هاضمي سيستم لپاره د شاتو ګټې

هاضمي سيستم لپاره د شاتو ګټې:

حضرت محمد(ص) فرمايلي دي که په څه شي کې شفاء ده نوهغه د شاتوپه خوړلوکې ده٠

د هضمي سيستم په کاراچولولپاره شات ډيرګټوردي اود غذا په هضمولو ډير مثبت تاثيرلري، که چېرې په دوامداره ډول وخوړل شي، هضمي سيستم طبعي حالت ته راولي، له همدې کبله له ډير پخوانه شاتوته د معدې دوست وايي، تجربوښودلې ده چې که شات له ټولو غذاګانو سره وخوړل شي، د معدې د اضافي اسيدونو د کموالي باعث ګرځي، شات د دوا په حيث د معدې د مرض لپاره، د معدې زخم، د معدې اوکولموپړسوب لپاره مؤثردی، د اوسپنې او مګنيزيم د لرلو په اساس د غذا په هضمولوکې کومک کوي او د معدې ترشحات طبعي حالت ته راولي، د معدې دردونه له منځه وړي، شات د انسان په وجود دوه قسمه تاثير لري ٠

۱- موضعي تاثير: لکه دخارجي زخمونوجوړيدل چې د زخم د جوړيدوباعث ګرځي .

۲- تقويه کونکې تاثير: چې په بدن اوعصبي سيستم باندې لري .

دوهم تاثير یې ډيرد اهيمت وړدی، اوس قبوله شويده چې د معدې اواثناعشر زخم پيداکېدل ددې اعضاؤ د عصبي ريشتو د عدم تعادل په اساس دی، په دې اساس ننني طبي ازمايښتونه ګواهي ورکوي چې شات د معدې اواثناعشرزخم لپاره بهترېنه دوا ده .

دمعدې د تقويې لپاره

الف :دغنمواوړه شاتو اوزعفرانوڅخه حلوا پخول اوخوړل .

ب: شات اوشېدې د معدې لپاره ډيره ګټه لري اوکولمې نرموي چې د زړو خلکولپاره توصيه کېږي که غواړي چې شېدې په معده کې په سريع ډول سره هضم شي بايد د شاتوسره يوځاي وخوړل شي .

د معدې د زخم د تداوۍ طريقه داسې ده چې :

الف :شات اوانځرپه مساوي اندازه سره يوځای وخوړل شي ډيره ګټه لري .

ب : ٢٠ګرامه د شمکي ريښې او پاڼې په يوليټراوبوکې جوش او وروسته صافي شي اوله شاتوسره هرسهاردوه پيالې خوړل کېږي .

ج : هرسهاريوه کاشوغه د شاتوخوړل .

د معدې د درد تداوي :
امام صادق ويلي دي له ګرمواوبوسره د شاتوخوړل د معدې درد لرې کوي ،هنريش اورويز (Hendrich and rovs) د معدې د درد لپاره شات توصيه کول .

د معدې د پړسوب تداوي :
د سياه دانې خوړل له شاتوسره د معدې ګازو رفعه کولولپاره مفيد دي٠ يوه چای خوري کاشوغه د زنيان پوډرله يوې پيالې شاتوسره يوځای وروسته د هر وخت ډوډۍ خوړلوڅخه يوه کاشوغه خوړل کېږي .همدارنګه هغه وخت چې معده ترشيږي اوغيرارادي د خولې څخه اوبه بهيږي، بايد هرسهار يوه کاشوغه شات وخوړل شي، ترهغه وخته دې دا عمل جاري وساتل شي ترڅوچې معده روغه شي٠

شات د کولمو ناروغۍ په تداوي کې:

حضرت محمد(ص) فرمايلي څوک چې په هره مياشت کې يوځل شات په دې نيت وخوري چې الله (ج) په قرآنکريم کې د شاتوپه باره کې فرمايلي په شاتو کې شفاء ده نو٧٧ناروغيوڅخه به په امن کې وي٠

د امريکايي پوهانو(Nussbumer and zaiss) له نظره دشاتوپه خوړلو په اسانۍ سره د کولموامراض له منځه ځي، هغه شات چې له خوشبويه ګلانوڅخه په لاس راغلي وي د کولمو دګندګۍ د پاکولوخاصيت لري ٠

يوبل عالم (FB) وايي هغه تيزابونه چې په شاتوکې موجود دي خصوصاًً فارميک اسيد د کولمو په شفافوالي خاص تاثير لري اود کولمو د تيزابونواوترشي سره مقابله کوي، علاوه له دې څخه هغه مرکبات اوطبعي قندونه چې په شاتوکې موجود دي په قطعي صورت سره د کولمو ګنده والی له منځه وړي، شات په دې اساس چې د مکروب ضد دی، معدې اوکولموته قوت ورکوي اوقضاحاجت کې آسانوالي راولي، شات هغه مريضانوته چې د غټوکولمو په زخم باندې اخته وي ګټه لري او د استعمال غوره وخت د مريضانولپاره د سهارد چای څخه دوه ساعته مخکې اود ماښام د ډوډۍ څخه درې ساعته وروسته يوه کاشوغه شات له ګرمواوبو سره يوځای وخوړل شي غوره نتيجه ورکوي٠

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب