نوی څیړنه مو د سمارټ فون او لیپ ټاپ له زیانونو خبروي

ټکنالوژي په څومره اندازه چې ورځنۍ ژوند اسانه کوي په هماغه اندازه د انسان په روغتیا ناوړه اغیز لري.

په دې وروستیو کې د سویتزرلینډ هیواد ساینسپوهانو خپل څیړنه کې دې نتیجې ته رسیدلي چې له سمارټ فون، لیپ ټاب او ټیبلېټ څخه وتونکی رڼا د انسان په عصبي سیستم اغیزمن وي.

د دې هیواد بازل نومې پوهنتون د کورنولوژي برخې څیړونکو ثابته کړې چې په سمارټ فون کې د پیغام له لوستلو یا د لیپ ټاپ له زیات استعمال سره انسان د لږ خوب په رنځ اخته کیږي.

له دې سربیره لیپ ټاپ، ټبلېټ او سمارټ فون استعمالوونکي ژور خوب نشي کولی چې د دې لامل له دغه اوزارونو څخه وتونکی اسماني رنګه رڼا ده.

د انسان عصبي سیسټم ډیر زیات حساس دی او د اسماني رنګ په خلاف ډیر چټک او جدي غبرګون ښيي.

اسماني رنګه رڼا د اعصاب په هغه برخه چې د خوب مسؤولیت پر غاړه لري باندې اغیز کوي او په انسان کې د خوب دوران او ژور خوب کولو وړتیا له منځه وړي.

دا څیړنه په داسې حال کې شوې چې له دې وړاندې یوې څیړنې ثابته کړې وه چې اسماني رنګه رڼا په نارینه کې د هاضمې په سیستم اثر کوي او لوږه له منځه وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب