نیالګي کېنول- حدیث شریف

رسول الله ﷺ فرمايي:

هر مسلمان چې نیالګی وکري، هغه نه چې څه وخوړل شي هغه خامخا د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې څه غلا شي هغه هم د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې ځناور خوراک وکړي د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې مرغان څه وخوري د ده لپاره صدقه ده او هر څوک چې هغه نه کوم شی وراخلي هغه د ده لپاره صدقه ده. عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا ، إِلَّا كَانَ مَا أُكِلَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةً ، وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ مِنْهُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَمَا أَكَلَتِ الطَّيْرُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَلَا يَرْزَؤُهُ أَحَدٌ ، إِلَّا كَانَ لَهُ صَدَقَةٌ. رواه مسلم

یو بل روایت کې راغلي (إلا كان له صدقة إلى يوم القيامة) يعني دا شیان د نيالګي کرونکي لپاره تر قیامته صدقه ده. امام النووي لیکي چې لکه څرنګه هغه نه د چا غلا هم صدقه ده داراز که هغه نه ځناور یا مارغه کومه میوه خرابه او ضایع کړي هغه هم د ده لپاره صدقه ده! شرح مسلم للنووي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب