نېک پور ( قرض حسنه)

من ذالذی يقرض الله قرضاً حسناً

د بېنوا په پاڼه کې مې د “يوه کورنۍ له فقره خپل غبرګوني ماشومان خرڅوي” سرليک تر سترګو شو چې خورا ډېر خواشينوونکی دی. همداسې نورې ډېرې په زرګونو خواشينوونکې پيښې شته چې د انسان زړه ورسره درد کوي.

دغه کورنۍ چې د خپل او بل تر ستونې پوروړې شوې ده، نو دغې خورکۍ د خپل ژوند سخت مجبوريت او راز د بېنوا پاڼې له درنو او زړه سواندو همکارانو سره شريک کړی. که په چا کې لږه اسلامي او ايماني خواخوږي او متره وي، نو په لوستو به يې زړه ودردېږي.

اولاد ډېر خوږ دی. له دې وجهې نه خو ورته ثمرة القلب (د زړه مېوه) ورته هم وايی. هره مور د معمول مطابق خپل اولاد تر نهو مياشتو پورې په نس ګرځوي. د شپې او ورځې ارام يې ورسره کم شي. بيا هغه درد چې يوه مور يې د زېږنتون په وخت کې تېروي او بيا ورپسې نوره پالنه يې واخله چې د شپې او ورځې ارام يې ورسره ورک شي.

وايی چې يو کس خپله مور په ټوکرۍ کې اچولې وه او له بيت الله نه يې طواف کولو. په دې پار چې د مور حق مې اداء کړم. کله  چې طواف يې پوره کړ، نو دا يې په زړه کې وروګرځېده چې ګوندې اوس خو به مې د مور حق اداء کړی وي، نو غيبي اواز پرې وشو چې دا خو به لا اووه ځلې طواف دې وکړ. که اويا ځلې طواف پرې وکړي، نو د مور د يو درد حق چې د زېږنتون په وخت کې چې پر تا باندې يې تېر کړی دی پوره به يې نه کړې.

your ads

دا څه عادي خبره نه چې د انسان په تېره د يوې مور له خولې راپورته کېږي، بلکې دا به له ډېره مجبورته کېږي چې يو څوک دېته رواداره کېږي چې خپل د يوې مياشتې تازه غبرګوني دې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي. خو انسان په دوو حالاتو کې مجبورېږي چې يو يې فقر و لوږه او بل يې ناداري چې انسان له خپل او له پرديو څخه پوروړې او بالاخره دېته مجبوره شي چې خپل د زړه غوښې د پلورلو لپاره دې چا ته وړاندې کړي.

زما له دغو وروڼو څخه چې چا دغې بېوزلې کورنۍ سره هر ډول مالي او نوره مرسته کړې خدای تعالی دې ورسره ښه وکړي چې د دوی لاس يې په ډېره سخته او تنګسه کې چلولی. ګوره چې نبوي ارشاد دی چې څوک له يو مسلمانه دنيوي تکليف لېرې کړي، نو خدای تعالی به ترې اخروي تکليف لېرې کړي. بله دا چې ګوره د يو مسلمان خوار او غريب سره مرسته دا خو بعينه د الله تعالی سره داد ومعامله کول دي. داسې نر به څوک وي چې د خدای تعالی سره نېک پور (قرض حسنه) وکړي، نو الله تعالی به ورته په دنيا او آخرت کې دوه چنده اجر ورکړي. الله ډېر غيرتي دی. خدای تعالی يې بې اجره کله پرېږدي او نه يې هېڅکله څوک پرېښې دي.

که دغه وروڼه او خويندې چې هرڅه مرسته يې ورسره د خدای په پار کړې ده، ښه به دا وي که تر يوه وخته پورې دوی ته وګوري، نو بېشکه چې يو خو به يې د الله تعالی سره قرض حسنه او داد ومعامله پخپل ځای پاتې شي چې هم به په دنيا او هم به په آخرت کې د خدای د فضل ومرحمت او ښېګڼو برخمن شي او هم به يې الله تعالی په مال واولاد کې خيروبرکت واچوي. د الله تعالی ارشاد دی چې ولاتبطلوا صدقاتکم بالمن والاذی ښه به دا وي چې يو څوک له چا سره مرسته، داد و پور وکړي، نو بيا دې د نش په صورت کې خپل مديون ډېر نه تنګوي. ځکه چې په مينځ د مظلوم، خوار وفقير او د الله تعالی کې پرده او حايل نشته. د دوی آه الله تعالی ته منظور دی. دا په حقيقت کې د الله تعالی يو لوی ازمايښت دی چې پر موږه يې کوي. د الله تعالی سره هېڅ کم نه دي ځکه چې د مځکو او اسمانونو ميراث الله تعالی ته دی او نه يې په خزانو کې څه کمښت شته.

ښه او غوره عمل او ښه ورکړه دا ده چې انسان يې پخپل ژوند کې د خلکو سره ښه وکړي. که د چا وسه رسېږي، نو ښه دا ده چې پخپل لاس په خپل ژوند کې تصدق او خيرات وکړي او د خوار وغريب لاسنيوی وکړي. دا ډېره غوره او بهترينه پاګنه ده چې له ژونده مخکې هلته ولېږدول شي. که د هر چا په داسې عندالله او د خير ښېګنو په م سايلو کې لږ و ډېر وسه رسېږي، نو ممانعت دې نه کوي او خپله مرسته دې د خپلو مظلومو هېوادوالو سره کوي چې هم به دوی او هم به يې ورثه وو ته ثواب رسېږي او هم به د مظلومو او خواروغريب سره لاسنيوی کېږي.

هيله ده چې حکومتي چارواکي، دولتي او نادولتي د خير ښېګڼو مؤسسې هم په دې اړه خپل ملي – اسلامي او اخلاقي مسووليت ترخپلې وسې ترسره کړي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب