نهه لارې چې الله راسره مينه وكړي

يادونه:
د هندوستان په ممبايي کې د سولې په نړيوال کنفرانس کې د شيخ سالم الامري د وينا لنډيز:
شيخ  سالم الامري يو وتلی اسلامي مبلغ دی چې پر اسلامي زده کړو سربېره په کمپيوټر ساينس او الکترونيکي انجنيري کې هم لوړې زده کړې لري.

نهه لارې چې تاسې د الله سبحانه و تعالی د مينې جوګه کوي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحيحو احاديثو له مخې الله تعالی له موږ سره له مور څخه زياته مينه لري. موږ د الله تعالی ښېګڼې نشو حسابولای. هغه رزاق، کريم، منان، رحمن او رحيم دی. د مور په رحم کې الله تعالی انسان ته يو خوندي ځای ورکوي. د مور له انساجو ورته غذايي مواد برابروي. تر زېږېدو وروسته يې د مور په شيدو بسيا کوي. خو لنډه دا چې د ژوند تر پايه الله تعالی پر خپل بنده هر ډول ښېګڼې او احسانونه لوروي. خو که موږ له ځانه وپوښتو چې په ورځ کې د زړه له تله څو ځلې الحمدلله وايو؟ نو ځواب به مو دومره خوندور نه وي. که موږ ته لږ زيان راورسېږي شکايت کوو. او شکايت هم يوه انسان ته چې الله پيدا کړی. د مومن صفت دا دی چې په هر حال کې الله تعالی ته رجوع وکړي او هم په هر حال شکر وکړي.

هغه نهه لارې چې موږ د الله تعالی د مينې جوګه کوي په لاندې ډول دي:

1.    د قرآن کريم تلاوت:
قران کريم د زمکې پر مخ يوازينی اسماني کتاب دی چې د انسانانو له لاسوهنو پاک پاتې دی. دا کتاب له تېرو څوارلس سوو کلنو لوستونکيو ته د يوې ننګونې په ډول وايي چې که پرې شک لرئ نو د دې کتاب د ايتونو په څېر يو ايت جوړ کړئ. تر دې دمه هېچا دا وس نه دی پيداکړی چې داسې وکړي.
په نبوي احاديثو او قران کريم کې د قرآن کريم د تلاوت بې شمېره فضيلتونه ياد شوي چې ډېر به يې ستاسې تر غوږو در رسېدلي هم وي. د رسول الله صلی  الله عليه وسلم په يوه حديث کې راځي چې يو صحابي به د اخلاص سورت په لمانځه کې ډېر لوسته خو نورو صحابه کرامو ورسره مخالفت کاوه. صحابه کرام رسول الله ته ولاړل او د ده په اړه يې شکايت وکړ چې په لمانځه کې ډېر ځله د اخلاص سورت وايي. رسول الله ورته وفرمايل چې هغه ته وايئ چې الله تعالی ورسره ډېره مينه کوي. د يوه بل حديث له مخې څوک چې لس ځلې سورت اخلاص ووايي، الله تعالی ورته په جنت کې يوه ماڼۍ جوړوي.
اهل القرآن ته په احاديثو کې اهل الله هم ويل شوي دي. د قرآن کريم د تلاوت بې شمېره فضيلتونو ته په کتو بايد يو مسلمان په منظم ډول د قرآن کريم تلاوت خپل عادت وګرځوي. خو د قرآن کريم د صحيح تلاوت لپاره بايد علماو ته مراجعه وشي، ځکه که له يوې خوا د قرآن کريم پر تلاوت تاکيد شوی، له بلې خوا يې پر کره تلفظ هم ډېر ټينګار شوی دی.

2.    نفل لمونځونه کول:
پر احاديثو ثابت نوافل انسان الله تعالی ته ورنږدې کوی او د هغه د مينې وړتيا ترلاسه کوي.

3.    ذکر کول:
ذکر هم الله ته د نږدې کېدو او د هغه د رضا حاصلولو يوه مهمه لار ده. د اذکارو په اړه بايد نبوي احاديثو ته مراجعه وشي. يانې کوم اذکار چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم کړي او پر احاديثو ثابت وي بايد وشی. په ځينو اسلامي ټولنو کې ډېر اوږده او متکرر اذکار رواج لري چې ډېر يې پر احاديثو تکيه نه لري.

4.    د ژوند په امورو کې هغه څه ته لومړيتوب ورکړئ چې د الله سبحانه و تعالی رضا پکې نغښتې وي:
په دنيوي کارونو کې پر هغو لارښوونو ټينګار او عملي کول چې د الله تعالی رضا پکې نغښتي وي انسان د الله تعالی د ميني جوګه کوي. ډېر ځله مسلمانان په ځينو کارونو کې د الله تعالی رضا له پامه غورځوي او د انسانانو په خوښې پسې ځي چې ځان پخپله  د الله تعالی له مينې محروموي.

5.    الله تعالی د هغه په سپېڅلو نومونو يادول:
د الله تعالی هر نوم د هغه صفت دی. په ځينو احاديثو کې د الله تعالی د ۹۹ او يا له دې څه د زياتو يادونه شوې. د الله تعالی د صحيحو صفاتو لپاره بايد قران کريم او نبوي احاديثو ته  مراجعه وشي. کله چې د الله تعالی د نومونو ذکر کوئ نو د هغه نوم يا صفت مانا بايد په زړه کې راوړئ. کله چې وايئ الله رزاق او کريم دی نو مانا دا چې له الله پرته له بل هېچا څخه د رزق ترلاسه کولو تمه نه لرئ.

6.    د الله تعالی پر وړاندې تواضع او خاکساري ښوول:
په سختۍ او اسانۍ دواړو کې الله تعالی ته رجوع کول او د هغه پر وړاندې خاکساري ښوول د هغه د رضا لاسته راوړلو يوه غوره لار ده.

7.    قيام الليل (د شپې لخوا عبادت کول):
د شپې يوه برخه د الله تعالی عبادت ته بېلول د انسان اړيکه له الله تعالی سره پياوړې کوي.

8.    د نيکو خلکو ملګرتيا کول:
له نيکو خلکو سره اړيکي پالل، د هغوی په ناستو کې شريکېدل او له هغوی څخه مشوره اخيستل سړی پر سمو لارو برابروي او د الله تعالی د رضايت سبب کېږي.

9.    له هغو اعمالو لاس په سر کېدل چې له الله څخه مو لرې کوي:
له هغو ټولو اعمالو چې سړی د بې لارۍ پر لور بيايي او د الله تعالی د نارضايتي سبب ګرځي لاس اخيستل تاسې د الله تعالی د مينې جوګه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب