نوح (ع) ژوندلیک

نوح علیه السلام څوک وو؟

وایی چی نوح (ع) دټولو رالیږل شویو پیغمبرانومشرګڼل کیږی، دی لمړنی انسان ده چی خپل قوم دیوه خدای عبادت ته راغواړی،دنوح(ع) اوآدم (ع) ترمنځ سل(100) پیړی وخت وجود لری،

دآدم (عَ) ترمړینی ورسته بیاتر ادریس (ع) پوری خلک ټول یوه ټولنه وه ، چی کیدای شی ورته مثالی ټولنه وُویل شی ، دوی یوازی دیوه خدای عبادت کاوه ، ښه کارونه او ریښتیا ویل به یی کول دروغجنی یی نه پیږندله ،او له بدوکارونه به لری ګرځیدل،  شیطان به دهغوی زړونوته لاره نشوه پیداکولای، چی بدبینی او دښمنی ورزده کړی.
د ادریس (ع) ترمړینی ورسته شیطان ورو وروله خلکو سره مل کیده بدکارونه به یی ورته ښه ښکاره کول،ترهغه پوری چی دبدو کاروکول اودروغ ویل یی زده کړل،بیا ورسته به یی دیوه خدای  دعبادت په ځای دنوروشیانوعبادت هم ډیرغوره ورته ښکاره کاوه، تردی اندازی چی ډیرو خلکودیوه خدای عبادت هیرکړلو، اوبد کارونه به ورځ په ورځ ددوی په منځ کی ډیریدل، چی ترنن ورځی زموږ په منځ کی دشیطان کړی وړی روانی دی.
کله چی د خلکو په منځ کی د بوتانو لما نځنه ډیره شوله، ګمرایی پکښی خپره شوله ، دروغ ویل پکښی ډیر شول ،او هر ډول بد کارۍ پکښی تیت شو لې .. نو پاک الله ددوی د اصلاح لپاره پیغمبر   ورته راولیږه تر څوچی د درستۍ او نیکارۍ لاری ته یی را وکاږی،او دیوه  خداې عبادت کولو ته یی را وغواړې، 🙁 وعبدوا الله ما لکم من اله غیره ، ) دخداې عبادت وکړی تاسو لره بی له هغه څخه بل خدای نشته .
مګر دنوح(ع) قوم خورا مجرمان وظا لمان خلک وه ، دهغه غو ښتنه چی دخدای امر وه وُیی نه منله ، او هغه یی دروغجن وباله ، ځنی کسانو دهغه له قوم څخه هغه  ته وُوي چی موږ تاپه تورو تیاروکې وینو : ( قال الملأ  من قو مه انا لنراک فې ضلال مبین ) الاعراف:60. خو دهغه ځواب یوازې دا وه چی ، زه تاسو د خپل خداې په لیکونواګا ه کوم (..ابلغکم رسا لات ربې)الاعراف:61

کله چی دنوح (ع)  خبری له خپل قوم سره د یوه خدای دعبادت کولو په لاره کی اوږدی شولی ، دهغه قوم ورته وویل که چیری نور دیوه خداې دِغوښتلو په لاره کی خبری بس نکړی نو موږ به تا دتیږو – تیګو – په ویشتلو باند ی مړ کړو،او ته به اه ګناه ګارانوڅخه یي( ..یانوح لتکو نن من المرجو مین ) الشعراء:116  ،
ورسته تر دینه نوح(ع) خپل خداې لره مخ ورواړاوه ،ویي ویل چی هرڅومره می خپل قام ستا دیوالی خواته را وغوښتل ، دوی نغواړی چی ستا یوازنی عبادت وکړی او دبوتانوعبادت پریږړې ، دوی ماځوروې او په خپلو ځانونو باندې ظلم کوی .
پاک الله نوح (ع) ته ډاډ ورکړ چی نا امید ه مه شه په هغو کارونو باندې چی هغوې یی کوی ، ستا قوم به ایمان رانه وړی ، بدون له هغوکسانو چی ایمان یی راوړې ده.  (انه لن یؤ من قو مک الا من قد آمن فلا تیت‌ءس بما کا نو یفعلون ).
ورسته بیا پا ک الله نوح (ع) ته امر وکړ چی بیړی جوړه کړې ، خو نوح ته دجوړید لو پته نوه ،  پا ک الله هغه ته ښودنه وکړله ،( اصنع الفلک باعیننا وو حینا) هود:37 ،  او ورته ویی وبل کله چی طوفان پیل شې ، بیا نو د ظا لما  نو دخــلاصون غو ښتنه مه کوه، ځکه پاک خداې ظالمان نه خو ښوې ،اونه یي بخښي.
نوح(ع) دبیړی جوړول دبید یا دریګونو په سر باندی پیل کړل، چی له سمندرڅخه یی ډیر لری والی درلود ،  ځنی ملنډوالو او مسخرچیانو به ورڅخه پوښتنه کوله چی : دا څه شې جوړ وې؟ هغه به ورته ویل داد سمندر په سر خونه جوړوم  تر څو چی زه او زمالګرې پکښې په امان پاتې شو .
کله چی په نوح(ع) باندی د هغه دقوم ملنډی ډیری شولی ، نو زغمل یی له لا سه ورکړل او دصبر کا سه یی نسکوره شوله ، نو به سو ې زړه یی خپل لاسو نه دخدای دربار ته پورته کړل ، ویی ویل چی – زه نور نا کام یم  بریالی می کړه – ( انی مغلوب فانتصر ) .
دنوح(ع) له درده ډکه دوعا ومنل شوه ، له اسمان څخه ګڼی اوبه په توییدو شوې، په ځمکه کی له هری خوا چینی را وچاو دلی ، دبید یا ریګونه په سمندر با ندی بدل شول، کورونه په ډوبیدو شول، خلک هر خوا په تښتیدو شول ، دنوح(ع) ښحه او قوم په ډوبیدوشول ،نوح(ع) او دهغه ملګری په پیړی کی کښیناستل اوبیړی دڅپو په سر باند دنګید له ،په داسې حال کی نوح(ع) خپل زوی – کنعان – چی کافروه ، په ډو بیدو کی ولید، غږ یی پری وکړ ، چی بیړی ته را خیږه ، هغه وُویل چی اوس به د – الجودی – غره ته ځان رسوم، کله  چی – کنعان – په ډوبیدو شو، نوح(ع) له خدای څخه دهغه دخلاصون خواست وکړ،خدای ورته وویل چی دهغه شې پو ښتنه مه کوه کوم چی ستا پری علم نه وی ، نوح(ع) له پاک الله څخه بخښنه وُغو ښتله ، پو شو چی د ایمان اړیکی  دخواخوږی او نســــبدارۍ تر ا ړیکو دخدای په وړاندی بهتر او دمننی وړ دی ، چی ټول خلک سره وروڼه کوی( انما المؤ منون اخوه ) .
کله چی طوفان ختم شو، نوح(ع) او دهغه ملګری له بیړی څخه راکوز شول، دبو تانو له عبادت او دظالمانو له ملڼدو بی غمه شول، نود یوه خدای عبادت او دخیر لارو ته په را غوښتلو کی بو خت شو، ترهغه پوری چی دوی ټول مړه شول ،او شاته یی کوم اولادونه پری نه ښودل ، یوازی نوح(ع) شاته زامن پریښودل ، چی له هغوی څحه –  سام ، حام  ، یا فث  –  په یوه کمزوری حد یث کی راغلی چی : سام دعربو پلار ،حام دحبشیانو پلار ، او یافث ،درومانیانو پلار ګڼل کیږې- السند لاحمد: ج5ص8 .
نوح(ع) ترډیرو کړاوُنونه ورسته ، مخکی له د نه چی دخپل خدای غیږی ته ورشې، خپلو زامنو ته داسې وصیت وُکاوُه: اِي زما زامنو تاسو دوه شیان باید تل وکوی :-
1 / په – لا اله الا هو –  باید ټینګ ایمان ولرې ، که چیری هغه دتلې- میږان- به یوُه پلو کی کیږدۍ ، او اُوُه ځمکی و اسمانونه په بله پله کی کیږدې، نود – لااله الاالله-غونډ له  به ور څخه درنه ښکاره کیږی.
2/ له – الشرک و الکبر – څخه ډیر لری وُ اوسیږې ،  ځکه لمړی له خدای سر ه دبل خدای نیول دی، او دوهم د حق پټول و خلکوته ازار ورکول دی.
ورسته تر خپل خد ای  پورې ورغی ، چی پاک الله یی په خپلو نیکارانوکی ستاینه کوی ، اوپه ټولو نړیوالوکی په هغه باندی خپل سلام وایی : ( سلام علی نوح فی العالمین ، انا کذ لک نجزی المحسنین ، انه من عبادنا المؤ منین ) نوح:79،81.
صدق الله العظیم

 

استاد علي خان صافي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب