ورپسې درې ځله استغفرالله ويل او بيا ورپسې اللهم انت السلام و منک السلام تبارکت ياذالجلال و الاکرام او بيا اللهم اعني على ذکرک و شکرک و  حسن عبادتک
بيا درې ديرش  ځله سبحان الله، دري ديرش ځله الحمدلله او دري ديرش ځله الله اکبر او سلم ځل لااله الا الله وحده لا شريک له، له الملک و له الحمد يحيي و  يميت و هو على کل شي قدير
او آيت کرسي ويل، البته دا ټول په ورو وايي او په زوره او جهر سره به يې نه وايي، ځکه په قرآنکريم او احاديثو کې په خفيه ذکر زيات تاکيد شوى دى او له فرض لمانځه څخه وروسته د کلمې طيبې ويل نه دي راغلي.

٥- دمول په شريعت کې ثابت دي او په ځينو مخصوصو سورتونو او دعاء گانو پيغمبر عليه  السلام او صحابه کرامو دم کړى دى، لکه د فاتحې سورت او دا دعا (اعوذ بکلمات الله التامات من کل شر کل شيطان و هامة و عين لامة )چې د نظر لپاره ده او داسې نورې  دعاء ګانې، البته د قرآن کريم په هر سورت او آيت دمول جواز لري، خو د هغه تعويذ کول او  په غاړه کې اچول درست نه دي چې د ا د قرآنکريم بې احترامې هم ده او ثابت هم ندي.

٦-  د الله تعالى نازل شوي کتابونه څلور دي چې قرآنکريم په حضرت محمد صلى الله  عليه  وسلم، تورات په موسى عليه السلام، انجيل په عيسى عليه السلام او زبور په داود عليه  السلام نازل شوي دي او سل صحيفې يې نازلې کړي دي چې لس په ادم عليه السلام، لس په ابراهيم عليه السلام، ديرش په ادريس عليه السلام او پنځوس شيث عليه السلام  نازلې  شوې دي

٧-  د تراويح مسنونه طريقه داده چې لومړى بايد په دې پوه شو چې تراويح سنت يا مستحب عمل دى او له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو نه رانقل شوي دي، د رکعتونو په تعداد کې يې مختلف روايات راغلي دي، خو اتفاقي خبره داده چې رسول
الله صلى الله عليه دوه يا درې ورځې ٨ اته رکعته تراويح کړي، خو کله يې چې وليدل دې سنت  عمل ته خلک زيات اهتمام کوي او په مسجد کې نه ځاييږي نو د دې په خاطر چې ورباندې  فرض نشي او بل دا چې د سنتو اهميت له فرضو نه زيات نشي، خو بيا د حضرت عمررضي الله  عنه په وخت کې شل رکعته تراويح په جماعت سره کېدلې چې ټول صحابه کرام ورسره موافق وو او اوس هم په اکثرو اسلامي ملکونو کې شل رکعته کېږي او په دې کوم ممانعت او بنديز نشته چې څوک شل رکعته کوي او که اته رکعته او يا زيات او کم.

٨-  تصوف يا له صفاييت څخه اخيستل شوى دى چې معنى يې دا ده چې مسلمان بايد خپل  زړه او اعمال له هر قسم ناروا او بدعت او شيطاني وسوسو څخه پاک کړي او يا له صوف څخه  اخيستل شوى چې د وړيو په معنى دى دا ځکه چې پخوا وختونو کې به صوفيانو د وړيو جامې  او يا چپنې اغوستلې نو په همدې خاطر د دوى طريقې ته هم تصوف ويل کيده، خو لمړۍ معنى يې غوره ده او په هغې معنى سره د هر مسلمان څخه تصوف مطلوب دى چې بايد خپل عمل،  عقيده، عبادت له هر قسم ناروا څخه پاک کړي، البته د طريقو په اړه کوم شرعي ثبوت نشته او دا دليل هم نشته چې ذکر کول تر طريقو او اجازې پورې خاص شي، له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مختلف اذکار رانقل شويدي او هر مسلمان ته يې اجازه کړې  چې دغه اذکار ووايي، نو ذکر کول د بل چا اجازې او تعيين ته ضرورت نلري، کېداى شي د تصوف دا څلور يا پنځه طريقې (نقشبنديه، سهروديه، قادريه ، چشتيه) په هغه وخت په ښه نيت جوړې شوي وي، چې د خلکو رابطه له ذکر او دين سره پيدا کړي، خو اوس دې ته  ضرورت  نشته او زيات خرافات هم پکې داخل شوي دي، بلکه اوس لازمه ده چې خلکو د اسلام يو شامل او کامل تصور وړاندې شي، تر څو هغوى د اسلام پر حقانيت قائل شي.

٩-  دا سوال چې مونږ څرنګه پوهېدلی شو چې د الله تعالى نيک بندګانو يو ډېر واضح دى،  کله چې يو مسلمان د الله تعالى او د هغه د پيغمبر اوامرو ته غاړه کېږي او له  نواهيو  څخه يې ځان وساتي او په خپل عمل کې اخلاص پيدا کړي د الله تعالى نيک بنده دى او  په  همدې طريقه مونږ کولاى شو د الله تعالى نيک بندګان شو.
والله اعلم

مفتي: مولوي مجيب الرحمن منصور

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب