نور فاطمه! بېسارې دردونکې کيسه -هدایت شوي

دا د یوې داسې ښځې سره شوې مرکه ده چې د اسلام راوړلو څخه وړاندې یې د هندي مذهب سره اړیکې لرلې کورنۍ یې د هندوستان د سخت دریځه هندو تنظیم (شیوسینا) سره اړیکې لرلې. د نور فاطمه نوم د اسلام راوړلو څخه وړاندې (کویتا) و چې د نوموړي سره یوه تفصیلي مرکه د دې په خاطر شوېده چې اسلام ئې ولې او څنګه قبول کړ او له دې پریکړې څخه وروسته د څه وړ ستونزو سره مخامخ شوه:

سوال: د اسلام راوړلو څخه وړاندې ستا نوم څه شی و؟

جواب: د اسلام راوړلو څخه مخکې زما نوم (کویتا) و چې د کورنۍ غړو د زیاتې مینې له مخې چې راسره ئې درلوده پونم هم بللم.

سوال: اوس د اسلام راوړلو څخه وروسته ستا نوم څه شی دی؟

جواب: ما د اسلام راوړلو څخه وروسته ځان لپاره د نور فا طمې نوم خوښ کړ.

سوال: ته چیرته پیدا شوې يې او اوس دې عمر څومره دی؟

جواب: زه د هندوستان بمبيې ښار کې پیدا شوې یم او عمر مې ۳۰ دیرش کاله دی خو زه ځان د ېو پنځه کلن مسلمان ماشوم نه هم کم بولم ځکه چې زما معلومات د اسلام په اړه د ېو پنځه کلن ماشوم څخه هم کم دي.

سوال: د تعلیمي استعداد په هکله څه وئیل غواړۍ؟

جواب: ما مکتب د بمبیې په ښار کې بشپړ کړ د لوړ تعلیم لپاره مې کمبرج په پوهنتون کې داخله واخسته او د نوموړي پوهنتون څخه مې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ همدغه راز مې د کمپیوتر په برخه کې زیات تعلیم کړی دی پدې پښیمانه یم چې د دنیایې کارونو لپاره مې زیات تعلیمي اسناد تر لاسه کړي دي خو د اخرت لپاره مې هیڅ ندي کړي دا دی اوس غواړم د آخرت لپاره هم توجه وکړم.

سوال: د خپل ژوند په هکله که له دې زیات څه ووایاست؟

جواب: ما چې د بمبيې ښار په کوم مکتب کې زده کړه کوله هغه ډیر لوې ښونځی وو د دولتي لوړ رتبه چارواکو او شتمنو خلکو اولادونو پکې زده کړه کوله.

سوال: ستا واده چیرته شوی دی او څو بچیان لرې؟

جواب: زما واده د بمبیې په ښار کې شویدی چې بیا د خپل میړه سره بحرېن ته راغلم او دوه زامن لرم.

سوال: اسلام دې څنګه ومانه؟

جواب: دا پر ما باندې د الله تعالی فضل و چې په اسلام راوړلو ېې مشرفه کړم لکه څرنګه چې نبي علیه السلام فرمایلي دي ( کله چې الله تعالی د چا لپاره خیر وغواړي نو په دین باندې پوهه ورپه برخه کړي، نو زه وایم چې دا د الله تعالی فضل او کرم و چې اسلام مې قبول کړ. زه په یوه هندو سخت دریزه کورنۍ کې زیږیدلې وم چې د اسلام او مسلمانانو سره يې سخته دښمني درلوده ما له واده کولو څخه وروسته اسلام ومانه، ما د همیشه لپاره د بوتانو عبادت نه خوښاوه په ځانګړي ډول کله چې بلوغ ته ورسیدم زما په یاد دي چې یو ځل ما یو بوت د کور په تشناب کې کیښود کله چې زما مور د هغه په هکله زه وپوښتلم ما ورته وویل چې که یو بوت د ځان ساتنه نه شي کولای نو تاسې ولې د هغه عبادت کوۍ.تاسې د هغه په وړاندې ولې سر ټیټوۍ. په داسې حال کې چې هغه تاسې ته هیڅ شی نشي درکولای زمونږ په ټولنه کې یو بل رواج دا وه چې کله نجلۍ واده کیده نو هغې به د خپل میړه پښې وینځلې او بیا به یې هغه اوبه څښلې چې ما ددې رواج له تر سره کولو څخه انکار وکړ نو ټولو خلکو له ما څخه پوښتنې شروع کړې چې دا کار دې ولې ونکړ؟

سوال: د اسلام په لور مو څنګه میلان پیدا شو؟

جواب: د مسلمانانو لمانځه زه زیاته متاثره کړم د مسلمانانو دا ډول حرکت به ما لیدل خو زه نه پوهیدم چې دوي څه شی کوي ما ګمان کاوه چې دا د ورزش کوم ډول ځانګړي حرکات دي خو په اسلامي مرکز کې ما ته معلومه شوه چې دا حرکات لمونځ دی.

سوال: ستا کورنۍ ته ستا د اسلام راوړل څنګه معلوم شول؟

جواب: د واده څخه وروسته زه بحرین ته لاړم چیرته چې ما ته په اسلام باندې د پوهیدلو زیاته زمینه برابره شوه ځکه دا اسلامي هیواد و او زمونږ د کور په شا او خوا کې د مسلمانانو کورونه وو زما د یوي مسلمانې نجلۍ سره ملګرتیا پیدا شوه چې هغه زمونږ کور ته کله کله راتله خو زه زیاته ورتلم یوه ورځ ما غوښتل چې د هغوی کور ته ورشم نو زه یې خپل کور ته پرېنښودم ما ورڅخه وپوښتل چې ولې؟ هغې ووېل چې دا د رمضان المبارک میاشت ده او دا ټوله د عبادت میاشت ده ستا په راتګ سره زمومږ په عبادت کې خلل واقع کیږي زه د هغوی کور ته د دې لپاره زیاته ورتلم چې د مسلمانانو د ژوند او طریقې څخه ځان خبره کړم. نو ما ورته وویل چې زما هدف دادی چې اسلام او مسلمانان زیات وپیژنم نو ما مه منع کوه زه به ستاسو په عبادت کې هیڅ خلل واقع نکړم ، زه به ېواځې او ېوځې ستاسې عبادت ګورم او هیڅ ډول خبرې درسره نه کوم تاسې جې څه شی

لولی هغه اورم او بس. نو هغې زما خبره ومنله کله چې هغې عبادت کاوه ما د هغې نقل کاوه بیا ما ورته وویل چې ما ته هم تمرین راکړه هغې ما ته وویل چې دا لمونځ دی دا کوم کتاب چې مونږ یې لولو هغه ته( قرآن مجید) وایې نو ما ورته وویل چې زه دغه ټول کارونه کول غواړم بیا هغې ماته د قرآن مجید ېوه نسخه راکړه چې ما له ځانه سره کور ته ویوړه او په بنده کوټه کې مې د هغه تلاوت کاوه چې زیاته ورباندې نه پوهیدم او هملته په بنده کوټه کې مې لمونځ هم شروع کړ یوه ورځ د دروازې بندول زما څخه هیر شوي وو او لمونځ مې کاوه چې زما میړه کوټې ته راننوت له ما څخه یې وپوښتل چې دا ته څه کوې؟ ما جواب ورکړ چې لمونځ مې کاوه هغه راته وویل ته په هوش  یې او حواس دې کار کوي او بیا یې ډیر په قهر او غوسه وویل چې دا تا چې څه کول ته پوهیږي چې څه دې کول؟

ما چې کله هغه د قهر او غوصې په حالت کې ولیده زه هم ېو څه وویریدم د ویرې له امله مې سترګې بندې کړې خو بیا ما په ځان کې داسې قوت محسوس کړ چې زه ورباندې د ستونزو مقابله کولای شم او ډیر په زوره مې چیغې کړې او ورته ومې ویل چې ما اسلام قبول کړیدی او ما لمونځ ادا کاوه.

میړه راڅخه بیا وپوښتل چې دا څه دې وویل ته یې ېو ځل بیا وواېه ؟

ېو ځل بیا مې په ډیر قوت سره ځواب ورکړ چې هو ما اسلام قبول کړېدې. دا خبره ئې چې کله واوریده نو زما وهل يې پیل کړل کله چې زما خور د وهلو ټکولو اوازونه واوریدل هغه راغله میړه زه پرېښودم او هغې ته يې زما ټوله کیسه وکړه بیا خپلې خور ډیره سخته ووهلم. ما ورته وویل چې زما په وړاندې خنډ مه جوړېږۍ کومه لاره چې ما د ځان لپاره غوره کړېده زه ښه پوهیږم چې همدا لار زما لپاره ښه ده او زه به ورباندې تګ ته دوام ورکړمه دې خبرې زما میړه ډیر په غوصه کړ او دومره زیاته يې زه ووهلم چې بې هوشه شوم.

سوال: کله چې تا سره زور زیاتی روان و ستا بچیان چیرته وو؟ د هغوی عمرونه څومره وو؟ او بیا څه وشول؟

جواب: زما ځامن په کور کې وو زما مشر ځوۍ په نهم صنف او کشر ځوۍ په اتم صنف کې زده کړه کوله لدې څخه وروسته په ما بندیز ولګیده د هیڅ چا سره زما ملاقات نه کیده او په ېوه بنده کوټه کې بندۍ کړی شوم که څه هم ما اسلام په منظم ډول نه وو راوړی خو هغه الفاظ چې انسان د اسلام په داېره کې داخلوي زما په ېاد وو او هغه به مې لوستل چې کلمه شهادت وه  ېوه شپه زه په بنده کوټه کې وم چې زما مشر ځوۍ راننوت او په ما يې ځان راوغورځاوه او ژړل يې ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې د کور نور غړي چيرته دي راته ویې ویل چې هغوی ټول د کوم پروګرام لپاره وتلي دي او په کور کې هیڅوک نشته. بیا یې راته وویل چې د کور نورو غړو ستا د وژلو اراده کړېده ته باېد له کور څخه ووځې ما ورته وویل چې دا ممکن نده هغه پدې ټینګار کاوه چې د کور څخه ووځه بیا ما ورته وویل چې په ځان او واړه ورور ډیر پام کوه خو که زه لاړه شم بیا مې تاسو سره ملاقات نه کیږي ځوی راته وویل که ژوندي وو سره لیدلی شو خو اوس زر باېد لاړه شې زه مجبوره شوم او د کور نه د وتلو اراده مې وکړه. زه هغه شیبې نشم هیرولی چې زما مشر ځوی خپل کشر ورور د خوبه رابیدار کړ او ورته ویې ویل چې مور ځي اوس یې وګوره بیا خدای خبر چې وبه یې ګورې او که نه؟ زما وړوکی ځوۍ د خوبه راپورته شو سترګې یې موښلې او زما په طرف یې راکتل کله چې زه د کور نه وتلم نو هغه سخت ژړل او ما ته یې ویل چې( مورې ته ځې؟) ما ورته وویل چې بیا سره ګورو او بیا دواړو ځامنو راته مخه ښه وویله زما په زړه کې د اولادونو محبت زیات وو خو د اسلام مینه او محبت ورباندې غالب شو که څه هم زما زخمونه چې د وهلو په نتیجه کې رامنځته شوي وو او د پیاده تګ قابل نه وو خو د تللو تکل مې وکړ د کور په مرکزي دروازه کې زما دواړه ځامن ولاړ و په سترګو کې یې اوښکې ځلیدي او ما ته یې خداې په اماني وېله دا شیبې زه هیڅ نشم هیرولای ما ته د مهاجرینو هغه حالات راېاد وي چې هغوی کله د اسلاو په خاطر خپل کورونه او خپلوان پرېښودل.

سوال: له دې څخه وروسته چیرته ولاړې او اسلام دې څنګه قبول کړ؟

جواب: زه چې کله د کور نه ووتم په لمړي سر کې د پولیسو مرکز ته ورغلم هغوی زما په ژبه نه پوهیدل خو ېو یې لږ په ګوډوماته انګریزي خبري کولای شوې زه ډیره ستړې ، ناارامه او وارخطا وم. ما له هغوی څخه غوښتنه وکړه چې لږه مې ارام ته پریږدۍ بیا به زه خپله کیسه درته وکړم لږ وروسته ما خپله کیسه ورته وکړه او ورته ومې ویل چې ما خپل کور پریښی او غواړم چې اسلام راوړم. هغه پولیس چې په انګریزي باندې لږلږ پوهیده ماته یې تسلي راکوله او وئیلې چې مونږ هم مسلمانان یو له تا سره به مناسبه مرسته کوو او بیا یې خپل کور ته بوتلم او ېوه ځانکړې کوټه يې ماته راکړه. بله ورځ زما خاوند د پولیسو مرکز ته راغی اوویې ویل چې زما ښځه چا تښتولې ده ؟! پولیسو ورته وویل چې ستا شځه چا تښتولې نده هغه په خپله دلته راغلې وه او غواړي چې اسلام قبول کړي او اوس نه غواړي چې د چا سره ملاقات وکړي له تا سره هم نه ځي ځکه چې ته مسلمان نه ئې خو زما میړه په خپله خبره ټینګار کاوه په همدغه مهال زه په خپله د پولیسو مرکز ته ور ورسیدم او ورته مې وویل چې زه له تا سره په هیڅ صورت بیرته نه ځم ما ورته وویل چې زما څومره زیورات ، د بانک کتابچه ، نمبر او ځمکه دي هغه ټول يې ستا زه له تا سره نه ځم. بیا يې هم خپل ضد کاوه چې بالاخره ئې زما ټول مال ، ځمکه او زیورات په ېو کاغذ کې ولیکل او په خپل نوم ئې کړل.

د چا په کور کې چې زه اوسیدم هغه راته وویل چې اوس هیڅوک تا ته نقصان نشي رسولی نو اوس ته کولی شې چې اسلام قبول کړي ما د هغه څخه تشکر وکړ او بیا ېو روغتون ته لاړم ځکه چې زما بدن ټول زخمي وه زه د چو ورځو لپاره په روغتون کې بستر وم ېو ډاکتر زما څخه وپوښتل چې ته له کوم ځای څخه راغلې یې ستا کوم خپلوان یا دوست ستا پوښتنې ته ولې نه راځي؟ زه چپ شوم او د هغه د پوښتنې ځواب مې ورنکړ ځکه چې ما کور او خپلوان د اسلام په خاطر پريښې وه کله چې زه په روغتون کې وم نو ما همیشه د راتلونکې په اړه فکر کاوه چې چیرته به ځم خو چې د روغتون څخه راووتم نو لمړی اسلامي مرکز ته ورغلم چې هلته ېواځې ېو سپینږیری او مشر سړی و نور هیڅوک هم نه وو ما هغه ته خپله ټوله کیسه وکړه هغه لږ د شک په سترګه راته وکتل راته ویې ویل چې لوري دا لباس اسلامي ندی ته لاړه شه ېو با حجابه لباس واغونده او بیا راشه. زما سره ېو څه روپۍ وې بازار ته لاړم او اسلامي لباس مې واخیست او بیرته اسلامي مرکز ته راغلم نوموړي مشر د اودس کولو طریقه راوښوده او ببا یې زه ېوې کوټې ته بوتلم چې هلته په کوټه کې د بیت الله شریف عکس هم و چې مخکې مې څو ځله په خوب کې لیدلې وو نو زه ډیره زیاته خوشاله شوم د بیت الله شریف عکس نه پیژانده مشر سړي راته وویل چې دا د الله تعالی کور دی نو زه حیرانه شوم ورڅخه مې وپوښتل چې څنګه الله تعالی دلته اوسیږي؟ مشر سړي په ډیره مینه او خندا زما د پوښتنو ځوابونه راکول او د اسلام په رابطه يې ځانګړي معلومات راته وړاندې کول چې له ما څخه ټولې پریشانۍ لرې شوی هغه زه په هره خبره ډبره په تفصیل سره پوهه کړم چې لدې وروسته ما د ډیرې خوښۍ احساس کوو ما ته يې د شهادت کلیمه وویله او بیا یې د اسلام په اړه ډبر څه رازده کړل چې زه ډیره ورباندې خوښه وم. ما داسې احساس کاوه چې د ډیرو چټلو او ناولو اوبو څخه راوتلې یم او په خورا ډیرو پاکو اوبو کې ژوند کوم د اسلامي مرکز مشر زه خپله لور بللم او زه يې خپل کور ته دځان سره بوتلم او بیا یې زما واده د ېوي مسلمانې کورنۍ دېو غړي سره تر سره کړ اوس زما لمړنۍ غوښتنه دا ده چې د بیت الله زیارت وکړم او عمره ادا کړم.

ژباړه: استاد عزیزالرحمن حبيبي

اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب