نوروز شالید، اسلام، قرآن او حدیث رڼا کې

د اسلام سپيڅلی دین یو کامل او شامل منهجي تطبیقي الهي دین دی، چې د ژوند په هره برخه کې خپلې ځانګړې لارښوونې لري، چې موخه ورڅخه د اللهجل جلاله رضا، چې د دنيا او اخرت نیکمرغي ده؛ نو ځکه خپل پيروانانو ته سپارښتنه کوي، چې د ژوند په هره برخه کې له نورو څخه په بشپړه توګه بېل او ممتاز واوسي.

د انساني کرامت د خوندي ساتلو په موخه د حیوانانو سره له مشابهته ځان وژغوري، د ښو اخلاقو د خوندې ساتلو په موخه د شیطانانو له مشابته ځان وساتي، د اسلامي هويت او تشخص خوندي ساتلو په موخه د کفارو له مشابهته ځان وژغوري، که داسې نه وي؛ نو د وخت په تېرېدو سره خپل هویت، تشخص او کرامت له لاسه ورکوي، الله تعالی فرمايي: (لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا‏).

ستاسې د هر یوه (امت) لپاره مو یو (جلا) شریعت او تګلاره ټاکلې ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من تشبه بقوم فهو منهم.

څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي له هغو څخه ګڼل کيږي.

د نوروز شاليد

نوروز  فارسي کلمه  چې  د نوي ورځې په معنا ده، دا ورځ د هجري لمريز کال د وري (حمل يا فروردين) د مياشتې لومړۍ ورځ وي چې د مارچ د۲۱ مې نېټې سره سمون خوري، او په دغه ورځ لمريز کال نوى کيږي.

نوروز د آتش پرستو مجوسيانو او زرتشتيانو د لوی اختر ورځ ده، چې تر ټولو مخکې ددې ورځې لمانځل د زرتشت د دين د لارويانو لخوا د “جمشيد” يا “جمشاد ” په نوم پاچا د ملي جشن په توګه را پيل کړي دي.

نوروز  او مهرجان  د اسلام د مبارک دين د بعثت څخه د مخه په عربي ټولنو کې هم رواج  وو ، د مهرجان او نيروز په نامه به يې يادول او لمانځنه به يې کوله، چې د اسلام تر راتګ وروسته، رسول اللهصلی الله عليه وسلم دا دوې ورځې ختمې او پر ځاى يې د کوچني او لوى اختر ورځې ددې امت لپاره د خوشحالۍ ورځې وټاکلې.

نوروز د کافرانو اختر دی

ټول عالمان په يوه خوله دي  چې نوروز د کفارو له اخترونو څخه دی، چې موږ  يې د مثال په توګه يو څو عبارتونه په لاندي ډول راوړو :

علامه ابن تېميه رحمه الله د نوروز په اړه ليکي: وأما النيروز والمهرجان ونحوهما من أعياد المشركين.([1])

ژباړه : نوروز او مهرجان  دکافرانو له اخترونو څخه دي.

د حنفي فقهې تر ټولو مشهور او معتبر کتاب ردالمختار کې علامه ابن عابدين ليکي: وَالنَّيْرُوزُ أَوَّلُ الرَّبِيعِ وَالْمِهْرَجَانُ أَوَّلُ الْخَرِيفِ وَهُمَا يَوْمَانِ يُعَظِّمُهُمَا بَعْضُ الْكَفَرَةِ وَيَتَهَادَوْنَ فِيهِمَا.

ژباړه : نوروز د پسرلي اوله او مهرجان د مني اوله ورځ ده چې ځينې کافران د دې دواړو ورځو درناوى او تعظيم کوي په دې ورځو کې يو بل ته سوغاتونه او تحفې ليږي. ([2])

د کافرانو د اخترونو په هکله قراني لارښوونې

الله تعالی فرمايي: وَالَّذِينَ لا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِراماً.([3])

ژباړه : او (د رحمان بندګان) هغه کسان دي چې  په غلطو (ناحقه) کارونو کې ګدون نه کوي او کله چې پر کوم عبث کار ور شي؛ نو شريفانه ور څخه تېريږي.

امام ابن کثير د (لا يَشْهَدُونَ الزُّورَ) په تفسير کې ليکي: وقال أبو العالية، وطاوس، ومحمد بن سيرين، والضحاك، والربيع بن أنس وغيرهم: هي أعياد المشركين . ([4])

ژباړه: ابو العالية، طاوس، محمد بن سيرين، ضحاك، او ربيع بن أنس او داسې نور (چې داټول دتفسير امامان دي) وايي: له (الزُّورَ) څخه مراد دمشرکانو اخترونه دي.

نوروز د نبوي احاديثو په رڼا کې

عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِصلی الله علیه وسلم « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ([5])

ژباړه : له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم کله مدينې ته راغی ددې ځای خلکو دوه ورځې لرلې چې په هغو کې به يې لوبې (او خوشحالۍ) کولې، رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورڅخه وپوښتل چې د دې دوو ورځو حقيقت او حيثيت څه دى؟ هغوى عرض وکړ: موږ  به  د جاهليت په زمانه کې په دې  دوو ورځوکې لوبي کولې، رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: اللهجل جلاله تاسو ته د هغه دوو ورځو په بدل کې تر هغو غوره ورځې مقررې کړې دي، هغه د لوى او  كوچني اختر ورځي دي.

ملاعلي قاريرحمه الله د هغه دوو ورځو په اړه چې د مدينې خلکو به له اسلام  نه  مخکې لمانځلې، وايي:  وهما يوم النيروز والمهرجان.([6])

ژباړه : هغه دوې  يوه د نوروز  او بله د مهرجان ورځ  ده.

قال العلامة عبدالرؤف المناوي:”الحديث يفيد حرمة التشبه بهم في أعيادهم لأنه لم يقرهما على العيدين الجاهليين ولا تركهم يلعبون فيهما على العادة”.([7])

علامه عبدالرؤف مناوي رحمه الله وايي: یاد شوی حديث  له کفارو سره  د هغو په اخترونو کې د مشابهت حراموالی څرګندوي، ځکه چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم د جاهلیت اخترونه  پر خپل حال پرې نه ښوول  او نه يې هم  د مدينې خلک پرېښودل چې دهغه پخواني عادت سره سم لوبې وکړي.

په يو بل روايت کې راځي: چې نبي کريمصلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمايل: إنكم مستنزلون بين ظهراني عجم؛ فمن تشبه بهم في نيروزهم ومهرجانهم حشر معهم .([8])

ژباړه : تاسې د عجمو په منځ کې اوسيدونکي یاست؛ نو څوک چې د هغو په  نوروز  او مهرجان کې ورسره مشابهت وکړي هغه به د قیامت په ورځ له هغو سره راپاڅي.

له دغه حديث څخه په صراحت ښکاري، چې د نوروز او د تلې د لومړۍ ورځې لمانځل ناروا کار دی.

د نوروز په هکله د صحابه کرامو ويناوې

عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال : اجتنبوا أعداء الله في عيدهم .([9])

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: د الله تعالى له دښمنانو سره د هغوی په اختر کې له ګډون کولو څخه ځان وساتئ .

عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ سِيرِينَ قَالَ : أُتِىَ عَلِىٌّ رضي الله عنه بِهَدِيَّةِ النَّيْرُوزِ فَقَالَ : مَا هَذِهِ؟ قَالُوا : يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ هَذَا يَوْمُ النَّيْرَوزِ. قَالَ : فَاصْنَعُوا كُلَّ يَوْمٍ فَيْرُوزَ. قَالَ أَبُو أُسَامَةَ : كَرِهَ أَنْ يَقُولَ نَيْرُوزَ.([10])

د محمد بن سيرينرحمه الله څخه روایت دی وايي: حضرت علي رضي الله عنه ته د نوروز سوغات راوړل شو،  هغه وويل: دا څه دي ؟  هغوی ورته  وويل : اې اميرالمؤمنين! دا د نوروز ورځ ده، حضرت علي رضي الله عنه وويل :  تاسو خپله هره ورځ پيروزه کړئ.

 ابو اسامهرحمه الله وايي: حضرت علي رضي الله عنه ، دا ښه نه ګڼل چې نوروز دې وويل شي.

يادښت

حضرت علي رضي الله عنه  آن په نامه کې هم په ورته والی نه وو خوښ او نوروز يې په فيروز بدل کړ تر څومشابهت له منځه ولاړ شي او نوروز د نورو ورځو په شان یوه عادي ورځ شي او  ونه لمانځل شي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ : مَنْ بَنَى بِبِلاَدِ الأَعَاجِمِ وَصَنَعَ نَيْرُوزَهُمْ وَمِهْرَجَانَهُمْ وَتَشَبَّهَ بِهِمْ حَتَّى يَمُوتَ وَهُوَ كَذَلِكَ حُشِرَ مَعَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. ([11])

عبد الله بن عمرو رضي الله عنه وايي: څوک چې د عجمو په ښارونو کې پاته شي او نوروز او مهرجان اخترونه  يې و لمانځي او هغو ته ورته شي او د مړينې تر وخته دغسې وي ، د قيامت په ورځ  به له هغو سره راپاڅي.

د نوروز په ورځ د روژې حکم

ويكره صوم يوم النيروز والمهرجان اذا تعمد ولم يوافق صوما كان يصومه قبل ذلك أماالكلام في أفضلية الصوم في هذا اليوم فإن كان يصوم قبله تطوعا فالأفضل له أن يصوم وإلا فالأفضل أن لايصوم لأنه يشبه تعظيم هذا اليوم وإنه حرام كهذا في الظهيرية وهو المختار.([12])

د نوروز او مهرجان د ورځې روژه نيول مکروه ده ، که يې پخوا په دې ورځ باندې د خپل عادت مطابق روژه نه نيوله او ترکوم ځايه چې ددې ورځې د روژې نيولو د فضيلت خبره ده؛ نو که يې مخکې تر دې نفلي روژه نيوله نو بهتره خبره دا ده چې په دې ورځ يې هم ونيسي او که يې پخوا نه نيوله نو بيا بهتره دا ده چې په دې ورځ يې هم ونه نيسي؛ ځکه چې دا ددې ورځې تعظيم ته اشاره ده او ددې ورځې تعظيم حرام دی.

په زيارتونو کې مېلې

یو ناوړه دود چې زموږ په ټولنه کې رواج  دی هغه دا چې د  نوروز په  ورځو کې خلک پر بېلابېلوزیارتونو جشنونه  او مېلې جوړوي ،د جنډي پورته کولواو ګل سرخ يا لاله د مېلې په پلمه ډول ډول ناوړه اعمال ترسره کوي په تېره بيا په زيارتونو کې سندرې او نور منکرات چې هيڅ جواز نه لري، زيارت د مېلو ځای نه؛ بلکې ددې ځای دی چې زيارت کوونکی د آخرت چارو ته متوجه شي، د قبرونو له ليدلو څخه پند او عبرت واخلي او دقبرونو خاوندانو ته دعاوې وکړي.

د حضرت علي رضي الله عنه قبر ؟ 

د حضرت عليرضي الله عنه قبر د عراق د کوفې ښار په (دارالاماره) کې دی چې  دحضرت عليرضي الله عنه په وخت کې دارالخلافه وه ، خو ځای يې ځکه نه دی معلوم چې د شپې دفن کړل شوی دی او دا ځکه چې خوارج يې د خپل بغض له کبله  قبر ونه کني او جسد يې راونه باسي، نو په پټه  توګه يې د کوفې ښار په (دارالاماره) کې دفن کړ.

دا چې ځينې  وايي حضرت علي رضي الله عنه له شهادت وروسته پر آس يا اوښ تړل شوی، په دې هکله امام ابن کثير رحمه الله  ليکي:  فقداخطاء وتكلف مالاعلم به ولايقبله عقل ولاشرع )[13](.

  دا خبره غلطه  او پر جهالت مبني ده، نه يې عقل مني او نه يې  شرع.

د نوروز د ورځو ناوړه دودونه  چې اسلام کې حرام دي

۱. د کال اخري چهار شنبې (چهار شنبه سوري).

۲. خانه تکاني: د نوروز  په مناسبت كورونه اوسرايونه پاكول، مېنځل او د كور سامانونه بدلول.

۳. هفت میوه: سفره نوروزي ،هفت سین (د مجوس دود)، هفت شين (د زرتشتيانو دود)  ډول ډول خوراكونه پر سترخوان  ايښوول، پر راټوليدل او د كال  د نوي كيدلو انتظار.

 ۴. د نوي كال په  مناسبت خلکوته  مباركۍ ويل او د مباركۍ كارتونه ليږل.

۵. یوبل ته نوروزي تحفې ليږل لكه: د  ناوې او زوم د تحفو دود.

۶. د نوروز په مناسبت د دوستانو او خپلوانو سره ليده کاته.

۷. د نوروز   په مناسبت د نويوكاليو اغوستل.

۸. د دوكانو، مدرسو، ښوونځيو رخصتول او بندول.

۹. د نوروز په مناست  سفركول.

۱۰. په ديارلسمه  ورځ  دښتو ته  وتل د (سيزده بدر ) دود تر سره کول.

۱۱. د نوروز په مناسبت زیارتونو ته تلل.

۱۲. په دې ورځو کې زیارتونه ته د(جنډه بالا) لپاره ورتګ.

۱۳. نوروز لمانځل او مبارکۍ ورکول

۱۴ . ميلو او زيارتونو او خاص محلونو ته تلل اود ښځودكورونو څخه راوتل دنوروز لپاره دا ټول حرام دي .

اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه

پای

[1] . اقتضاء الصراط المستقيم، فصل في صوم اعياد الكفار (طبع دار عالم الكتب بيروت)

[2] : ردالمحتار: 10/۵۲۰ كتاب الخنسى، مسائل شتى (طبع: دارالكتب العلمية بيروت)

[3]  : سورة الفرقان الاية ۷۲

[4]  : تفسيرابن كثير :  ۴/۶۱۴ (طبع: دارالكتاب العربي، بيروت)

[5]  : ابوداؤد: ۱/۱۶۸ باب الصلاة العيدين رقم الحديث ۱۱۳۴ (طبع: مكتبه رحمانيه)

[6] : مرقات المفاتيح ۳/۴۹۵ باب الصلاة العيدين (طبع: دارالكتب العلمية بيروت)

[7] : فيض القدير شرح الجامع الصغير حرف القاف

[8] : مجموع الفتاوى ۲۵/۳۲۶

[9] : البدع الحولية، رسالة ماجستير لعبدالله التويجري.

[10] : السنن الكبرى للبيهقي، باب كراهية الدخول على أهل الذمة (طبع: المعارف، هند)

[11]  : السنن الكبرى للبيهقي، باب كراهية الدخول على أهل الذمة (طبع: المعارف، هند)

[12]: الفتاوى الهندية الجزء الأول كتاب الصوم، باب فيما يكره للصائم وما لايكره/ ۲۲۱

[13]: البداية والنهاية ۷/۳۵۳ (طبع: دارالمعرفت، بيروت)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب