نومیرنه او درملنه (تشخیص او تداوي)

د سببي درملنې د نشتون ، آسانه ساده او ښکاره کلينیکي لوحې، او گټورو کورنیو درمليزو لارو چارو د پراخه شتون، د کلچرپه میتود د تشخيص ناشونتيا يا لږ تر لږه ستونزمنتيا له امله د زکام لابراتواري تشخیص ته اړتیا نه ليدل کیږي. يوازې د (MERS)، (SARS-CoV)، (COVID-19) لابراتواري تشخیص د ټولنيز اخته والي اوڅپه ییز خپراوي د را برسیرولو او دمخنیوي ډاډمنولو لپاره د پي سي آر (RT-PCR) په مټ تر سره کيږي، چې د لوړې بیې، ډېر لگښت، پوه کارکونکو د کمښت له امله ورځيني پرکټس کې عموميت نلري او يوازې د څيړنيزو موخو او چارو د ارزونې لپاره ترسره کيږي او بس.

ډېری په ویروس اخته خلک له ناسم روغتیای ی حالت سره نه مخ کيږي يوازې هغوې چې عمرونه يې لوړ او يا هم هغه ناروغان چې د نورو ناروغيو له امله کړيږي ددې ناروغی له امله يې د گواښ او مړینې کچه لوړه ده.

دمگړی کووید او هر ډول کرونا ناروغۍ پر وړاندی اغیزناک ویروس ضد درمل نشته، خو د ناروغۍ د نړیوال ناوړه برخلیک له امله گڼې بیړنۍ هڅې روانې دي ترڅو ددې ویروس د له منځه وړو، ژر تشخيصولو او ترې خونديتوب اغیزناک توکي، واکسین او درمل وموندل شي.

آرام او استراحت، گرمو مایعاتو، اوبلنو او متوازنو خوړو، ويټامین سي لرونکو سرچينو ډېر اخیستل، بيا بیا به گرمو اوبو او مالگه غرغړه کول او گرم تپ (بخار)تیرول، په کور دننه له نورو جلا کېدل، لوړه او غښتلې روحيه ساتل، ښه پاملرنه کورنۍ او ځانڅارنه، د ماسک کارول، د اړتیا پر مهال د درد ضد او د روغتیا پال په سلا د انتي بايوتیکو کارول او د اړتیا پر مهال ژر تر ژره روغتون ته رسول د تنفسي انتاناتو د درملنې بريالي لارې چارې دي چې د اوسني ناورین په درملنه کې هم ښه مرسته کوي او گټورې پايلې لري.

د گڼو نا کره او بې بنسټه راپورونو منل او خپرول يوازې د درملو، تشخیصيه او خونديتوب توکو بيیباکه، له مشورې پرته او پخپل سر کارونه، ناوړه اغيزي، لگښت او بيې، د درملو احتكار، د کیفيته درملوډیرښت، نورو ناروغيو پرمختگ ته لار اوارول او ډول ډول ستونزې ډیرولى شي او بس.

کرونا ناورین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب