نړۍ کې د اوبو کمښت او حل لارې

د اوبو کمښت د یوویشتمې پیړۍ په یو له مهمو بحثونو بدل شوی دی. د مختلفو ادارو په راپورونو کې راغلي چې نږدې یو میلیارد خلک د څښاک خوندي او پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او له ۲.۷ میلیارده زیات خلک کم تر کمه په کال کې یوه میاشت د اوبو له کمښت سره مخامخ کیږي.

ددغه واقعیت درک کول ستونزمن دي، کله چې وګورو چې یواځې ۳ سلنه د نړۍ د اوبو خوږې او د انسانانو د استفادې وړ بلل کیږي. دا پداسې حال کې چې د ځمکې نږدې ۷۰ سلنه برخه اوبو نیولئ ده. د خوږو اوبو ۶۶ سلنه څخه زیات په یخچالونو کې کنګل او استفاده ورڅخه لا تر اوسه ممکنه نده. دغه ارقام ښکاره کوي چې رښتیا هم د اوبو د کمښت د نن وخت یوه ستره ننګونه ده.
د اوبو د کمښت ستر لاملونه د اوبو د زیرمو ککړتیا، د اوبو څخه د ضروت نه زیاته استفاده، شخړې او جنګونه، د اوبو د زیرمو څخه فاصله او وچکالي بلل شوي دي. د اوبو د کمښت سره لوږه، مرضونه او روغتیایي ستونزې، ضعیفه حفظ الصحه، تعلیم ته د لاسرسي نشتون او بالاخره فقر او بیچارګي منځته راځي.
خو بیا د دغه ستونزو سره سره د حل لارې هم شته مګر دغه ستونزې ته نړیواله حل لاره لټول پکار دي او د ټولو خلکو شریکه هڅو ته اړتیا ده او هر څوک باید خپل مسوولیت ادأ کړي.

حل لارې څه دي؟

پرمختللې زیربناوې:
د اوبو د کنټرول او مدیریت لپاره زیربناوې اساسي رول لوبوي چې ټولې د اوبو زیربناوې لکه د پمپ سیستمونه، د اوبو د انتقال تأسیسات، ذخیرې، تصفیه خونې، طبیعي ساختمانونه، څاه ګان، بندونه، د سطحي اوبو د مدیریت ساختمانونه، پیپونه، او نور ټول هغه ساختمانونه او وسایل چې د اوبو په مدیریت او کنترول کې کارول کیږي په بر کې نیسي. د دغه زیربناوو کیفیت که هغه طبیعي او یا مصنوعي وي باید ښه والی ومومي.

د ځمکې لاندې اوبه لرونکو طبقو (Aquifer) تغذیه او بیا ژوندي کول:
د ځمکې لاندې اوبه لرونکې طبقه ډیره زیانمنه شوې ده او باید په مصنوعي توګه تغذیه یا ریچارج شي. مصنوعي ریچارج له پیړیو راپدې خوا موجود او ثابته شوې ده چې ډیره مؤثره لار ده. مګر دا ډیره تخنیکي حل لار ده چې خورا دقت ته اړتیا لري او که په درست شکل مدیریت نشي، بدې پایلې له ځانه سره لرلی شي.

د ککړتیا کنټرول:
ککړتیا د اوبو په کمښت کې په نړیواله کچه خورا ستره ونډه لري. په پاکو اوبو کې د کثافاتو او چټلیو غورځول یوه ستره ستونزه ده چې ښه مثال به یې د کابل سیند وي. په پاکو سیندونو کې د ښارونو څخه د راټولوو شویو کثافاتو او چټلیو غورځول یوه عادي خبره ګرځیدلئ ده. دغه کار کې خلک او صنعتي فابریکې هر یو خپله ونډه لري. ککړتیا د ځمکې په ګرمولو کې هم لویه ونډه لري او ددې سبب ګرځي چې یخچالونه ویلې او په بحرونو ورګډې شي چې د بحر د اوبو د سطحې د جګیدو سبب کیږي کوم چې خلکو ژوند ګواښي. بل خوا ککړه هوا د باران د اوبو د ککړتیا سبب کیږي کوم چې د ډیرو خلکو د څښاک د اوبو منبع بلل کیږي.

your ads

د اوبو سمپا/ساتنه او د وچکالۍ د کچې راکمول:
ځینې زموږ د اوبو له ستونزې سره لاس او ګریوان دي خو بیا ځینې په پراخه کچه اوبو ته لاسرسی لري او په مصرف کې یې خورا له اصراف نه کار اخلي او لویه برخه اوبه ضایع کوي. د اوبو په کمښت کې حتی یو څاڅکی اوبه هم د حساب وړ دي، د تشناب نه نیولې بیا تر لوړې کچې باید د اوبو د ضایع کیدلو څخه ساتنه وکړو. د وچکالۍ سره مبارزه اوږد مهاله او خورا تخنیکي ده چې منظمه تیاري غواړي لکه د خاورې او اوبو ساتنه، د اوبه لګولو په برخه کې اړین اقدامات او نور.

د باران د اوبو راټولول:
د باران اوبه د ډیرو خلکو د اوبو منبع تشکیلوي، د افغانستان د شمال او لویدیځ ولایتونو د ځینو برخو او په لویه کې د افریقا په ځینې هیوادونو کې زیات خلک د باران په اوبو تکیه کوي. دوی د باران اوبه په لویو حوضونو کې راټولوي او بیا ورڅخه کار اخلي. دغه برخه کې تخنیکي کار ته اړتیا ده ترڅو د اوبو کیفیت تر سوال لاندې نه وي او همدارنګه د اوبو د راټولولو ساختمانونه باید مناسب او تخنیکي جوړښت ولري. د باران اوبه راټولول په هغه سیمو کې چې هلته د ځمکې لاندې او جاري سطحي اوبه شتون نلري، خورا اړین کار بریښي.

د اوبو قرضه:
په مخ پرودې هیوادنو کې کورونو او وړو شرکتونو ته قرضه وکول رواج شوي دي تر څو خلک وکولای شي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. دا کار څه ناڅه د دولتونو لپاره ستونزمن دی نو له همدې کبله وړې قرضې ورکونکې بانکونه یا ادارې هم پدې برخه کې برخه اخلي.

تحقیق/پلټنه او ټکنالوژي:
د ټکنالوژۍ او ریسرچ په برخه کې پرمختیاوو دا ثابته کړله چې هغه اوبه چې خلکو د څښاک وړ نه بللې اوس د څشاک وړ دي، لکه Reverse Osmosis، Electrodialysis Reversal، Desalinization او نور. پدغه برخه کې نور کار ته اړتیا ده ترڅو نورې حل لارې پیدا او قیمت یې را کم شي.

د پاکو اوبو په برخه کې د نوښتونو ملاتړ:
د اوبو د کمښت سره د مقابلې بله ښه لار داده چې د هغه نوښتونو او ادراو چې د نوښتونو په لټه کې دي ملاتړ وشي. هغه بنسټونه چې د اوبو په برخه کې کار کوي، باید په هر اړخیزه توګه ورسره مرسته وشي.

د عامه پوهاوي د کچې لوړول:
بل آسانه کار به دا وي چې د اوبو په اړه عامه پوهاوی وشي او خلک د اوبو د کمښت او ستونزو په اړه خبر کړل شي. د اوبو په اړه د عامه پوهاوي تر څنګ د اوبو په برخه کې د مختلفو پوهنیزو او تعلیمي پروګرامونو رامنځته کول پدې شرط چې د نني وخت سره همغږي ولري. خلک باید پوه شي چې څنګه اوبه وسپموي او ساتنه یې وکړي.

‍حبیب الرحمن حاذق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب