نېکبختي ترلاسه کړه! – مه خفه کېږه! ۲

نېکبختی ترلاسه کړه!

★ ایمان او نیک عمل ستا د ژوند راز دی، د خپلولو کوښښ يې وکړه.

★ دعلم په لټه کې شه، مطالعه وکړه، ځکه په دې سره غمونه له منځه ځی.

★ تل الله تعالی ته توبه وباسه، ګناهونه پریږده، ځکه دګناهونو ارتکاب ژوند تریخوی.

★ قران کریم او تفسیر یې په سوچ سره مطالعه کوه، اوتل د الله تعالی په یاد کې بوخت اوسه.

your ads

★ له ټولو خلکو سره ډول ډول ښېګڼې کوه، نو زړه به دې خوښ وی.

★ تل زړه ور اوسیږه، ځکه ذ زړه ور سینه پراخه وي، له وېرې اوبزدلۍ نه ځان وژغوره.

★ خپل زړه له کینې، دښمنۍ، تربګنۍ، ټګۍ او هر ډول ناوړه صفاتو څخه پاک کړه.

★ ټولې عبثې خبرې، کتل، اوریدل، ناسته پاسته، خوراک او خوب پریږده.

★ په ګټورو کارونو کې ځان بوخت کړه، خپل ټول غمونه او تکلیفونه به دې هېر شي.

★ دنن ورځې په فکر کې اوسه، تېر او رانلونکي غمونه هېر کړه.

★ په دنیوی کارونو کې له ځان نه ښکته خلکو ته ګوره.

★ د یو کار له ټولو بده پایله په نظر کې ونیسه، که بیا رامنځته شوه، هماغسې مقابله ورسره وکړه.

★ په ډاروونکو خیالونو او ناوړه فکرونو کې خپل ذهن مه بوختوه.

★ غوسه مه کوه، په هر حال کې له صبر، زغم او بښنې څخه ګټه واخله، ځکه ژوند ډیر لنډ دی.

★ دشته نعمتونو د پناه او راتلونکو ستونزو ته مه اندېښمن کېږه، هر څه الله تعالی ته سپاره.

★ هرې ستونزې ته د هغې د وزن په اندازه ګوره، او هسې ځان ته ستونزه مه لویوه.

★ دوېرې او خیالی حوادثو نه ځان خلاص کړه.

★ ساده ژوند غوره کړه، نازکتوب په بلا ووهه، ځکه د بدن نازکتوب د روح عذاب دی.

★ هغه نعمتونه چې له تاسره دی، دخپلو ستونزو سره یی پرتله کړه، ګټې به دې له زیانونو ډېرې وی.

★ که څوک درپسې بدې خبرې کوی، هغوته مه اندیښمن کېږه، هغه په خپله ویونکی ته زیان رسوی.

★ خپل فکر برابر کړه، له نعمت، بریالیتوب اوله ښو پرته په بل څه کې فکر مه کوه

★ له خلکو سره ښېګڼه یوازې د الله تعالی لپاره کوه، او د چا دمننې فکر مه کوه.

★ خپل ځان لپاره یوه ګټوره دنده وټاکه، په همغې کې بوخت اوسه، نو غمونه به دې هېر وی.

★ دنن کار، سبا ته مه پریږده.

★ له ځان سره مناسب کار زده کړه، اوهغه څه ترسره کوه، چې ته پکې خوښ یې.

★ دالله تعالی په نعمتونو کې سوچ کوه، ځان ته یې هرمهال یادوه، او دالله تعالی شکر کوه.

★ الله تعالی چې کومه روغتیا، مال، میرمن، بچی درکړی، پرهغو قانع اوسه.

★ له ټولو نېږدې او لرې خلکو سره ښه چال چلن کوه، اوله عیبونویې سترګې پټوه.

★ دخلکو له تېروتنو، هوایی خبرو او ګونګوسو څخه ځان مه خبروه.

★ د پیادل مزل، بدنی روزنې او خپلې روغتیا ته له پاملرنی سره ځان عادت کړه، ځکه روغ عقل په روغ جسم کې وی.

★ او الله تعالی ته تل د بښنې، ښو چارو او روغتیا غوښتلو لپاره لاسونه لپه کوه.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه: – رحــمــت الله مــومــن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب