هره ورځ یوه کیله ښځې له دماغي سکتې څخه ژغوري

په امریکا کې نوې خپره شوې څیړنه وايي : که چیرې دزاړه عمر ښځې هره ورځ یوه کیله وخوري نو ځان به یې له دماغي سکتې څخه ژغورلې وي ، دا لومړنۍ څیړنه ده،چې دکیلې نورې ګټې هم رابرسېره کوي.

دیادونې ده،چې نورې ډېرې مېوې هم پوټاشیم لري او کولای شي،چې ددماغي سکتې په مخنیوي کې مرستندویه ثابت شي.

داڅیړنه،چې نږدې 90 زره ښځو،چې عمرونه یې د79-50 ترمنځ و په کې برخه اخستې وه، وروسته جوته شوه،چې هغو ښځو،چې دورځې یوه کیله او یا هغه مېوې،چې پریمانه پوټاشیم لري کولای شي،چې نږدې 27% ددماغي سکتې مخه ونیسي.

دا 90 زره او 137 ښځو،چې په څیړنه کې ونډه درلوده په دوی کې داسې نښې ونه لیدل شوې،چې پر دماغي سکتې داخته کېدو کومه نښه دې ولري دڅیړنې پرمهال دوی 2611 مليګرامه پوټاشیم خوړل،چې وروسته بیا جوته شوه،چې د دماغي سکتې درامنځته کېدو سلنه  بیخي کمه شوې ده.

څیړونکي سپارښتنه کوي،چې ددماغي سکتې دمخنیوي په برخه کې باید کیله او نورې هغه مېوې وخوړل شي،چې پوټاشیم لري نه  ځانګړي درمل او پیچکارۍ.

څیړنه وايي : هغه ښځې،چې په مسلسله توګه هغه خواړه تر لاسه کوي،چې پوټاشیم لري دوی دنورو هغو په پرتله 10% له  مخکینۍ مړینې څخه ژغورل کیږي.
روهي ۲۰۱۴ م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب