هره ورځ د ښځې ورځ ده

 

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ نومول شوې ده، پدغه ورځ په ټوله نړۍ کې ښځو ته مبارکي ورکول کیږي، په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو نارې بدرګه کیږي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي غندل کیږي، ښځه د نر په شان ازاده بلل کیږي، ښځه له نر سره مساوي بلل کیږي، د نر او ښځې ترمنځ د وجائبو او حقوقو ترمنځ توپیر له منځه وړل کیږي، لنډه دا چې ښځه د آزادۍ او خپلو حقوقو په نوم بربنډیږي او بالاخره عزت یې تر پښو لاندې کیږي.

بې له شکه چې اسلام ښځې ته ډیر حقوق ورکړي دي، یوازینی دین اسلام دی چې ښځه یې لوړ مقام ته رسولې ده، که چیرې د جاهلیت او غربي نړۍ ښځې د مسلمانو ښځو سره پرتله کړو نو د ځمکې او آسمان توپیر به څرګند شي، کوم چلند چې د جاهلیت په وخت کې د ښځو سره کیده او کوم چلند چې غربي نړۍ کې له ښځو سره کیږي، په اسلام کې د حیوان سره هم ندی شوي او نه د انسان ضمیر دا ایجابوي چې حیوان سره ورته چلند وشي.

البته په ځینو ټولنو کې د ښځو پر وړاندې زیاتئ شته دی، په ځانګړي ډول پښتنو ټولنو کې چې تراوسه کلیو او بانډو کې هستوګن دي ښځو باندې کروندو کې کارونه ترسره کوي، د تعلیم څخه یې بلکل محرومې کړې دي، د واده پر مهال ښځه بلکل نه پوښتل کیږي، حتې اکثره وخت په بدو کې هم ورکول کیږي، ترڅو چې د دوه کورنیو دښمني پرې ختم شي، متأسفانه په حقیقت کې دښمني نه ختموي بلکې د دښمنۍ جرړې نورې هم قوي کیږي، په پایله کې د ښځې ژوند تر مرګه پورې تریخ وي.

د یادونې وړ ده چې زمونږ د ټولنو له ناپوهۍ څخه بیا غربیان ناوړه استفاده کوي، د ښځو حقوقو په پلمه زمونږ خویندې میندې بې عزته کوي، په ځانګړي ډول هغه هیوادونو کې چې اوسمهال هم د غرب تر تسلط لاندې دي، له ښځو څخه د عزت پړوني لیرې کوي او په بدل کې یې تنګ پتلون ورکوي، د نارینه سره یې یو ځای په یوه تعلیمي اداره کې تربیه کوي، چې په پایله کې په یوه اداره کې دنده ترسره کوي او زیات شمیر کورنۍ ستونزې هم رامنځته کوي، او بالاخره ټوله اداره په اخلاقي فساد ککړیږي.

هغوی چې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، ښځو ته مبارکي ورکوي، په دفترونو او غونډو کې د ښځو په منځ کې خوشالي ترسره کوي، ځانونه د ښځو د حقوقو مدافعین ګڼي، مهرباني د وکړي یوازې کابل کې د هغو خویندو او میندو ته هم یو نظر وګوري چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره څلورویشت ساعته په یخه هوا کې سرک غاړو باندې پرتې دي، هغه خویندې او میندې د هم یو ځل په ښځو کې وشماري چې د لوږې له لاسه ټول وجود یخ وهلی وي او د الله په نوم خیرات ټولوي.

لنډه دا چې د ښځو حقوقو مدافعین دروغجن دي، هیڅکله د الله رضا لپاره مبارزه نه کوي بلکې د غربي کلتور مطابق زمونږ په هیواد کې هم د ښځو بې عزتي کوي، غربي رسم او رواج ته زمینه مساعدوي، د نړیوالې ورځې په مناسبت ښځې د بې لارۍ لوری ته را بولي.

مونږ ټول مسلمانان د ښځې عزت کوو، یوازې د مارچ اتمه نه بلکې هره ورځ د ښځې ورځ ګڼو، کوم حقوق چې اسلام ورکړي دي هغه باید ضرور ورکړو، او هر څوک چې له ښځو سره تاوتریخوالي کوی هغه باید وغندو، هر څوک چې د ښځو حقوقو په پلمه زمونږ د خویندو میندو عزت لوټي بې عزتي یې کوي د هغوی پر وړاندې کلکه مبارزه وکړو، په پای کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث باید هر وخت په یاد ولرو، چې مفهوم یې دی له ښځو سره نیک چلند وکړئ.

لیکوال: محمد ولید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب