هر ژوندي ژوي (ځناور) سره په نیکي کولو کی اجر دی(حدیث)

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ:
بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ ، اشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ , فَوَجَدَ بِئْرًا , فَنَزَلَ فِيهَا ، فَشَرِبَ ، ثُمَّ خَرَجَ ، فَإِذَا كَلْبٌ يَلْهَثُ ، يَأْكُلُ الثَّرَى مِنْ الْعَطَشِ ، فَقَال الرَّجُلُ : لَقَدْ بَلَغَ هَذَا الْكَلْبَ مِنْ الْعَطَشِ مِثْلُ الَّذِي كَانَ بَلَغَ مِنِّي ، فَنَزَلَ الْبِئْرَ، فَمَلَأَ خُفَّهُمَاءً ، ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ ، حَتَّى رَقِيَ ، فَسَقَى الْكَلْبَ ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ ، فَغَفَرَ لَهُ ، قَالُوا : يَارَسُولَ اللَّهِ ، وَإِنَّ لَنَا فِي هَذِهِ الْبَهَائِمِ لَأَجْرًا ؟فَقَالَ: فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ .

د ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی وايي: رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
یو سړی په لاره روان و سختې تندې واخیست په لاره كې يې یوه څاه ولیدله هغې ته ور کوز شو او اوبه يې وڅکلې او د څاه څخه را وخوت.

د څاه په غاړه يې یو سپی ولیده، چې ژبه یې را ایستلې وه او د ډېرې تندې له لاسه یې لمده خاوره خوړله، سړي د ځانه سره وویل: دا سپى هم داسې تندې اخیتسی لکه زه يې چې اخیستی وم.

څاه ته کوز شو خپله موزه يې له اوبو ډکه کړه او له څاه څخه په داسی حال كې را و ووت، چې هغه خپله موزه په خوله كې نیولې وه او سپي ته يې اوبه ورکړې.

الله د هغه کس دغه کار خوښ شو او هغه ته يې بښنه وکړه. صحابو رضی الله عنهم عرض وکړ: ای د الله رسوله ! د ځناورو سره په نیكې کولو كې هم مونږ ته ثواب او اجر شته؟! رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل: په هر لامده جګر لرونكې كې ثواب شته دی (هر ژوندی شي كې).

دحدیث تخریج:
بخاری : کتاب المساقاة ،باب : فضل سقي الماء،حدیث : ( ۲۳۶۳ ). اوپه کتاب المظالم،باب :
الآبار التي علی الطریق اذالم یتأذ بها (۲۴۶۶ ) اوبخاري په کتاب الادب،باب : رحمة الناس والبهائم (۶۰۰۹).
مسلم وللفظ له : کتاب السلام،باب : فضل سقي البهائم واطعامها،حدیث : ( ۲۲۴۴).
ابوداود : کتاب الجهاد،باب : مایؤمر به من القیام علی الدواب والبهائم (۲۵۵۰).

دحدیث فائدې:
۱: کله چې په انسان سختي او مرض راشي هغه بیا د آسانی او روغ صحت په قدر پوهېږی.

۲: کله چې مسلمان کوم ښه او نېک کار كوي الله عزوجل د هغه دغه کار خوښوی.

۳: د ښه او نېک عمل په کولو سره الله عزوجل انسان ته مغفرت كوي.

۴: په حیواناتو رحم کول د الله عزوجل د رضاء سبب ګرځي.

۵: په هر ژوندي ژوي رحم کول اجر لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب