نوي کال (نوروز) مبارکۍ شرعي حیثیت

دنوي کال له رارسیدو سره یوبل ته دنوي کال دمبارکیو ورکولو په هکله دنړۍ دعلماء کرامو فتواوي اونظرونه.

له علامه ابن بازرحمه الله څخه په دې اړه پوښتل شوي چه آیا دهجري اوعیسوي نوي کال مبارکي ورکول جائز دي که یا؟ خلک په دې ډول الفاظویوبل ته تهنیت اومبارکي وایي (کل عام وانتم بخیر)یاني ټول کال اودتل دپاره خوشحاله اوسې.آیاپه دې اودې ته ورته نوروطریقومبارکي ورکول جائز دي؟

ابن بازرحمه الله یې په ځواب کښي لیکلي دنوي کال دمبارکۍ اصل اودلیل له قرآنه اوحدیث سلف صالحینوڅخه نه دی ثابت.اونه یې هم چرته دمشروعیت دلیل ثابت دی.البته که چامبارکي درکړه اودنوي کال دخیریت دعا یې درته وکړه نوځواب یې په خیرمبارک سره ورکولې شې اودې کښي څه ممانعت نشته.

ولي په خپله دنوي کال دمبارکۍپه ورکولو ابتداء نه ده په کار ځکه چه دشریعت له مخي یې ثبوت نشته.

دحجازیوبل وتلي عالم شیخ عثیمین رحمه الله په خپل کتاب ضیاء الامع کښي په دې اړه داسي لیکلي:داله سنت رسول الله څخه نه دي چه مونږ یوبل ته دنوي کال په مناسبت مبارکي ورکړو اوخوښي ولمانځواومیلې چړچې وکړو.

your ads

اوپه یوبل ځای کښي یې دیوه مستفتي په ځواب کښي چه ورته پوښتنه یې ترینه کړی هماغه دابن بازرحمه الله دنظرورته فتوی ورکړې’ چي ځواب ورکول یې په ښه احسنه طریقه سره جایزاوابتداء پرې کول یې ښه ندي ګڼلي.اوزیاته وي چه مونږچاته ددې په هکله نشوویلې چه داسنت طریقه ده. بلکه له عادي اموروڅخه شمیرل کیږي اوله همدې حیثیته یې په اباحت کښي څه خبره نشته. دانه چه مونږ یې له اموروتعبدیه څخه وشمیرو.>لقاء الباب المفتوح<۹۳

له نوموړي څخه بل مستفتي دنوي کال دمبارکۍ دابتداء اوپېل په اړه پوښتلي چه آیا “کل عام وانتم بخیر”یاستاسوراتلونکې کال دي نیکمرغه اودخوښیوډک شي ‘

په دې کلیمو اودعایه وودکال مبارکي ورکول جائز دي؟

هغوي یې ځواب کښي لیکلي ناهیڅکله داجائز او مشروع نه دي نه په کوچني اخترکښي نه په غټ اخترکښي اونه په دې موقعه کې.
لقاء الباب المفتوح>۲۰۲

دسعودی عرب دتحقیقاتواوفتوی لیکني ددایمي کمیټې علماء کرامو فتوی:

دنوي هجري کال مبارکي ورکول جائز نه دي ځکه ددې مبارکي ورکول له شریعته ثابت نه دي.فتوی رقم ۲۰۷۹۵/

ددیارحرمین داوسني وخت تکړه اومشهورعالم شیخ صالح بن فوزان الفوزان حفظه الله فتوی.

پوښتنه:که څوک“کل عام وانتم بخیر“یاپه بل عبارت نوې کال مومبارک ‘happy new year”سره چاته مبارکي ورکړي جائزه ده؟

ځواب:نه داپه شریعت سره ثابته نه ده’اونه هم داسي ویل جائزدي.

دبحث خلاصه اویوڅومهم ټکي:

دپورته ذکرشوو فتاوو په رڼا کښي په لنډ ډول لاندي نتیجې لاس ته راوړلاې شو.

۱-داچه دنوي کال په مناسبت یوبل ته مبارکي ورکول دشریعت له مخي ثابت نه دی. اونه یې هم دسلف صالحینوپه تعامل کښي څه څرک لیدل کیږي .اودټولو مسلمانانودپاره ښایي چه دشریعت اوسلفوصالحینوپه اتباع کښي ژوند غوره کړي اوپه همدې کښي یې خیردی.

۲-داچه که کوم مسلمان دنوي کال مبارکي ورکول اووصولول سنت وګڼي دابه غټه غلطي اواشتباه وي. اوداکاربه په همدې صورت کښي بدعت اوځواب ورکول به یې ناجائز وي.

۳-داچه که کوم مسلمان داله اموروعادیه وو “هغه چه دشرعي امرله مخي نه ترسره کیږي اونه هم دثواب په نیت اداکیږي”څخه بولي اومبارکي ورکوي نودځواب ورکولوپه حق کښي یې هم له عادي اموروڅخه دبللوپه صورت کښي ځواب ورکول کوم باک نه لري.

۴-داچه په دې مسئلې دپوهیدونه وروسته په مبارکۍ ابتداء اوپیل کول به جائزنه وي. البته ددعاییه کلیموځواب که څه هم مبارکي نه شمیرل کیژي ځواب ورکول به دشریعت دعامه نصوصو له مخي جائز وي.

۵-داچه دنوي کال په راتګ سره دخوښۍ میله لمانځل شرعا ثبوت نه لري اونه ددواخترونو نه سیوامسلمه امت کومه بله موسمي دخوښۍ لمانځني میله اواجتماع لري اونه یې هم لمانځل جایزدي.

۶-داچه دځواب تربریده اودمبارکي ورکولونه علاوه دنوي کال دلمانځني ټولي مروجه طریقې شرعاثبوت نه لري اونه یې هم جوازشته لکه کارتونه ورکول میلې ډرامې جوړول اوداسي نور..

۷-داچه په خپله مونږته ددې اړتیاده چه خپل فکرونه اواذهان رابیدارکړوچه مونږاوس اوس یوکال دخپل ژوندله حصې کم کړ اوراتلونکي کښي مونږ دژوندله کومو ښوبدو سره مخ کیږو تیرکال موڅنګه تیرکړ حقوق الله اوحقوق العباد پایمال شوي. اویانور

تیروبیراوتقصیرات صادرشوي’په انفرادي اواجتماعي لحاظ مونږځان یاټولني ته امت ته څه نقصانونه رسولي؟

آیاددغوتقصیراتوتلافي اوجبران زمونږ له لاسه په آینده کښي ممکن دی؟

آیا مونږ په انفرادي اواجتماعي لحاظ دتیرکال په نسبت یوڅه پرمختګ کړې؟ دراتلونکي دښه کیدودپاره موتیارې اولازم تصمیم نیولې؟

دنوي کال راتګ مونږ ټولو ته داودې ته ورته پوښتني له ځانه سره لري چه مونږته یې دکال په جریان کښي دعملي ځواب ورکولو کارپرمخ ګوري…..

ومن الله التوفیق

ژباړه له ا”جابات المهمه “څخه له یوڅه اختصارسره
صفحه ۲۳۰

ليکوال:عبدالحکیم جوزجانی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب