هغه څوک چي الله تعالی به ورسره خبري نه کوي

په قرآن کريم اونبوي احاديثوکي ځيني داسي کسان  ذکرشوي چي دهغوپه هکله داسي ويل شوي چي ددوی سره به الله رب العزت په قيامت کي خبري نه کوي،له ګناهونوبه ئې نه پاکوي اوددوی لپاره به دردناک عذاب وي .

پوښتنه داده چي داڅوک دي دکوموصفتونولرونکي خلګ دي؟
ددې لپاره چي دهغوی له صفتونوڅخه ځان وساتوترڅو دداسي عذاب خاوندان نشو،غواړم هغه کارونه په ګوته کړم چي دهغوله امله انسان دداسي بدمرغيوسره مخ کيږي .داګڼ شمېرکسان دي

الله سُبحانه وتعالی فرمايې :{ إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاًأُولَـئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(البقرة\174)

{يقيناهغه کسان چي چي هغه خبري پټوي چي الله له خپل کتابه نازلي کړي دي،اوپه دې(پټولو) سره لږقيمت حاصلوي(ټوله دُنياهم دالله تعالی دآياتونوپه بدله کي لږده)،دغه کسان په خپلونسونوکي اوراچوي،ددوی سره به الله پاک دقيامت په ورځ خبري نه کوي،نه به دوی له ګناهونوپاکوي اوددوی لپاره دردناک عذاب دی}په دې آيت مبارک کي هغه چاته سخت تخويف اوويرونه ده څوک چي حق پټوي،له دې امله چي ددُنيازکات ياخيرات ئې بندنشي اوياپه خلګوکي بدنام نشي .

دلته مُرا دهغه څوک دي چي حق پټوي اوپه دې کارسره دُنيا لاس ته راوړي يعني ددُنيا د حرص له امله حق پټوي .

په دې آيت کريمه کي ددغوخلګو لپاره څلورعذابونه ذکرشوي:
(1)دوی چي څه له دې لاري  لاس ته کوي اوخوري ئې نودوی په حقيقت کي اورپخپلونسونوکي اچوي داځکه چي داپيسې دوی ترټولودناوړه کسب له لاري پيداکړې نوبدله ئې هم ورته ددوی دعمل د جنس څخه ورکول کيږي ،داسي چي عذاب به ئې هم ترنوروسخت وي .

your ads

(2)ددوی سره به الله تعالی دقيامت په ورځ خبري نه کوي په دې کي اشاره ده چي الله سُبحانه وتعالی به له دوی څخه ډېرزيات ناراضه وي اوپردوی باندي به ډېرسخت په غصه وي چي داپه حقيقت کي داورترعذاب هم سخت عذاب دی .

دحساب کتاب خبري به ورسره دملائکوپه واسيطه کيږي .
(3)دوی به الله تعالی له ګناهونواوبدوصفاتوڅخه نه پاکوي،دوی داسي اعمال هم نه لري چي دهغوله امله دصفت اودالله پاک درضامستحق شي داځکه چي دوی هغه اعمال نه ووکړي چي دهغوله امله دپاکوالي اوتزکيې مستحق شي چي هغه دالله تعالی په کتاب عمل کول،په هغه سره لارپيداکول اودالله تعالی دکتاب لوري ته دخلګوبلل دي  بلکه دالله تعالی کتاب  ئې شاته غورزولی وواونوري لاري ئې خپلي کړې وي .

(4)ددوی لپاره به دردناک عذاب وي .
په بل ځای کي فرمايې: إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاًأُوْلَـئِكَ لاَ خَلاَقَ لَهُمْ فِي الآخِرَةِ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ وَلاَ يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ  (آل عمران:77)
{يقيناًهغه کسان چي دالله تعالی په  لوظ اوخپلوقسمونوباندي لږبدله (ددُنيامالونه)اخلي دغه کسان داسي دي چي ددوی لپاره په آخرت کي هيڅ حصه(دثواب) نشته،ددوی سره به الله تعالی خبري نه کوي اونه به دوی ته(په رحمت اومهربانۍ)سره ګوري اوددوی لپاره دردناک عذاب دی}

دآيت مطلب دادی چي کوم خلګ دُنياپه دين سره اخلي،ددُنيالږبرخي ته دآخرت په مقابله کي ترجيح ورکوي اودې ته ځانونه دوعدوپه ماتولواوددُرواغوقسمونوپه کولوسره رسوي نوددغوکسانوسره به الله تعالی په قيامت کي  خبري نه کوي يعني ددوی لپاره دالله تعالی عذاب  لازم دی،دالله تعالی له رحمتونواوثوابونومحروم دي،دګناهونوله پاکېدلوڅخه محروم دي بلکه په داسي حال کي به قيامت ته ځي چي په خپلوجرائموبه ملوث وي اودردناک عذاب به  ورته چمتووي .

په احاديثوکي هم داسي کسان ذکرشوي دي چي ديادشويوعذابونومستحق دي :

عن ابي ذررضی الله عنه عن النبي صلی الله عليه وسلم قال:ثلاثة لايُکلمُهُمُ اللهُ يَومَ القيَامَة وَلاينظراليهم ولايُزکيهم ولهم عذاب اليم قال ابُوذرخابُواوخَسرُوامن هُم يارسولَ الله؟قال:المُسبل والمنان والمُنفق سلعتَه بالحلف الکاذب(رواه مسلم)

له ابوذررضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:درې کسان داسي دي چي دقيامت په ورځ به الله جل جلاله  نه ددوی سره خبري کوي،نه به ورته ګوري، (درحمت په نظرسره) نه به ئې له ګناه پاکوي

اوددوی لپاره دردناک عذاب دی.ابوذررضی الله عنه وفرمايل:داکسان له خيره محروم اوتاوانيان شول داڅوک دي اې دالله رسوله؟نبي عليه السلام وفرمايل:هغه څوک چي پايڅې ئې ترګيټو(بجلکو)کښته وي،احسان کوونکی(چي چاته څه ورکړي اوبياورباندي احسان کوي)بل هغه څوک دی چي خپل سامان په درواغ قسم سره چلوي .(مسلم)په دې حديث کي دادرې ګناوي ذکرشوي دي .
يوداچي څوک پايڅې ترګېټو(بجلکو)کښته ساتي ځکه دادتکبراولويې علامه ده اولويې  کول لويه ګناه ده .
دايوه بې خونده ګناه ده چي خونداولذت هم نه لري خوعذاب ئې ډېرسخت دی دتاسف خبره داده چي داګناه دومره عامه ده چي ډېرخلګ ورته دګناه په سترګه نه ګوري .
داحکم دسړولپاره دی چي دوی به پايڅې پورته کوي،که په لمانځه کي وي اوکه له لمانځه بهروي .

ښځوته حکم دادی چي پايڅې به کښته کوي .
بله ګناه داحسان اوزبادني ده چي له چاسره څه ښه وکړي نوهروخت ئې ورپه يادوي چي  په  فلاني وخت کي  مي داسي ښه درسره وکړل .

بل هغه څوک چي خپل سامان په دُرواغ  قسم باندي خرڅوي .

ده يوشی اخيستی ارزانه وي خوبل چاته په قسم سره وايې چي دامي په دومره اخيستی دی،تراصلي قيمت زيات وريادوي،ياورته وايې چي داشی اصلي دی اوهغه اصلي نه وي،خودی ورباندي قسم هم اخلي نودادالله رب العزت دنوم څخه غلطه استفاده کوي اوسپکاوی ئې کوي .

له ابوهريره رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:درې کسان دي چي له هغوسره به الله جل جلاله  دقيامت په ورځ نه خبري کوي اونه به ئې له ګناهونوپاکوي {ابومعاويه راوي وايې}اونه دوی ته(په رحمت سره)ګوري اوددوی لپاره دردناک عذاب دی:بوډازناکار،دُرواغجن باچااومسکين متکبر(مسلم،احمد)
دادرې کسان ځکه دداسي دردناکوعذابونه مستحق شول ځکه چي  دوی داګناوي په داسي صورت کي کوي چي هيڅ عُذرهم ورته نشي جوړېدی:

درواغ اکثرخلګ دضرورت اومجبورئ له امله وايې، باچاولي دُرواغ وايې؟ دی خوله چامجبورهم نه دی .

تکبراولويې خلګ دمال له امله  کوي مسکين ولي  لويې کوي؟دی خومال هم نه لري .
زناخلګ دنفس دخواهش له امله کوي دبوډاولي زناکوي؟دده خوشهوت هم ختم وي .

ابوهريره رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روايت کوي چي الله جل جلاله  فرمائلي دي :درې کسان داسي  دي چي دقيامت په ورځ به  زه دهغوی دښمن يم:يوهغه سړی  چي يوشي دالله پاک په نامه ورکول شي ،بياپه هغه کي دوکه وکړي،بل هغه څوک  چي يوازادسړی  ئې خرڅ  کړو اودهغه روپئ ئې وخوړلې ..

بل هغه څوک  چي يومزدرئې ونيوئ،کارئې ترې پوره واخيست اومزدوري ئې ورنکړه.(بخاري،احمد)دادرې هم ستري ګناوي دي .
اولنی سړی چي دالله تعالی په نوم څه ورکړي اوبيادوکه پکي کوي نودادالله تعالی دنوم قدرنه لري بلکه سپکاوی ئې نوځکه دسخت عذاب مستحق شو.

دازادسړي خرڅونکی ځکه  دسخت عذاب جوګه دی چي يوانسان آزادوي اوبياڅوک ترې غلام جوړکړي  نودادهغه انسان سره ډېرلوی ظلم دی،له دې امله ئې مرتکب دسخت عذاب مستحق دی .

په دې کي هغه څوک هم داخل دی  څوک چي ازادخلګ تښتوي، اغواکوي ئې  اوبيائې دپيسوپه بدل کي خوشي کوي،ددې حديث په رڼاکي داخبره معلوميږي چي دداسي خلګولپاره سخت عذاب دی .
له مزدورڅخه کاراخيستل اوبيائې مزدوري نه ورکول داهم لوی ظلم دی،هغه بېچاره ځان هم ستړی کړي اوبياورته مزدوري نه ورکول کيږي.

له ابوهريره رضی الله عنه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:درې کسان دي،ددوی سره به الله پاک دقيامت په ورځ نه خبري کوي،نه به ورته ګوري اونه به ئې له ګناهونوپاکوي اوددوی لپاره دردناک عذاب دی:يوهغه سړی چي په صحراکي په داسي اوبوولاړوي چي دده ترحاجت زياتي وي،(بيائې هم)له مسافرو منع کوي .

بل هغه سړی چي په چاباندي يوشی دمازديګروروسته خرڅ کړي اوداسي قسم ورته وکړي چي داماپه دومره روپئ اخيستې دی،هغه سړي دده خبره ومنله په داسي حال کي چي دده خبره صحيح نه وه .
بل هغه سړی چي ديوه امام(مشر)سره ددُنيوي غرض پربنسټ بيعت وکړي،که څه ورکوي نووفاداري کوي،که څه نه ورکوي،بيا وفاداري نه کوي .(مسلم،احمد)

په دغوکسانوکي نورکسان هم شته چي الله جل جلاله  به دقيامت په ورځ خبري نه ورسره کوي چي په هغوکي دموراوپلارنافرمان،دسړوسره مشابهت کوونکې ښځه اوديوث(بې غيرته انسان )هم شامل دي

موږهڅه کړې چي يوازي صحيح روايات وليکو.
الله پاک دي موږته دښواعمالواودالله  درضادلټون توفيق راکړي اوله بدوکارومودي خوندي کړي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب