هغه ذهني تمرینونه چې د انسان ارادي قوت زیاتوي

د امريکا یوه پوهنتون کې څېړونکو تحقیق او پلټنې نه وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي چې وايي څرنګه چې بدني ورزش سره د انسان د نورو اندامونو پلې مضبوطوي دغسې ارادي قوت هم له خاصو ذهني تمرینونو سره مضبوطېږي ، هغه تمرینونه چې د انسان ارادي قوت زیاتوي څېړونکو په لاندې ډول ښودلي دي .

لس دقیقې غور او فکر:

سائنسي تحقیقاتو دا ثابته کړې چې په ورځ کې په یوه خاصه موضوع باندې لږ تر لږه لس دقیقې غور او فکر کول یوې خوا ته د انسان ذهني توان زیاتوي او ورسره بلې خوا ته د هغه ذهني فشار کې کمی راولي .

بدني توان متواتر تازه ساتل:

کور یا په دفترکې ډېره ناسته طبعا سړی سست کړی او د خپل ځان سستي محسوسوي نو کله چې انسان دغسی سستۍ سره مخ شي نو فورا دي خپل ځان چست تندرست او تازه کړي د سستي خواته دې نه ورځي ، ددې هڅه دې وکړي پورته دي شي نو د انسان اراده قوي شي.

د خوړلو مهال وېش جوړول :

په یوه شپه او ورځ کې چې کوم خواړه خوړل کیږي نو د هغهو خوړو په یوه وړه جیبي کتابچه کې مهال وېش ولیکل شي او ځان سره وساتل شي او د مهال وېش له مخې تردوو اوونیو پوري جاري وساتل شي، نو دایوقسم تمرین دي ذهن باندې د خوړو بوج کمېږي او نورو خوړو ته انسان د میلان مخه نیسي .

د لاسونو استعمال:

په شپه او ورځ کې دواړه لاسونه په کار کولو عادت شي څرنګه چې له ښي لاس نه ګټه پورته کیږي دغسې په چپ لاس باندې هم کار وشي د مثال په توګه کله چې مونږ لیکو ټول په ښي لاس لیکو نو چې په چپ لاس لیکل وشي یا تسپې پرې واړول شي نو دغه د چپ لاس حرکت د انسان ارادي قوت باندې خورا ښه اٍثرغورځوي .

په دغو پورتنیو ورزشونو کې دا لازم نه دي چې سړی دې دغه ټول تمرینونه کوی که د خپل ځان لپاره یو خاص حرکت انتخاب شي خو چې مسلسل وي نو د انسان ارادي قوت تازه ساتي او زیاتوي يي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب