نور محمد ترکی

نور محمد ترکی
Nur Muhammad Taraki.JPG
پېژنليک
بشپړ نوم نور محمد ترکی
د زېږېدو نېټه ۱۵ د جولای، ۱۹۱۳
د زېږېدنې ځای غزني
د مړينې نېټه ۱۴ د سېپتمبر، ۱۹۷۹
د مړينې ځای کابل
سياسي مالومات
د کار موده اپرېل ۱٩٧٨ – سېپتمبر ۱٩٧٩
ترتيب د افغانستان دويم هېوادمشر
مخکينی هېوادمشر سردار محمد داود خان
وروستنی هېوادمشر حفيظ الله امين
سياسي اړخ د خلق ديموکراتيک گوند لومړی مشر

نور محمد ترکی

نور محمد ترکی د مارکسيستي آندونو پلوی افغان سياستوال او ليکوال وو. نوموړی د ۱۳۵۷ ز كال د غويي د مياشتې له اوومې نېټې څخه ( او ۱۹۷۸ زېږيز کال نه ) په ۱۳۵۸ ل. كال كې تر خپلې مړينې پورې د افغانستان د انقلابي شورا رئيس او صدراعظم و.

مخينه

نور محمد تره كى د ۱۲۹۶ لېږديز لمريز کال د چنگاښ پر ۲۳ (د ۱۹۱۷ ز كال د جولاى د مياشتنې ۱۵) د افغانستان د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په سره كلي كې زېږېدلې دى. د پلار نوم يې نظر محمد تره کی و. د نور محمد تره کي د رسمي ژوندليك له مخې هغه په ډېر کوچنيوالي كې خواريکښ او په پنځه کلنۍ کې ېې په مزدورۍ لاس پورې کړی و . پلار يې لږه موده وروسته دى په ښوونځي كې شامل كړ او لومړنۍ زده كړې يې په مقر كې ترسه كړې . همدا راز يې د هند په بمبۍ كې لس كاله په انگرېزي ژبه د شپې ښوونځى هم پاى ته ورساوه او هماغلته يې انگرېزي ژبه هم ژده كړه . په بمبۍ كې دده د ژوند د پړاو په اړه داسې مفصل مالومات شتون نه لري ، خو داسې ويل كيږي ، چې زلمي تره كې همدلته له سوسياليستې ایډيې سره پېژند گلوي وكړه . تره كي په ۱۹۳۲ ز كال كې په کندهار كې د مېوې په يوه شركت كې د مېوې د صادرولو په چارو كې د يوه مامور په توگه په دنده پيل وكړ . په دغه شركت كې په كار كې د برياوو په تر لاسه كولو سره دى په بمپۍ كې د كمپنۍ په استازيتابه په كار وگومارل شو .

ليكوال او سياستوال

تره كي خپل فعاليت د سياستوال او مامور په توگه نه ، بلكې لكه د ژباړن او ليكوال په توگه پيل كړ . دده ليكنې په بېلابېلو ورځپاڼو كې چاپېدلې . د شوروي اتحاد د ادبياتو په اړه يې له انگرېزي ژبې څخه ځنې ليكنې ژباړلې . دده لیکنې د نړۍ او د افغانې ټولنې د بېوزلې طبقې پرتله کولو باندې څرخېدې، چې له هغوى څخه يې په ۱۹۵۸ ز كال كې د بنگ مسافري ، په همدغه كال كې د سپين ، په ۱۹۶۲ ز كال كې د څړه ناولونه يادېږي .

پښتو ویکیپیدیا

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب