هغه درې تنه امریکایان چې په یو دقیقه کې یو لک او ۴۰ زره کسان ووژل !!

د دويم نړيوال جنګ په بهير کې امريکا لومړنی اتومی بم د جاپان په هيروشيما ښار باندې وغورځاوه ،چې د جاپاني عسکرو يوه مهمه قومانداني پکې وه، په دې ښار کې ډېر چينايي او کوريايان په اجباري ډول په کار مصروف وو.

د ۱۹۴۵ زېږدي کال د اگست شپږمه سهار اته بجې او ۱۵ دقيقې وې چې د امريکا متحده ايالاتو لخوا د جاپان په هيروشيما باندې اتومي بم ورغورځول شو، او تفريباً ۱۴۰ زره شاوخوا کسان یې ووژل، دغه اتومی بم چې په هيروشيما باندې وغورځول شو د کوچني هلک (لېټل بوای) په نامه نومول شوی و. دې بم دری متره اوږدوالی او څو ټنه وزن درلود.
دا بم د امريکا د B-29 الوتکې څخه د دريو کسانو خدمې لخوا چې تاسې یې په عکسونو کې وينئ وغورځول شو.
پيل تيبت چې ددې الوتکې پیلوټ و ( په عکس کې په منځ کې دی)، ټوماس فربي چپ طرف ته په عکس کې او تيوډورفان کرک ښي طرف ته .

د امريکا پوځ په هيروشيما د اتومي بم له غورځولو دری ورځې وروسته د اګست په نهمه يو بل اتومي بم د جاپان په ناګاساکي ښار باندې وغورځاوه ، چې له امله یې ددې ښار ۷۰ زره کسان ووژل شول ، له دې سره سرغړونکی جاپان چې د امريکا لپاره يو سردرد و، تسليم شو.

نور احمد / توره بوړه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب