نړېوال ادبي مکتبونه او د هغوی اصول

کلاسېزم (Classicism) :

کلاسېزم هغه ادبي مکتب دی، چې له نورو ادبي مکتبونو څخه پخوا په ۱۵ – ۱۷ پېړیو کې رامنځ ته شوی دی. دا ادبي مکتب د یونان او روم له هنر څخه په کاپي (تقلید) کې رامنځته شوی.  که په ټوله کې ووایو، کلاسیک هنر په اصل کې هغه د یونان او روم هنرونه دي. د کلاسیک ادبي مکتب لوی اصل او قانون له طبیعت څخه تقلید دی. که څه هم له دې خبرې انکار ناشونی دی، چې  نور ادبي مکتبونه له طبیعت څخه تقلید نه کوي. د کلاسېزم په ادبي مکتب کې ټول ادبي اثار په ترتیب سره ډله بندي شوي، چې دلته به پرې خبرې وکړو.

  • حماسه او رومان

د حماسي اثارو ځانګړتېاوې د ملي قهرمانانو عظمت، لوړتېا،  جنګي کارنامې او د هغوی صفت او ستاینې دي. ډېرکله په حماسي اثارو کې له مبالغې کارا خېستل کېږي، په نړیوال ادب کې د حماسي اثارو قهرمان ته د خدای لقب کارول کېږي، د دوی په وینا دا قهرمان له هر اړخه یوه وتلې څېره وي، زړور وي، دلاور وي، با عزته وي، پاک نفسه وي، پاک لمنی وي یعنې په ټوله کې یې هره کړنه د یو قهرمان وي. په حماسي اثارو کې تر دې دمه د هومر الیاد او د خوشحال خان خټک حماسي قصیدې او شعرونه لومړی مقام لري. کله چې د داستان د شعر په جای په نثر وړاندې شي، نو رومان منځته راځي. په رومان کې هم هغه حماسي اصول په کار وړل کېږي، خو فرق یې دومره دی، چې په حماسي اثارو کې د جنګي کارنامو اتل ستایل کېږي او په رومان کې عشق لومړی مقام لري.

  • تراژېدي

ارسطو د تراژېدي په تعریف کې وایي، تراژیدي د یوې جدي حادثې له مکمل تقلید څخه عبارت دی، چې په داسې ښکلي انداز وښودل شي، چې د پېښې ټولې خواوې په یو انداز داسې پکې بیان شي، چې نمایشي بڼه ولري، نه داستاني او یا حکایتي.

نوموړی زیاتوي، د تراژیدي قهرمان باید جنایتکار نه وي، همدارنګه ډېر پرهېزګاره او د ښه کردار انسان هم ونه اوسي. د تراژیدي قهرمان او لوبغاړی بیاد د مقابل طرف سره، چې په ستونزه او مشکل کې وي، یوه رابطه هم ولري، یا یې له کورنۍ څخه وي او یا له دوستانو څخه .

  • کومېډي

کومېډي له هغه نندارېز اثر څخه عبارت دی، چې ننداره یې په زړه پورې، ولې لوبغاړي یې د ټولنې له ټېټو شخصېتونو  څخه وي. د کومېډي اثارو منځپانګه له روزمره پېښېدونکو موضوعاتو څخه وي، که په ټوله کې ووایو، په کومېډي اثارو کې داسې موضوعات وړاندې کېږي، چې پای یې یو خندونکی انداز لري. ډېر کله په دې ډول اثارو کې د ساعت تېري لپاره ډول ډول موضوعات وړاندې کېږي.

د کلاسېزم د ادبي مکتب اصول په لاندې ډول دي:

  • د طبیعت پېښې کول: د کلاسېزم د ادبي مکتب هنرمند باید یو ښه طراح او جوړونکی واوسي.
  • له پخوانېو څخه باید تقلید او کاپي کوونکی واوسي.
  • عقلي اصول: ددې مکتب لارویان باید د عقل له فلسفې سره اشناء واوسي.
  • حقیقت وړاندې کول: ددې مکتب  لوبغاړي باید څرنګه، چې په ټولنه کې ژوند کوي، همغه شان واوسي.

سمبولېزم  (Symbolism):

دا ادبي مکتب د نولسمې پېړۍ په اخېرو کې رامنځته شو، شارل بودلر ددې ادبي مکتب مخکښه څېره ګڼل کېږي. د بودلر اثارو او د نوموړي پلویانو په خپل ځانګړي سبک سره دې ته لاره هواره کړه، تر څو د سمبولېزم ادبي مکتب رامنځته شي. پل ورلن، ارتور رمبو او اسټیفان مالارمه ددې ادبي مکتب مشهورې څېرې ګڼل کېږي. باید یادونه وکړم، چې اوس دا لېکوالان هر یو یې د یو ځانګړي سبک پېروي کوي.

د سمبولېزم اصول:

له فکري پلوه سمبولېزم هغه ادبي مکتب دی، چې د فلسفي نظریاتو (ایډیالېزم) تر تاثېر لاندې وي، دا ادبي مکتب په ۱۸۸۰م کال په فرانسه کې وغوړېد، چې تر ډېره پرې د شوپنهاور نظرونوهم  اغېزه درلوده. د سمبولېزم پلویانو د خپل خراب منشور، چې له حقیقت څخه په لرې فاصله کې وي پېروي کوله. ددې ادبي مکتب پلویانو هر څه ته له تخیلي پلوه کتل، یعنې د دوی ډېره تکیه په تخیل وه.

د سمبولېزم  اصول او قاعدې:

  • هغو سندرو ته زیات فکر کول، چې نه یې عقل مني او نه منطق.
  • د داسې اثارو پنځول، چې هر څوک یې په پوهېدنه قادر نه وي.
  • سمبولېستان د لېدونکو واقعېتونو څخه لرې، بلکې په ذهني واقعېتونو فېصلې  او باور لري.
  • غېرې عادي او رواني حالت  او همدارنګه یو بې دلېله کشش په خپلو اثارو کې ځایول.
  • خپل احساس او تخیل ته زیات ارزښت ورکول.

شارل بودلر، موریس مترلینګ، الدینګتن، لارنس، هاکسلي او ارتور رمبو ددې ادبي مکتب له مشران او مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. د بودلر د پاریس د سفرونو نندارې، د ارتور رمبو قوم پرست  او د موریس مترلینګ تخیلي شعرونه د سمبولېستانو له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.

ورېزم (Verisme) :

دا مکتب د لومړي ځل لپاره په ایټالیا کې رامنځته شو او دلته له منځه هم ولاړ. ددې مکتب  بنسټ ګر جیوانی ورکا وي، نوموړي به په سخته ژبه او سپکو سپورو د توماس هاردی انګریزي لېکوال د اخلاقي فلسفې په رڼا کې د ایټالیا د پخوانیو لېکوالانو لېکنې غندلې. له نوموړي لېکوال دوه شهکارونه لا اوس هم خوندی دي، چې لومړی یې د کلېوالي کېسو یو داستاني قیصه او بل یې یو رومان  دی.

دا ادبي مکتب اوس هم په فرانسه کې د یو کلېوال هنري داستان په نوم یادېږي. لنډه دا، چې د ورېزم  ادبي مکتب له ریالېزم او ناتورالیزم مکتبونو څخه په تقلید رامنځته شوی وي. لوییجي کاپوانا، ماریو پراتزي، ښاغلې ګراتسیا دلدا ددې مکتب له لېکوالانو څخه ګڼل کېږي.

رومانتسېزم (Romanticism) :

نولسمه پېړۍ باید په  اروپايي ادبیاتو کې د نوي او عصري ادب  په نوم یاده شي، چې لمن یې لا د پراختیا په حال کې ده. همدا ډول دا نوې او عصري ادبي دوره باید د رومانتېک  او بورژوازي طبقې او دورې په نوم هم ونومول شي، ځکه چې په دې دوره کې ټولو خانانواو د لوړې طبقې خلکو خپل نفوذ له لاسه ورکړ، ادبي اثارو د ځانګړي یون تر څنګ ډېر پرمختګ وکړ، نوي شاعران او لېکوالان راپېدا شول، رومانتک ادبیات په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې  یو پر بل پسې وغوړېدل.

د روماتیک کلمه د لومړي ځل لپاره د کلاسیک ادبي مکتب لخوا مسخره شوه، دوی به د رومانتیک کلمه نویو لېکوالانو ته کاروله، چې  د خیال او لنډې کیسې سره مترادف وي. د رومانتسېزم د ادبي مکتب له انګلستان څخه سر راپورته کړ، چې وروسته بیا المان ، فرانسې او په ۱۸۵۰م کال کې ټولې اروپا ته وغځېد.

د رومانتسیزم د مکتب اصول:

  1. د کلاسیزم ادبي مکتب پېروان ایډیالسیت دي، د یو اثر او مطلب  ښکلېوالي او ښه والي، چې د کلاسیک ادبي مکتب هدف دی، برعکس رومانتیسېزم یې بدګنې او بدیانې په ګوته کوي.
  2. د کلاسیزم ادبي مکتب د شعر اساس عقل بولي، ولې د  رومانتسېزم ادبي مکتب بیا پر خیال او احساس ټېنګار کوي.
  3. د کلاسېزم ادبي مکتب الهام له یونان او روم څخه اخلي، رومانتسېزم ادبي مکتب بیا خپل الهام له مسیحي صدۍ، رنسانس او له خپلو ملي لنډوکېسو څخه اخلي.
  4. کلاسېزم ادبي مکتب تر ډېره په قاطعیت ټېنګار کوي، خو رومانتسېزم ادبي مکتب بیا په منظره او ښکلا ته زیات اهمېت ورکوي.

د دې مکتب مخکښ لېکوالان: ویکتور هوګو، والتر اسکات، وردزورت، ګوته، شیلر، پوشکین او ولرمانتوف دي. همدارنګه ددې مکتب مشهور اثار: نتردام دوپاري، ړاندي، تاراس بولبا، درې توپک لرونکي، د قفقاز زنداني، د فوارې باغچه سرای او ایوانهو………… ؟

سوریالېزم (Surrealism)  :

کوم وخت، چې د داداېزم ادبي مکتب مخ په ځوړ شو او په ۱۹۲۱م کال کې دې ادبي مکتب  خپل ځای د سوریالېزم ادبي مکتب ته پرېښود او د سوریالېزم ادبي مکتب په ۱۹۲۲م کال کې رسمآ په خپل کار پېل وکړ. د سوریالېزم ادبي مکتب په داسې وخت کې رامنځته شو، چې د فروید د ارواپوهنې نظریو (پټ ضمېر او بېا ژوندي کېدل) زور اخېستی وي. اندره برتون او لویي اراګون هغه رواني څېړنکاران وي، چې د فروید له نظریو څخه یې په الهام اخېستنې دا ادبي مکتب رامنځته کړ.

د سوریالېزم دادبي مکتب اصول:

  • د سوریالېزم ادبي مکتب په ستونزه کې په توقع لرلو ټېنګار کوي، چې دا ادبي مکتب د څو فلسفي ځانګړتېاوو درلودونکی دی.
  • علمي فلسفه، چې اساس یې د فروید له نظریاتو څخه وي.
  • اخلاقي فلسفه، چې د هر ډول قراردادونو پر خلاف وه.
  • ټولنېزه فلسفه ددې فلسفې پر اساس دوی غوښتل، چې د بشرېت په ازادۍ کې یو انقلاب رامنځته کړي.

شعر ویل د سوریالېزم په ادبي مکتب کې یو ځانګړی ځای لري، دا ادبي مکتب پر دې تکیه کوي،

چې نړیوالتوب باید د شعر له لارې ټولو خلکو ته وړاندې شي. دوی شعر د ژوند له اساسي اصولو څخه ګڼي او په دی عقېده دي، چې شعر د ټولو ستونزو حل دی. د سوریالېزم ادبي مکتب هدف انسان له ټولو غلطو ګټو څخه خلاصون دی.

فیوچرېزم (Futurism)  :

فیوچرېزم دفیوچر څخه اخېستل شوې کلمه ده، چې مانا یې آینده ده. دا ادبي مکتب د ورېزم په شان د لومړي ځل لپاره په ایټالیا کې رامنځته شو او وروسته نورو هېوادونو ته وغځېده. د فیوچرېزم ادبي مکتب بنسټ اېښودونکی پېژندونکی ایټالوي لېکوال مارینتي وي. د نوموړي په وینا د ماشین او ټکنالوجي په زمانه کې باید ژبه او ادبیات هم ماشیني او په ټکنالوجي سمبال شي.

د فیوچرېزم ادبي مکتب له هر ډول احساساتي کړنو، بېان او د شاعر له داخلي احساساتو څخه د ګرامر او ژبې د قانون په نظر کې نه نېولو سره مخالف دی او د شاعر لخوا د ازادو کلمو په ویلو ټېنګار کوي. د فیوچرېزم ادبي مکتب د اول نړیوال جنګ څخه وړاندې له منځه ولاړ.

ریالېزم  (Realism) :

ریالېزم د لومړي ادبي مکتب په توګه د اتلسمې پېړۍ په اخېر او د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په فرانسه کې رامنځته شو. ددې ادبي مکتب لېکوال د نورو ادبي مکتبونو په پرتله ډېر مشهور نه دي، یعنې متوسط خو مشهورې څېرې نه دي. شانفلوري، مورژه او دروانتي هغه لېکوالان دي، چې ددې مکتب په پرمختګ کې مهم رول لري.

ددې ادبي مکتب لوی او مشهور لېکوال دوره ګوستاو فلوبر دی، چې د سپېڅلي ریالېستیکي کتاب مادام بوواري لېکوال دی. د فلوبر په نظر رومان لېکونکی له بل هر یو لېکوال زیات هنرمند دی، چې هدف یې د یو مکمل اثر وړاندې کول دي. نوموړی زیاتوي دا کمال هغه وخت پوره کېږي، کوم وخت، چې یو لېکوال په خپله لېکنه او اثر کې خپل داخلي احساسات او شخصي غوښتنې له منځه یوسي او یو غېر شخصي اثر رامنځته کړي.

فلوبر د هغو لېکوالانو څخه کرکه کوي، کوم لېکولان، چې خپلې غوښتنې او احساسات په خپلو لېکنو او اثارو کې ځایوي. که څه هم د ریالیسټ مانا هم د حقېقتونو سپړنه او رابرسېره کول دي. ددې مکتب د رامنځته کېدو علت هم حقېقت سپړنه او په ټولو ادبي اثاروکې حقېقتونو ته ځای ورکول شامل دي. د ریالېزم ادبي مکتب د رومانتسېزم ادبي مکتب پر خلاف دی، چې ډېر کله د رومانتیک ادبي مکتب د لېکنو یا اثارو په رامنځته کولو کې صفت د صفت لپاره کارول شوی دی، چې د ریالېزم ادبي مکتب پرې نېوکه لري.

داداېزم (Dadaism) :

داداېزم ادبي مکتب د نړېوالې جګړې د کش مکش څخه را پېدا کېدونکی ادبي مکتب ګڼلی شو، چې د اولې نړیوالې جګړې په اوایلو کې رامنځته شو. د دې ادبي مکتب لېکوالان  په هېڅ تل پاتې امر او امید باور نه لري، د هنر او ټولنېزو اخلاقو پر ضد دي، همدا ډول دوی باور لري، چې ادبیات باید له لومړیو څخه د عقل او منطق او ګرامر څخه ازاد وساتل شي، تر څو په یوه ازاده فضاء کې د رامنځته کېدو تر څنګ پرمختګ وکړي.

د داداېزم ادبي مکتب طرحه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۶م کال دیو روماني شخص تریستان تزارا او دوو ملګرو هانس ارپ او دونفر لخوا رامنځته شوه.برتون، پیکابیا، اراګون، الوار او سوپر هغه شاعران دي، چې د لومړي ځل لپاره ددې ادبي مکتب سره یو ځای شول. په ۱۹۲۲م کال کې دا ادبي مکتب د ځېنو داخلي او نړېوالو ستونزو په را پېدا کېدو سره له منځه ولاړ او ځای یې سورېالېزم ته پرېښود.

ناتوریالېزم (Naturism) :

ددې ادبي مکتب مشران ژرژنویلیه او وژن مونفور دي، ددې ادبي مکتب اصول د سمبولېزم ادبي مکتب سبکي اصول او موشګافي ردوي او په خپلو ادبي اثارو کې ژوند، طبیعت، عشق  او زړورتېا ته ځای ورکوي او دا لوي ګڼي. که څه هم د دې ادبي مکتب پلویان د خپل ادبي مکتب په مطرح کولو کې تر ډېره کامیانه نه وي، ولې د خپلو اثارو د محتوا او مانا په لحاظ د ځېنو ادبي مکتبونو څخه پېاوړي وي، چې د انادونو ای او فرانسیس ژامز شعرونه یې ښه استازېتوب کوي.

ددې ادبي مکتب د پلویانو لخوا کوشش شوی، تر څو تجربه او علمي زور په ادبي نړۍ کې راګډ کړي او هنر ته یو علمي بڼه ورکړي. دې ادبي مکتب لس کاله (۱۸۸۰تر ۱۸۹۰م) کالونو پورې په ټوله اروپا حاکمېت درلود او وروسته ډېر ژر له پښو وغورځېد. اوس  هم دا ادبي مکتب ګڼ شمېر پلویان په امریکا او اروپا کې لري، چې د خپل ادبي مکتب اصولو ته د ژمنتېا تر څنګ کار کوي.

د ناتوریالېزم ادبي مکتب د اثارو ځانګړتېاوې:

  • د ناتوریالېزم په ادبي اثارو کې هېڅ شخص او یا بشري ټولنه د اخلاقي ریشخند وړ نه ده او که چېرته داسې کوم کارتر سره شي، هغه طبعي نه،  بلکې د قوانېنو زېږنده بولي. همدارنګه دوی باور لري، چې په اوسنۍ ټولنه (طبیعت) کې د شخړې نه بغېر هېڅ شي نشته.
  • د ناتوریالېزم ادبي مکتب په روماني اثارو کې جزاء زوال حسابوي، ددې ادبي مکتب لېکوالان د خپل رومان د قهرمان وړوکی حرکت هم تر څېړنې لاندې نېسي او دا د څېړنې له اصولو څخه ګڼي، چې وروسته د نتیجې په ډول ترې د یو عملي کار په توګه ګټه اخلي.
  • دوي جسمي وضعېت د یو اصل په توګه مني او روحي وضعېت د جسمي وضعېت سیوری بولي. یعنې دوي په دې باور دي، چې د انسان ټول افکار او احساسات مستقېمأ د انسان له جمسي وضعېت څخه څرګندېږي او جسمي حالت د وراثت د قوانېنو له مخې د مور او پلار څخه په میراث پاتې کېږي.
  • د ناتورېالېزم د ادبي مکتب په خبرو کې تر ډېره عامه ژبه کارول شوې، یعنې دا لومړنی ادبي مکتب دی، چې په ادبي اثارو کې ټولمنلې او عامه ژبه کاروي.

امیل زولا، ګي دوموپاسان او امانتس ددې ادبي مکتب له مشهورو لېکوالانو څخه ګڼل کېږي.  اسوموار او بول دوسویف ددې مکتب له مهمه او ارزښتناکو اثارو څخه ګڼل کېږي.

اونانمېزم (Unanimism) :

د فرانسې پېژندونکی شاعر او لېکوال ژول رومن ددې ادبي مکتب بنسټ د ژرژشنویر په مرسته کېښود.اونانمېست لېکوالان په دې نظر دي، چې د هر شخص په وجود کې دوه ډوله افکار ځای لري، چې لومړی هغه یې د انسان ذاتي او خپل دي او دوهمه برخه یې ټولنه او بشري ځواک ټاکي، لکه کورنۍ، همکاران او دوستان.

باید یادونه وکړم، چې ددې مکتب قانون د تولستوي له عقېدې څخه وي، د ټولنپوهنې نظریات یې د دورکیم له نظریو څخه وي او د ایډلېزم له فلسفې څخه متاثره وي.

پوپولېزم (Populism) :

دا ادبي او هنري مکتب په ۱۹۲۹م کال کې رامنځته شو، چې هدف یې د خلکود عامه افکارو او احساساتو بېانول وي. ددې ادبي مکتب هڅې د بورژایي ارواپوهنې،  د بې کاره وشن فکرو او طبقاتي نظام پر وړاندې د لېکوالانو راپورته کول وي، چې دوی په ټولنه کې د هر ډول اخلاقي او سیاسي فساد پر وړاندې خنډ وي.

پارناس (Parnasse)  :

ویکتور هوګو د خپل مشهور کتاب Les Orientales په مرسته د هنر د هنر لپاره د ادبي مکتب بنسټ اېښودونکی وي. هوګو لومړنی لېکوال وي، چې په ادبي مجلسونو کې یې د هنر د هنر لپاره عبارت بحث ته وړاندې کړ. ډېری ځوانان به د ویکتور هوګو څخه را تاوېدل او دا به یې ویل، چې هنر خدایي ده او هغه باید یوازې په خپله ومنو، ځکه چې هغه ته کومه اخلاقي لوړتېا نه ده ورکول شوې، چې موږ ترې توقع ولرو.

تئوفیل ګوتیه له هغو ځوانانو څخه وي، چې هنر د هنر لپاره نظریه یې د څو کلونو لپاره وساتله او وروسته ددې ادبي مکتب تکړه شاعر تئودور دو بانویل ته پاتې شوه.

د دې ادبي مکتب اصول:

  • د شکل کمال او ښکلا، څه د بیان له اړخه واوسي او که څه د جوړښت له اړخه.
  • انساني احساسات او ارمانونه خپل هدف ګرځول.
  • قافیایي ښکلاتوب.
  • د هنر د هنر لپاره  تېوري ته ارزښت ورکول.

کوبېزم (Cubism) :

د لومړي ځل لپاره دا ادبي مکتب، چې د کامیابۍ تر کچې ورساوه او په ادبي نړۍ کې یې ور ګډ کړ، فرانسوي لېکوال او شاعر ګیوم آپولینر وي. د اصولو له مخې د کوبېزم ادبي مکتب باید د عصري او افراطي نړۍ  د ټولو ادبي سبکونو پېژندونکی ادبي مکتب وګنو.ځکه ددې ادبي مکتب پلویان په دې نظر دي، چې شاعر باید د یو نقاش دنده تر سره کړي، یعنې د یو شي د یوې زاویې تر څنګ باید د هغه ټولې زاویې په ګوته کړي.

آندره سالمون، ماکس ژاکوب، پیر روردي او ژان کوکتو ددې ادبي مکتب مخکښې څېرې ګڼل کېږي.

اګزیسټینټالېزم (Existentialism) :

که څه هم اګزیسټینټالېزم یوه نړېواله فلسفي پېژندنه ده، ولې هېڅکله ددې معاصر ادبي مکتب له شتون څخه انکار نه شو کولای. دا ادبي مکتب له دوهم نړېوال جنګ څخه وروسته رامنځته شو، انساني کرامت او اصالت او انساني ازادي یې د بنسټېز توکي دي. لکه څنګه چې د رومانتسېزم ادبي مکتب اصالت احساسات دي، همدا ډول د اګزیسټینټالېزم ادبي مکتب اصالت او اصول وجود دی.

ددې ادبي مکتب مخکښې څېرې ژان پل سارتر، آلبرکامو، اندره مالرو او سیمون دوبوار دي.

کاسموپولاټېزم (Cosmopolitism) :

کاسموپولاتېزم ادبي مکتب ( نړېوال وطني مکتب) د فرانسې د دوو لویو شاعرانو والري لاربو او پل موران له خوا رامنځته شو. دا نړیوال وطني مکتب پر دې اصل ټېنګار کوي، چې ټول خلک په نړۍ کې باید یو بل خپل وطنوال وګني، چې دا ټکی ددې امکتب له اصولو څخه ګڼل کېده. د لاربو په شعرونو کې حساسېت، د باتلر عقېده له ورایه ښکاري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب